امنیت

پر زندان ناکام برید د الشباب تکتیکي کمزورتیا او د مشرتابه ناکامۍ ښیي

د عمران راپور

د سومالیا د ملي اردو سرتېري د ۱۴۰۲ د کب په ۲۹مه په موګادیشو کې د جنرال داګابادان روزنیز مرکز کې په پوځي تمرین کې برخه اخلي. [اماوري فالټ براون/ای اېف پي]

د سومالیا د ملي اردو سرتېري د ۱۴۰۲ د کب په ۲۹مه په موګادیشو کې د جنرال داګابادان روزنیز مرکز کې په پوځي تمرین کې برخه اخلي. [اماوري فالټ براون/ای اېف پي]

د سومالیا په یوه عمومي زندادان باندې د الشباب ناکام برید یو ځل بیا د القاعدې سره تړلې ترهګرې ډلې تکتیکي بې کفایتي او مخ پر کمزوري عملیاتي ځواک څرګند کړ.

د تلې په ۱۲مه، د الشباب جنګیالیو چې د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستي او پوځي موټرونو کې سپاره ول، هڅه وکړه چې په موګادیشو کې د ځمکې لاندې تر ټولو سخت امنیت لرونکي زندان ګوډکا جیلو باندې برید وکړي. په دغه زندان کې د دې ډلې د غړو په ګډون د هېواد ځینې ډېر خطرناک ترهګر شامل دي.

د دوی هدف د بندیانو خوشې کول او د خپلو کمېدونکيو صفونو پیاوړي کول وو، خو عملیات تقریبا سمدلاسه پای ته ورسېدل.

د سومالیا امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره نفوذي کسان وپیژندل، برید یې شنډ کړ، او د شپږ ساعته نښتې په جریان کې یې ټول بریدګر ووژل.

یو بندي هم ونه توانېد چې وتښتي.

یوه ستره بې عزتي

پوځي شنونکو دا ناکام برید د دغې ډلې لپاره یوه لویه بې عزتي وبلله.

په هرات کې د پوځي شنونکي محمد نسیم حیدري په وینا، که څه هم الشباب پیچلي او خطرناک عملیات پلان کړي وو او د بریالیتوب په اړه یې ډاډ درلود، خو د سومالیا امنیتي ځواکونو هر څه سرچپه کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا حقیقت چې د الشباب جنګیالي د امنیتي ځواکونو په جامه کې پیژندل شوي وو، د دوی تکتیکي کمزورتیا څرګندوي،»

هغه وویل، «دغه برید وښودله چې حتی د پراخ پلان جوړونې سره سره، الشباب نشي کولی خپل هدفونه ترلاسه کړي،»

حیدري وویل، د زندان ناکامه حمله د نا امیدۍ نښه هم وه.

هغه وویل، «الشباب، چې د کسانو له کمښت سره مخامخ دی، هیله درلوده چې د بندیانو په خوشې کولو سره خپلې لیکې پیاوړې کړي، خو دا ناکامي به د دوی د راتلونکو عملیاتو لپاره جدي پایلې ولري،»

دا وروستۍ ماتې د وږي په نیمایي کې د امریکا او افریقایي ځواکونو په اډه کې د یوې بلې ناکامې حملې وروسته رامنځته شوه. په هغه برید کې هم دې ډلې څه زیان ونشوای رسولی.

تکراري ناکامۍ د ډلې د مشرتابه بې کفایتي او پر وړاندې یې د ترهګرۍ ضد فشار ځواک دواړه په ګوته کوي.

مرګ یا زندان

د متحده ایالاتو د هوايي بریدونو او د سومالیا د پوځي عملیاتو شدت د الشباب وړتیاوې نورې هم کمزورې کړې دي.

هوایي بریدونو د هغې پټنځایونه، د وسلو ډیپوګانې او اکمالاتي لارې په نښه کړې، چې د همغږو بریدونو د دوام وړتیا یې له منځه وېوړله.

د زمري په میاشت کې، سومالیايي ځواکونو او د یوګانډا سرتیرو د الشباب له کنټرول څخه د جنوبي ښار برییر ازاد کړ، چې د دې ډلې له خوا د سیمې پر اوسېدونکیو د واکمنۍ شپږ میاشتې موده پای ته ورسېدله.

دغو پرله پسې زیانونو الشباب کمزوری او څنډې ته کړی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي، نظام الدین کبیري، وویل چې دې ډلې د پام وړ سیمه له لاسه ورکړې او د ځواک بیرته ترلاسه کولو لږ چانس لري.

هغه وویل، «په وروستیو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې، د دوی ډېر جنګیالي ووژل شول،»

هغه وويل، «دا چې پوځي فشار دوام لري، د دوی تلفات به هم زیات شي. د نویو جنګیالیو استخدام به دوی سره د متحده ایالاتو، سومالیا او د دوی د افریقایي متحدینو د ګډ پوځي ځواک په وړاندې مقاومت کې مرسته ونه کړي.»

کبیري وویل، «د الشباب جنګیالي یوازې دوه پایلې لري چې یا مرګ دی یا زندان. د هغوی برخلیک په هغه زندان کې لیدل کېدی شي چې څو ورځې مخکې یې پرې د برید هڅه کړې وه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500