متحده ایالاتو په سومالیا کې د القاعدې سره تړلې الشباب او په یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو ترمنځ د زیاتېدونکیو اړیکو د پرې کولو لپاره د نړۍ والو هڅو د همغږۍ غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سرپرست استازي جان کیلي د کب په ۱۳مه وویل، «د سره سمندرګي قاچاقي لارې چې په سومالیا کې مېشتې ترهګرې ډلې له یمن سره نښلوي، نړۍ والې همکارۍ ته اهمیت ورکوي،»
هغه د ملګرو ملتونو له خوا په الشباب باندې د بندیزونو د پرېکړه لیک له تصویبېدلو څخه وروسته وویل، «موږ د الشباب او حوثیانو ترمنځ د زیاتیدونکو اړیکو په هکله په ځانګړې توګه اندېښمن یو،»
نوموړي وویل، «موږ د یمن او الشباب د بندیزونو د ټیمونو، او د افریقا ښکر او عربي ټاپووزمې هیوادونو ترمنځ خبرې اترې هڅوو څو د حوثیانو او الشباب ترمنځ اړیکې روښانه او په نهایت کې پرې کړي.»
![د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د ۱۴۰۱ لمریز د مرغومي په ۲۲مه په موګادیشو کې د الشباب پر ضد په یوه لاریون کې ګډون کوي. [حسن علي علمي/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/04/01/49777-anti-shabaab-rally-585_329.jpg)
د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د ۱۴۰۱ لمریز د مرغومي په ۲۲مه په موګادیشو کې د الشباب پر ضد په یوه لاریون کې ګډون کوي. [حسن علي علمي/ای اېف پي]
کیلي وویل، «د سمندري غلاوو، د وسلو قاچاق او هغو غیرقانوني فعالیتونو پر ضد د مبارزې لپاره هم سیمه ایز ډیالوګ ته اړتیا ده چې ترهګرۍ ته وده ورکوي،»
په پاریس کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي محمود سلیمي سلام ټایمز ته وویل، په یمن کې د حوثیانو او القاعدې ترمنځ د ګټو د فرصتونو برابري د افریقا ښکر کې د الشباب په څېر ډلو سره اړیکې پراخې کړې دي.
سلیمي وویل، «متحده ایالات چې د الشباب او حوثیانو ترمنځ د همکارۍ له امله په رامنځته شوي ګواښ ښه خبر دی، د دې اړیکې د له منځه وړلو لپاره په فعاله توګه د نړۍ والې همکارۍ لټون کوي،»
هغه وویل، «په دغو هڅو کې د حوثیانو مشرانو باندې بندیزونه لګول، سیمه ایزو متحدینو سره د استخباراتي معلوماتو د شراکت پياوړتیا، او په ستراتیژیکو سیمو کې د پوځي شتون زیاتول شامل دي.»
هغه وویل، «هدف دا دی چې د دواړو ډلو ترمنځ د وسلو او مالي سرچینو اکمالاتي لړۍ ګډه وډه شي او د هغوی عملیاتي وړتیاوې کمزورې شي،»
د څارنې اړتیا
شنونکو وویل، د ایران رژیم په افغانستان کې له القاعدې سره همکاري کړې، او ممکن په ورته ډول الشباب ته په افریقا کې د امریکایي ګټو په نښه کولو لپاره د یوې وسیلې په سترګه وګوري.
په انقره کې مېشت د ترهګرۍ ضد چارو شنونکي نیاز محمد منصوري سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم الشباب د پخوا په پرتله کمزوری شوی دی، خو دا د افریقا ښکر کې یو امنیتي ګواښ پاتې دی،»
هغه زیاته کړه، «په سومالیا کې مېشته ډله د نړۍ والې ټولنې دوامدارې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري،»
د دې شبکې د ګډوډولو لپاره په وروستيو اقداماتو کې د الشباب او حوثیانو په مشرانو باندې بندیزونه او په سومالیا او یمن کې د پوځي عملیاتو زیاتوالی شامل دي.
منصوري وویل، په اقداماتو کې د الشباب په اډو او د حوثیانو په پوځي هدفونو باندې د متحده ایالاتو هوايي بریدونه، د وسلو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې هڅې، او د عدن خلیج او سره سمندر کې د متحده ایالاتو او متحدینو د سمندري ګزمو پراخول شامل دي.
هغه وویل، دا ډله له دننه څخه هم له فشار سره مخامخ ده، او یادونه یې وکړه چې القاعده د حوثیانو سره د همکارۍ له امله ایډیالوژیکي زیان سره مخامخ شوې ده، چې کېدی شي «د القاعدې د مشرتابه او غړو ترمنځ داخلي ویش رامینځته کړي.»
![یو امریکایی سرتېری د ۱۳۹۸ لمریز د تلې په ۸مه د سومالیا په بېلډوګل پوځي هوايي ډګر کې د الشباب له خوا له ترسره شوي موټربم برید څخه وروسته په جوړه شوې کنده کې ولاړ دی. امریکایي ځواکونو دغه برید شنډ کړ او ټول وسله وال یې ووژل. [د متحده ایالاتو اردو]](/cnmi_st/images/2025/04/01/49776-shabaab-attack-somalia-585_329.jpg)
دا سمه ده چې د ۲۱مې پیړۍ انسانو د نړۍ د پراختیا او د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره ډېر کار کړی او ډېرې بریاوې یې ترلاسه کړې دي. په دې برخه کې ډېر کار د لویدیځو ساینس پوهانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، جرمني، انګلستان، فرانسې ... د پوهانو لخوا ترسره شوی. مګر وروستیو پیښو، په ځانګړې توګه په شلو کلونو کې په افغانستان، عراق، لیبیا، او سوریه کې جګړو او په دې هېوادونو کې روانې وژنې او په خاصه توګه په غزه کې جګړه داسې یو حالت ته رسیدلې چې د انسان او انسانیت ټول مثبت رنګونه یې له منځه وړي دي. پدې ویډیو کې، یو فلسطیني اوسیدونکی یو زیاته اندازه اوبه اخلي، بیا یې له څو فلټرونو څخه باسي ترڅو د څښاک یو ګیلاس اوبه ترلاسه کړي. دا د انسان په لاس رامنځته شوی حالت دی چې انسانیت ترینه کرکه کوي. الله (ج)، عیسی (ع)، موسی (ع) او د الله رسول محمد (ص) له داسې ظلم څخه کرکه کوي. له افغانستان، لیبیا، سوریې او عراق څخه هاخوا، په غزه کې خلک د پسونو او چرګانو په څېر حلالیږي. ایا دوی د خدای مخلوق نه دي؟ قرآن کریم وايي، "څوک چې د یو انسان ژوند وژغوري، داسې ده لکه د ټول انسانیت ژوند یې چې ژغورلی وي." دا د یو مسلمان د ژوند ژغورلو، د یو یهودي د ژوند ژغورلو، د یو عیسوي د ژوند ژغورلو، د یو هندو او داسې نورو د ژوند ژغورلو یادونه نه کوي. دا یواځې د انسان د ژغورنې خبره کوي. د دې پیغام له لارې، زه د نړۍ په مسؤلو قدرتونو، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو، چې د نړۍ ترټولو پیاوړی هېواد دی او همدارنګه انګلستان، جرمني، او نورو اړوندو قدرتونو چې د انسانیت د هوساینې لپاره یې ډېر کار کړې دی، او همدارنګه په چین او روسیه غږ کوم چې په غزه کې روان ظلمونه ودروي. د نن ورځې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا باید د انسانیت د ه
ځواب ورکړئ2 تبصره
زما په نظر، دا تش شعارونه اوس بې معنا شوي، ځکه چې ټول نړېوال بنسټونه په افغانستان کې د ښځو د زده کړې د حق لپاره غږ پورته کوي، (بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي). په ایران کې د حجاب د اغوستو له امله د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، (بشري حقونو څخه سرغړونه کیږي). په نورو هېوادونو کې، د خبریالانو پر وړاندې هر ډول کوچنی تاوتریخوالی (د بشري حقونو نقض) بلل کېږي. خو په متحده آيالاتو کې، خبریالان د انتقاد حق نه لري. اسرائیل د غزې د بې وسه ولس پر ضد ناوړه، خونړي او ظالمانه جنایتونه کوي. آیا دا هم د حقونو نقض نه ګڼل کېږي؟ په دې نظر سره، د لوېدیځ او امریکا هغه درناوی او وقار چې په نړۍ کې یې لري، ورځ تر بلې له خاورو سره خاورې کېږي.
ځواب ورکړئ2 تبصره