کارپوهان وایي چې د مخدره توکو قاچاق په سویلي آسیا او منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو لپاره د تمویل یو له اصلي سرچینو څخه ګرځېدلی دی.
په دې ډلو کې، القاعدې له ناامنۍ او بې وزلۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړېترڅو غیر قانوني مخدره توکو سوداګري، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، پراخه او تنظیم کړي.
معصوم صبوري، چې په بلجیم کې سیاسي شنونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان څخه پاکستان او منځني ختیځ ته د کلیدي قاچاقي لارو په کنټرولولو سره، القاعده په یوه اقتصادي لوبغاړي بدله شوې ده.
هغه وویل: «دا ډله د اپینو او هیرویینو عایدات نه یوازې د وسلو اخیستلو لپاره کاروي،بلکې د سیمه ییزو قوماندانانو د رشوت ورکولو، د پرسونل استخدام او په کلیو کې د خپلې نفوذي شبکې ساتلو لپاره هم کاروي.»
هغه زیاته کړه: «دغو فعالیتونو نه یوازې د دې ډلې د ترهګریزو عملیاتو تمویل کې مرسته کړې، بلکې په بیلابیلو سیمو کې یې ټولنیزه او اقتصادي بې ثباتي هم زیاته کړې ده.»
هغه وویل چې القاعده پر محلي خلکو د اقتصادي بارونو په اچولو، د زیربناوو په ویجاړولو، د سوداګرو مشرانو ته د ګواښونو، او د وېرې په خپرولو سره مشروع بازارونه زیانمنوي، چې دا کار د پانګونې او قانوني سوداګرۍ مخه نیسي.
محمد عمر کبیري، چې په فرانسه کې سیاسي شنونکی دی، وویل چې د القاعدې تر نفوذ لاندې په ډېری سیمو کې،بې وزلۍ او بې کارۍسیمییز خلک د مخدره توکو سوداګرۍ ته اړ کړي دي.
هغه وویل: «القاعده له دې وضعیت څخه کار اخلي ترڅو ځان په خلکو کې مشروع کړي او د قاچاق د عاید د یوې برخې په ویشلو سره، اړمنو کورنیو ته لومړني خدمات یا مالي مرستې چمتو کوي.»
کبیري وویل چې دا ډله د قاچاقي لارو د کنټرول او د خپلو ترهګریزو عملیاتو د تمویل لپاره له کمزورو بنسټونو او بې ثباته شرایطو څخه ناوړه ګټه اخلي.
هغه وویل: «القاعده په فعاله توګه اقتصادي بې ثباتي د خپلو ترهګریزو عملیاتود تمویل لپاره د یوې منسجمې ستراتیژۍد یوې برخې په توګه کاروي.»
هغه وویل: «دا ډله د غیر قانوني قاچاق بازارونو، توليدي لابراتوارونو او ترانزیټي لارو په جوړولو او کنټرولولو او له محلي سوداګرۍ د باج اخیستلو او بر پیسو مینځلو د پانګونې له لارې د عوایدو دوامداره سرچینې رامنځته کوي.»
اقتصادي تړاو او سیمه ییزه بې ثباتي
محی الدین احمدي، چې په تهران کې سیاسي شنونکی دی، وویل چې په هغو سیمو کې چې القاعده فعالیت کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په سویل او ختیځ کې، د مخدره توکو قاچاق نه یوازې د عاید سرچینه بلکې یوه سیاسي وسیله هم ګرځېدلې ده.
هغه وویل: «د ځایي بزګرانو او قاچاقي شبکو ترمنځ د اقتصادي تړاو په رامنځته کولو سره، دا ډله په اغېزمنه توګه خپل ټولنیز او سیاسي کنټرول پیاوړی کوي.»
هغه زیاته کړه: «د حکومت له لوري د مخدره توکو پر مشروعو محصولاتو د بدلولو هره هڅه له مقاومت سره مخېږي، ځکه چې القاعده بې ثباتي د بقا د یوې وسیلې په توګه کاروي.»
احمدي خبرداری ورکړ چې د القاعدې فعالیتونه بې وزلي ډېروي، مشروع بازارونه ویجاړوي او پر دولتي بنسټونو د خلکو باور له منځه وړي.
سید حسین صافي، چې په لندن کې سیاسي شنونکی دی، وویل چې د مخدره توکو له قاچاق څخه ترلاسه شوي عواید القاعدې ته دا وړتیا ورکوي ترڅو ترهګریز بریدونه تمویل کړي او بې ثباتي دوامداره وساتي.
هغه وویل: «په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په سویلي او ختیځو سیمو کې، د مخدره توکو د قاچاق د اصلي لارو په کنټرولولو سره، القاعده د دغه هېواد د ثبات په کمزوري کولو کې مرکزي رول لوبوي.»
صافي زیاته کړه چې القاعده د محلي ډلو او جرمي شبکو سره په ګډه د مخدره توکو تولید او صادرات تنظیموي، چې دا کار فساد او اقتصادي ستونزې لا پسې ډېروي.
شواهد ښيي چې د مخدره توکو په قاچاق کې د القاعده ښکېلتیا د یوې قصدي وسيلي په توګه سیمي بې ثباته کوي، خپل مالي ځواک پياوړی کوي او د اقتصادي ثبات په لور د افغانستان سفر ټکنی کوي.
![په بدخشان ولایت کې د فیض آباد ولسوالۍ په څنډو کې یو افغان کروندګر د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۲ مه له کوکنارو کروندې څخه اپین راټولوي. [عمر اکبر/ای اف پي]](/cnmi_st/images/2025/11/14/52746-afp__20251106-585_329.jpg)