اسلام اباد -- شنونکو سلام ټایمز ته وویل، القاعده «د نړۍ د تر ټولو ډېرې وېروونکې ترهګرې ډلې» په توګه په خپل اوج کې، یو واحد سازمان و او د سخت دریځه او افراطي ایډیالوژۍ پلويیانو ته یې خاص جذابیت درلود.
هغوی وویل، خو له هغه وخت راهیسې چې القاعده له خپلو پخوانیو مرکزونو څخه اېستل شوې او د عملیاتو د نوي مرکز موندلو ته مجبوره شوې، هغه حالات ټول بدل شوي دي. دې ډلې لکه څنګه چې په کوچنیو، کمزورو ډلو وېشل شوې او تیته شوې، اوس خپل یووالی او هویت له لاسه ورکړي دي.
شنونکو وویل، د القاعدې د فزیکي نفوذ پر بدلون سربېره، د یوه واحد عملیاتي مرکز پرځای په مختلفو ځایونو کې ډېرو کوچنیو ډلو د دغې ډلې ایډیالوژیک نفوذ په ډراماتیک ډول غورځولی دی.
د نن ورځې ډېری ځوانان دې ډلې ته د تاریخ د یوې برخې او یوه ناکام ګروپ په سترګه ګوري چې اسلامي ټولنو ته یې یواځې ویجاړتیاوې راوړې دي.
په اسلام اباد کې مېشت لیکوال فخر کاکاخیل، چې د تاوتریخوالي افراطي غورځنګونو په اړه لیکل کوي، وویل، «د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري مړینې، او د اغېزمنو ځایناستو د روزلو ناکامۍ، د القاعدې ایډیالوژیکه غوښتنه ګډه وډه کړله،»
په داسې حال کې چې په مصر کې زیږیدلی سیف العدل د ډلې اوسنی مشر ګڼل کیږي، هغه له بدې ورځې شیعه اکثریت ایران کې مېشت دی، چې دغه حالت د هغه واک او د پلویانو د هڅولو وړتیا کمزورې کړې ده.
په داسې حال کې چې دا ډله د خپل ټوټې ټوټې کېدلو او زوال پر وړاندې مبارزه کوي، تبلیغاتي هڅې یې پراخې کړي، لاکن شنونکي وایي چې د اقداماتو لپاره د هغې غوښتنې په افراطي فورمونو او د ټولنیزو رسنیو په چینلونو کې لږ غبرګون لري.
خپرې شوې شبکې، کم شوی نفوذ
شنونکو وویل چې په جنوبي اسیا کې، چې القاعدې یو وخت د پام وړ ملاتړ درلود، د القاعدې د هند براعظمګي څانګه (ای کیو آی اېس) اوس په بنګله دیش، هند، برما او پاکستان کې یواځې یو څو سوه جنګیالي لري.
هغه د یوه همغږي ځواک پرځای د وېشل شويو شبکو په توګه فعالیت کوي.
په لندن کې مېشت د لویدیځ د ترهګرۍ ضد یوه چارواکي سلام ټایمز ته وویل، «د استخباراتي مالوماتو د شریکولو او د مهمو فعالینو له منځه وړلو د یوه متحد نړۍ وال ځواک په توګه د فعالیت کولو لپاره د القاعدې وړتیا کمزورې کړې ده،»
ای کیو آی اېس په هند کې هغه وخت یو سخت ټکان وخوړ چې چارواکو د ۱۴۰۳ د زمري په میاشت کې د جارکنډ ایالت لپاره د دې ډلې مشر اشتیاق احمد ونیو.
د افراطیت ضد پروژې د راپورونو له مخې احمد د ترهګرۍ د روزنې مرکزونه چلول او د عملیاتو د تمویل لپاره د املاکو په جعلکارۍ کې ښکیل وه.
په سوریه کې، امریکایي ځواکونو د القاعدې ملګری حراس الدین له منځه وړی او د محمد یوسف ضیا طلايي په څیر مهم شخصیتونه یې ور وژلي دي، په داسې حال کې چې په یمن کې د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګه له کمزورو وړتیاو سره سره ناڅاپي بریدونه ترسره کوي.
د القاعدې افریقایي ملګري هم د پام وړ ننګونو سره مخامخ دي، ځکه چې د مراکش او سومالیا په څیر هیوادونه د دوی په وړاندې د ترهګرۍ ضد بریالي عملیات ترسره کوي.
په امنیتي اقداماتو سربیره، له القاعدې سره د تړلې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین په څیر ډلې د داعش د ساحل ولایت په څېر افراطي سیالانو سره د شخړو له امله له درنو زیانونو سره مخامخ دي.