د سومالیا ولسمشر، حسن شیخ محمود، په دې وروستیو کې ترهګري د هیواد د اقتصادي ستونزو اصلي سرچینه وبلله.
هغهله الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې«د عراق او شام اسلامي دولت» (داعش) او الشباب په مستقیم ډول د سومالیایانو د ژوند او امنیت د ویجاړولو مسئول دي.
ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړ چې اوږدمهاله ناامني د خطرناکو سیاسي بحثونو لامل شوې، په ځانګړې توګه کومې خبرې چې د سومالیلنډ د رسمیت پېژندنې په اړه کېږي.
دغو څرګندونو یو ځل بیا عامه پاملرنه د القاعدې او د هغې د سومالیایي څانګې الشباب، او د دوی د ویجاړونکي رول په طرف راګرځولې ده.
څېړونکي وایي چې دغه ډلې په سیسټماتیک ډول د سومالیا اقتصاد کمزوری کړی او د غیرنظامي وګړو ژوند یې خورا خراب کړی دی..
هغوی استدلال کوي چې الشباب نه یوازې ملي امنیت، بلکې ټولنیز او اقتصادي بنسټونه هم زیانمن کړي دي.
په تېرو لسو کلونو کې دوامداره تاوتریخوالي سوداګرۍ، پانګونې، او بنسټیز خدمات په ټول هېواد کې ګډوډ کړي دي.
اقتصادي وېجاړۍ
په لندن کې مېشت څېړونکي، عصمت الله نوري وویل چې د سومالیا اقتصادي بحران په اصل کې د دوامداره ترهګریزو فعالیتونو له امله رامنځ ته شوی چې اقتصاد او ثبات یې هدف ګرځولی دی.
هغه زیاته کړه، «په ښارونو، بندرونو او سوداګریزو لارو باندې په برید سره، دغه ډلې د اقتصاد حیاتي شریانونه فلج کړي اود باج اخیستلو،قاچاق، او جبري مالیاتو له لارېد خلکو مالي سرچینې د خپل ترهګریز ماشین لپاره غصبوي.»
نوري دا هم وویل، «په داسې شرایطو کې، کورني او بهرني پانګه وال د اقتصادي فعالیت لپاره هیڅ لیوالتیا نه لري، او په پایله کې پراخه بېکاري او د عامه خدماتو کمښت په یوه دوامداره بحران باندې بدل شوي دي.»
هغه ټینګار وکړ چې پرته له دې چې دغه ډلې مهار شي، په سومالیا کې اقتصادي بیا رغونه او د خلکو رفاه ممکنه نه ده.
څېړونکي په دې باور دي چې دغه هدفمند اقتصادي بریدونه قصدي دي، ځکه چې القاعده د انحصار، ویرې او ټولنیزې ټوټه کېدنې د زیاتولو لپاره ثبات کمزوری کوي.
جرمي شبکې
امنیتي کارپوه، محمد نسیم مرادي وویل چې په کړاو کې د غیر نظامي خلکو لوېدل له دې ډلې څخه د مالي او لوجستیکي ملاتړ مستقیمه پایله ده.
مرادي وویل، «دا شبکې له بې وزلۍ او د خلکو له نارضایتۍ څخه ګټه پورته کوي ترڅو ځوانان تاوتریخوالي ته وهڅوي، په ورته وخت کې په بمي چاودنو او وژنو سره هغه ټولنې په نښه کوي چې دوی یې د ساتنې ادعا کوي.»
مرادي څرګنده کړه چې دغه ستراتیژي «ټولنه د بېوزلۍ او ناامنۍ په کړۍ کې بندوي» او ټینګار کوي چې پر دغو شبکو باندې نړیوال فشار مهم او اړین دی.
په انقره کې مېشت د ترهګرۍ ضد څېړونکي، نیاز محمد منصوري القاعده د «یوه جنایي سازمان» په توګه یاده کړه.
هغه له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل، «د دغو ډلو په فعالیتونو کې باج اخیستنه، قاچاق، د غیرقانوني سرچینو کنټرول او اخاذۍ شاملېږي، او ایډیولوژي یوازې د جرمونو او تاوتریخوالي د توجیه وسیله ده.»
منصوري زیاته کړه چې حکومت پوهېږي القاعده خدمات له منځه وړي او ویره خپروي ترڅو د دولت ځای ونیسي، خو د خلکو لپاره هیڅ امنیت یا رفاه نه برابروي.
منصوري څرګنده کړه چې له القاعدې سره د مبارزې لپاره باید هغه ستراتیژۍ منعکسې شي چې د سازمان شویو جرمونو په وړاندې کارول کیږي، او ټینګار یې وکړ چې د مالي او لوجستیکي ملاتړ قطع کول اړین دي.
![د سومالیا د ملي پوځ (SNA) غړي د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۱مه هغه کلي کې امنیت ټینګوي چې ویل کیږي د شا ته کېدونکو یاغیانو لخوا په آودیګل کې ویجاړ شوی و چې یو له هغو څو ښارونو څخه دی چې په دې وروستیو کې د القاعدې اړوند الشباب وسله والو څخه بېرته نیول شوی دی. [توني کارومبا / AFP]](/cnmi_st/images/2026/01/15/53489-afp__20251118__847m-585_329.jpg)