امنیت

د ترهګرو ډلو له خوا د تور بازار وسلو ته د لاسرسي د هڅو له امله نړۍ والې هڅې ګړندۍ شوي دي

د محمد قاسم راپور

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز د لړم په ۳۰مه په کابل کې خپل توپک رنګوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز د لړم په ۳۰مه په کابل کې خپل توپک رنګوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په ټوله نړۍ کې، د ترهګرۍ ضد ځواکونه همغږې هڅې ګړندۍ کوي څو د دې مخه ونیسي چې د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو له خوا له تور بازار څخه وسلې ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې کوچنۍ او سپکې وسلې د ترهګریزو عملیاتو لپاره وړ وسیلې دي، ادارې د سرحدونو په اوږدو کې کار کوي څو د غیرقانوني اکمالاتو لړۍ ماتې کړي، زیانمنونکې ذخیرې مدیریت کړی، او هغه شبکې له پښو وغورځوي چې قاچاق ته لاره هواروي.

د شخړو په سیمو لکه ساحل، منځني ختیځ او د اسیا په ځینو برخو کې، ضعیف مدیریت، فساد، او د جګړې په ډګر کې نیول شوې وسلې د تور بازار چینلونو ته د وسلو په دوامدار جریان کې مرسته کړې ده.

دا وسلې، که سرچینه یې د ملي دفاعي ځواکونو څخه وي او یا هم له نړۍ والو اکمالاتو څخه، خو ترهګرو ډلو باندې بیرته پلورل کیږي یا تبادله کیږي.

د ګواښ د پایلو په درک کولو سره، نړۍ والې ادارې لکه د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد اداره (یو اېن او سي ټي)، انټرپول، او سیمه ایز کاري ځواکونه د پراخې همکارۍ او استخباراتي معلوماتو شریکولو ته وده ورکوي.

عملیات اوس په مکرر ډول په بیلابیلو قلمرونو کې د غیرقانوني ټرانزیټ لارې په نښه کوي او د وسلو پېر پورې تړلي مالي راکړې ورکړې تعقیبوي.

همغږې هڅې

شنونکي وايي، د ترهګرۍ ضد همغږي عملیات، له استخباراتي معلوماتو شریکولو، ګډو بریدونو، او نړۍ والې همکارۍ سره مل، د افراطي شبکو د کمزوري کولو او په جګړه ځپلو سیمو کې د ثبات راوستلو لپاره ترټولو اغیزمنې وسیلې ثابتې شوې دي.

په بلجیم کې مېشت سیاسي شنونکي معصوم صبوري د ګډو عملیاتو په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

هغه وویل، «په داسې شرایطو کې، د دې وژونکي جریان د بندولو لپاره تر بل هر وخت نړۍ واله همکاري ډېره مهمه ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «القاعده او هغې پورې تړلې ډلې د وسلو تجارت ته یوازې د پوځي وسیلې په توګه نه ګوري. هغوی دغه کار ته د خپلې د بقا او نفوذ د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه ګوري.»

نوموړي زیاته کړه، «هغوی دا شبکې د دې لپاره کاروي ترڅو عملیات تمویل کړي، د سیمه ایزو ډلو باور جوړ کړي، او له ملېشو سره د اتحادونو د استخدام لپاره ترې کار واخلي،»

صبوري خبرداری ورکړ چې د همغږي نړیوال غبرګون څخه پرته به القاعده جګړې ته دوام ورکړي او بې ثباتي به خپره کړي.

په ترکیه کې مېشت سیاسي کارپوه آصف طاهري وویل، «القاعده په دې تشه ښه پوهیږي او د خپلو ځواکونو د مسلح کولو لپاره یې کارولې ده،»

هغه زیاته کړه، «د دې د مخنیوي یوازینۍ لاره د ترهګرۍ ضد هڅې دي چې د انفرادي عملیاتو پرځای د همغږې نړۍ والې شبکې د یوې برخې په توګه ترسره شي،»

طاهر وویل، د سومالیا او یمن په څېر ځایونو کې بریالۍ همکاري ښیي چې سیمه ایزه او نړۍ واله همغږي اړینه ده.

هغه زیاته کړه، «د حکومتونو او ایتلافي ځواکونو ترمنځ یووالي او همغږي یوازې یو انتخاب نه بلکې د دې پیچلو قاچاقي شبکو د ماتولو لپاره یوه اړتیا ده،»

په هالنډ کې مېشت د ترهګرۍ ضد کارپوه شعیب رحماني وویل، له سمې همغږۍ پرته، القاعده تل کولی شي د اکمالاتو نوي اکمالاتي لارې ومومي.

هغه وویل، «خو د دوامدار نړۍ وال فشار لاندې، دا شبکې سقوط کولی شي، او د ترهګرو ډلو نظامي ظرفیت به په جدي توګه کم شي،»

رحماني ټینګار وکړ چې د وسلو قاچاق نه یوازې یو سیمه ایز بلکې یو نړۍ وال ګواښ دی.

هغه وويل، «د وسلو په قاچاق کې د القاعدې لاسوهنه نه یوازې سیمه ییز امنیت بلکې نړیوال امنیت ګواښي. دا غیرقانوني سوداګري تاوتریخوالي، سیاسي بې ثباتي او د افراطیت خپریدو ته لمن وهي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500