د القاعدې شبکه خپل نړیوال عملیات د غیرقانوني فعالیتونو او سازمان شويو جرمونو د یوې شبکې له لارې تمویلوي.
د مخدره توکو قاچاق، تښتونه، د وسلو قاچاق، باج اخیستل او تاوتریخوالی د ترهګریزو عملیاتو ساتلو لپاره د پیسو راټولولو اصلي لارې دي.
شنونکي وایي، د دې ډلې جنایي چلند ثابتوي چې دا ډله مذهبي انګېزه نه لري بلکې یوازې یوه جنایي ډله ده.
حمزه بلوچ، چې په نیمروز ولایت کې پوځي شنونکی دی، وویل چې القاعده د خپلو بیلابیلو څانګو له لارې په سازمان شويو جرمونو کې مرکزي رول لوبوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل: «القاعده د مالي سرچینو د ترلاسه کولو لپاره یوه قانوني یا با عزته لاره نه لري. د دې ترهګرې شبکې ټول عاید د غیر قانوني لارو، له زور او جرم څخه په کار اخیستلو سره لاسته راځي.»
بلوچ وویل چېد القاعدې غړي د دین په نومله محلي خلکو څخه باج اخلي.
هغه وویل: «دوی له ارعاب او اجبار څخه کار اخلي ترڅو خلک دې ته اړ کړي چې دوی ته پیسې ورکړي، او ځایي خلکو ته پرته له دې چې خپله ناڅېزه ګټه ترهګرو ته وسپاري، بله لار نه پاتې کېږي.»
بلوچ وویل چې باج اخیستل او غیر قانوني بسپنې راټولول د دې ډلې د عاید اصلي سرچینې دي، چې دا کار نور تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیستنه زیاتوي.
د ملګرو ملتونو یو راپور چې د سپټمبر په میاشت کې خپور شو، په ګوته کړه چې القاعده او په افریقا کې پدوی پورې ټړلې ډلې د ترهګرۍ د تمویل لپاره د مخدره توکو په قاچاق کې مرکزي رول لوبوي.
راپور یادونه وکړه چې په لویدیزه افریقا، په ځانګړې توګه په مالي او نیجر کې، القاعده د مالي سرچینو د ترلاسه کولو لپاره د وسلو او مخدره توکو په قاچاق او تښتونو تکیه کوي.
دغه راز په دې راپور کې موندل شوې ده چې القاعده د کوکاینو په سوداګرۍ کې د لاتینې امریکا د کارټلونو او بالکان ډلو په ګډون له نړیوالو جرمي شبکو سره همکاري کوي.
دغه راپور دا هم ښيي چې په سومالیا کې په القاعدې پورې تړلې ډله، الشباب، خپل عملیات د تښتونو او باج اخیستلو له لارې تمویلوي، او اکثره وخت د مالي لارو د پټولو لپاره له غیر رسمي پيسو تبادلې او قاچاقي منځګړو څخه کار اخلي.
د القاعدې منافقت
په داسې حال کې چې القاعده ادعا کوي چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې فعالیت کوي، دیني عالمان دا ډله منافقه او مجرمه بولي.
نظیف الله حقدوست، چې په کابل کې دیني عالم دی،وویل چې القاعده اسلام د خپلو جرمونو لپاره د پوښ په توګه کاروي.
هغه سلام ټایمز ته وویل: «د القاعدې هیڅ فعالیت له اسلام سره تړاو نه لري.» «دې ترهګرې ډلې له ډېرې مودې راهیسې داسې جرمونه کړي چې د اسلامي لیدلوري څخه په بشپړه توګه رد شوي دي. د بې ګناه خلکو وژل، د هغوی د ملکیت غلا کول، او د وېرې او ترهګرۍ خپرول په بشپړه توګه د اسلام ضد او غیر انساني عملونه دي.»
«القاعده دوه مخې ده، په عامه توګه ځان د یو اسلامي خوځښت په توګه وړاندې کوي، خو کړنې یې په بشپړه توګه غیر اسلامي دي. دا د منافقت اصلي ماهیت دی، او القاعده یوه منافقه او غندل شوې ډله ده.»
صبغت الله خلیل، چې په هرات کې د مدني ټولنې فعال دی، ورته نظر څرګند کړ او القاعده یې د نړۍ یو له خطرناکو جنایي سازمانونو څخه وبلله.
«له څلورو لسیزو څخه زیات، القاعدې خپل غیر انساني فعالیتونه د دیني لارښوونو له لارې توجیه کړي دي. خو، لکه څنګه چې په مسلمانانو کې پوهاوی زیات شوی، د دې ډلې هیڅ یوه کړنه په اسلامي ټولنو کې د منلو وړ نه ده.»
خلیل وویل: «له بې وزلو څخه باج اخیستل او د خلکو تښتول په اسلام کې لوی ګناهونه دي، او هغه کسان چې دا کارونه کوي، د نفرت وړ دي. بیا هم القاعدې له ډېرې مودې راهیسې خپل ځان د دغه ډول جنایي لارو تمویل کړی او وحشتناک ظلمونه یې کړي دي.»
![په بدخشان ولایت کې د ارګو ولسوالۍ د کوکنارو په یوه ناقانونه کرونده کې یو افغان کروندګر د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳ مه له کوکنارو څخه شیره راټولوي. [عمر ابرار/اې اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/11/15/52760-afp__20251106-585_329.jpg)