تروريزم

د ځواکونو له خوا له الشباب څخه د سومالیا د مهم ښار په بېرته نیولو سره ژوند بېرته راستون دی

د عمران راپور

د سومالیا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال سهل عبداللهی عمر، د زمري په ۱۸مه د کوز شابیل په باریر کې له تازه ازاد شوي ښار څخه لیدنه کوي. [د سومالیا د دفاع وزارت]

د سومالیا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال سهل عبداللهی عمر، د زمري په ۱۸مه د کوز شابیل په باریر کې له تازه ازاد شوي ښار څخه لیدنه کوي. [د سومالیا د دفاع وزارت]

په باریر کې ملکي وګړي د زمري په ۱۷مه د القاعدې پورې تړلي الشباب جنګیالیو څخه د ښار له بیرته نیولو څخه وروسته د خپل ژوند او معیشت بیا رغونه پیلوي، او په دې توګه د شپږو میاشتو اوږده انزوا او وحشت پای ته رسوي.

دې ډلې د کب په میاشت کې ښار نیولی، یو مهم پل یې ویجاړ کړی و چې ځایي ولسونه یې سره پرې کړې وو او د څارویو پر بنسټ اقتصاد یې، چې د بزګرانو او شپانو ملاتړ کوي، ویجاړ کړی و.

د سومالیا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال سهل عبداللهی عمر وویل، «د امنیت په بیرته راګرځیدو سره، د باریر خلک بیا په آزادۍ سره ساه اخیستلی شي، خپله ازادي او نورمال حالت بیرته ترلاسه کوي،»

د ډیلي ایکسپریس یوګانډا په وینا، د ښار ازادول د غبرګولي په نیمایي کې له درې اونیو عملیاتو وروسته پیل شول، چې د سومالیا ملي اردو او یوګانډایي سرتېرو په سومالیا کې د افریقایي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت لاندې همغږي عملیات ترسره کړل.

د متحده ایالاتو سفیر ریچارډ رایلي د زمري په ۲۱مه په موګادیشو کې د AUSSOM د ۱ سکتور د دویم لېول روغتون څخه لیدنه کوي. [په سومالیا کې د متحده ایالاتو سفارت]

د متحده ایالاتو سفیر ریچارډ رایلي د زمري په ۲۱مه په موګادیشو کې د AUSSOM د ۱ سکتور د دویم لېول روغتون څخه لیدنه کوي. [په سومالیا کې د متحده ایالاتو سفارت]

په عملیاتو کې د الشباب له ۱۲۰ څخه د ډېرو جنګیاليو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی، ډېری نور نیول شوي یا ټپیان شوي دي.

د یوګانډا د ولسي دفاعي ځواکونو د مشر پوځي مرستیال ډګروال کریس ماګیزي وویل، «د باریر ارګ څخه کلکه دفاع کېدله او د ارګ هر طرف ته ډزې روانې وې، لاکن ګډو ځواکونو فشار وساته او دښمن یې شاتګ ته اړ کړ،»

ترهګري او ظلم

شنونکو سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې ملګرې ډله په ولس کې ترهګري کوي، او هر هغه څوک په نښه کوي چې د دې ډلې د افراطي ایډیالوژۍ مخالفت کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عزت الله قایم وویل، «د الشباب ترهګر تر خپل کنترول لاندې بې ثباته سیمو کې وحشتناک جرمونه ترسره کوي، سیمه ییز مشران، د دولتي کارمندانو خپلوان، لوستي شخصیتونه او هر هغه څوک چې د دوی مخالفت کوي وژني،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکی، محمد نبي ذاکري وویل، «د الشباب تر کنټرول لاندې سیمې د دوزخ په څېر دي. ځایي خلک له ټولو حقونو څخه محروم دي، په زور ورڅخه حق اخیستل کیږي او اړ کیږي ترڅو د افراطي قوانینو اطاعت وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ترهګرې ډلې د ځایي خلکو سره د یرغمل په څیر چلند کوي. هغوی خلک، په ځانګړې توګه په نوي نیول شویو سیمو کې، شکنجه کوي او خپل مخالفین له منځه وړي،»

بریالی مشارکت

په عملیاتو کې د لوجستیکي مرستې په ګډون، د متحده ایالاتو ملاتړ څخه ګټه پورته شوې ده.

د سفارت په یوه بیان کې ویل شوي، د متحده ایالاتو سفیر ریچارد ریلي د زمري په ۲۱مه په موګادیشو کې د AUSSOM په هالین اډه کې د یوګانډا له ۹ ټپي شویو سرتېرو څخه لیدنه وکړه.‌

د AUSSOM د لومړي سکتور قوماندان، برید جنرال جوزف موسوک سیسموانګا، مننه وکړه او ویې ویل، «موږ به تل د متحده ایالاتو د ملاتړ، هوایي بریدونو، د زخمیانو د تخلیې، د استخباراتي معلوماتو شریکولو او ډېر څه له امله منندوی اوسو،»

د امریکا متحده ایالاتو د الشباب پر وړاندې مبارزه کې د سومالیا ترټولو لوی امنیتي ملګری دی، چې هر کال د روزنې، لارښوونې او ساختماني چارو په شمول په سلګونو ملیونه ډالر امنیتي مرستې چمتو کوي.

سفیر رایلي وویل، «د الشباب پر وړاندې مبارزه یوازې د سومالیا د خوندي ساتلو لپاره نه ده، بلکې د هغو ترهګرو د مخنیوي لپاره ده چې په افریقا او هاخوا کې نورو هیوادونو ته ګواښ جوړوي،»

د سومالیا د دفاع وزارت په وینا، د سومالیا ملي اردو لوی درستېز جنرال اودوا یوسف ریګ د زمري په ۲۲مه د بارییر څخه لیدنه وکړه ترڅو د ثبات هڅو څارنه وکړي او له ځواکونو څخه یې وغوښتل چې «د الشباب پاتې ګواښ له منځه وړلو، د سیمې د ولسونو ساتنې او د امنیتي لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره د روانو عملیاتو سرعت وساتي،»

له پلازمینې موګادیشو څخه یوازې ۷۰ کیلومتره لرې د بارییر بیرته نیول، د غبرګولي په میاشت کې د صابید-انول له آزادۍ څخه وروسته، په دوو میاشتو کې دننه په کوز شبیل کې د الشباب پر وړاندې دویمه لویه بریا ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500