امنیت

د القاعدې د وړتیاوو په کمزوري کېدلو سره، یمني ځواکونو د دغې ډلې برید په شا و تمباوه

د سلام ټایمز راپور

د یمن امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۹مه د یمن په جنوبي حضرموت ولایت کې د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګې (ای کیو ای پي) پخوانی مرکز، مکلا کې په یوه پوسته کې ولاړ دي. [صالح العبیدي/ای اېف پي]

د یمن امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۹مه د یمن په جنوبي حضرموت ولایت کې د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګې (ای کیو ای پي) پخوانی مرکز، مکلا کې په یوه پوسته کې ولاړ دي. [صالح العبیدي/ای اېف پي]

د یمن په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت ته وفادارو ځواکونو د تلې په ۲۹مه وویل چې هغوی د ابیان په جنوبي ولایت کې د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګې (ای کیو ای پي) له خوا د لویې کچې برید په شا تمبولی، چې له امله یې د دواړو خواوو ۹ کسان وژل شوي دي.

د په نښه شوې لوا قوماندان نصر عاطف المچوچي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، «زموږ ځواکونو وکولای شوای چې نن سهار د القاعدې ترهګر سازمان د غړو له خوا په ابیان ولایت کې د حکومتي کمپلیکس په مرکزي دفتر پیل شوی لوی ترهګریز برید شنډ کړي،»

ماچوچي وویل، بریدګرو په ودانۍ د برید کولو له هڅې څخه مخکې دوه موټر بمونه وچول.

هغه زیاته کړه، «پنځه ځانمرګي بریدګر چې چاودیدونکي کمربندونه یې اغوستي وو، زموږ له څلورو سرتیرو سره ووژل شول،»

په ابیان کې یوې روغتیایي سرچینې وویل چې په نښتو کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

د یمن پر حکومت، چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ایران ملاتړ لرونکيو حوثي یاغیانو له خوا له پلازمینې صنعا څخه له شړلو وروسته عدن ته کډه شو، د هېواد د اوږدې بې ثباتۍ په ترڅ کې د القاعدې د وسله والو له مکررو بریدونو سره مخ کیږي.

ای کیو ای پي چې یو وخت واشنګټن د القاعدې د نړۍ والې شبکې ترټولو خطرناکه څانګه ګڼله، له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې ترڅو د امنیت او حکومتي ځواکونو په نښه کولو سره په جنوبي یمن کې خپله ساحه پراخه کړي.

د عملیاتي ځواک کمېدل

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې ای کیو ای پي لا هم یو ګواښ دی، خو عملیاتي وړتیاوې یې ډېرې زیاتې کمزورې شوې دي.

په وروستیو کلونو کې د پیچلو عملیاتو په ترسره کولو کې د دې ډلې ناکامي د هغې د ځواک او مشرتابه د جوړښت متواتر زوال په ګوته کوي.

د ساحوي قوماندانانو د مکررو وژل کیدو او داخلي سیالیو د دغې ډلې وړتیا ډېره کمه کړې چې ستر بریدونه همغږي کړي.

د ترهګرۍ ضد ځواکونو له دغه زوال څخه ګټه پورته کړې، او د یو لړ دقیقو عملیاتو په تر سره کولو سره یې د ای کیو ای پي مهمې شبکې له منځه وړي دي.

که څه هم د ابیان برید خونړی وه، خو په ځانمرګو بریدګرو او موټرو کې جای پر جای شویو چاودیدونکو توکو باندې د دې ډلې تکیه له همغږو بریدونو څخه د اختلال ناامېده بریدونو ته د دې ډلې بدلون ښيي.

په ۱۳۸۸ لمریز کې د القاعدې د یمني او سعودي څانګو له یوځای کیدو څخه د ای کیو ای پي له رامنځته کېدلو راهیسې، دغې ډلې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره د یمن کورنۍ جګړې څخه ګټه پورته کړه.

خو تدریجي ټوته کیدل او د مجربو مشرانو له لاسه ورکولو یې ستراتیژیک عمق له منځه وړی دی. لویدیځ او سیمه ایز امنیتي چارواکي وايي چې د ابیان د برید په څېر هره عملیاتي ماتې د دغې ډلې د بیا تنظیمېدلو یا نړۍ والو بریدونو پلانولو وړتیا نوره هم محدودوي.

که څه هم د یمن امنیتي چاپیریال بې ثباته پاتې دی، په جنوب کې د ترهګرۍ ضد لاسته راوړنې ښیي چې د ای کیو ای پي نفوذ مخ په کمېدلو دی.

د دې ډلې د مشرتابه له منځه تګ او د جګړې په ډګر کې تکراري شاتګونه حکومتي ځواکونو او د هغوی ملګرو ته د افراطیت پر وړاندې اوږده جګړه کې نوې ګټه په لاس ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500