امنیت

موګادیشو د الشباب له شاتګ سره بېرته عادي ژوند ته ستنېږي

لیکوال: عمران

د سومالیا د امنیتي ځواکونو افسران د ۲۰۲۵ کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د موګادیشو په څنډه کې په یوه امنیتي پوسته کې موټرونه او مسافر تلاشي کوي. موګادیشو د څو لسیزو جګړو له خاورو او دوړو راپورته کېږي. [ټوني کارومبا / AFP]

د سومالیا د امنیتي ځواکونو افسران د ۲۰۲۵ کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د موګادیشو په څنډه کې په یوه امنیتي پوسته کې موټرونه او مسافر تلاشي کوي. موګادیشو د څو لسیزو جګړو له خاورو او دوړو راپورته کېږي. [ټوني کارومبا / AFP]

د سومالیا پلازمېنه موګادیشو د کالونو لپاره په القاعده پورې د تړلې ډلې، الشباب، له‌ خوا د ترهګریزو بریدونو او هدفي وژنو شاهده وه.

خو د دې ډلې د ګواښونو د مهارولو لپاره د وروستیو هڅو په پایله کې امنیت بېرته یوڅه ښه شوی او د ښار اوسېدونکو ته یې اجازه ورکړې ترڅو بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

که څه هم امنیتي ګواښونه په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي، خو ورځنیو چارو په تدریجي ډول د شرایطو په ښه کېدو سره بېرته عادي بڼه غوره کړې ده.

هغه امنیتي پوستې چې د سومالیایي ځواکونو له‌ خوا د ښار په دروازو او مرکزي سیمو کې جوړې شوې دي، لا هم د هغو خطرونو څرګنده یادونه کوي چې لا پر ځای پاتې دي.

خو په ورته وخت کې، دا تدابیر د بریدونو په مخنیوي او د نسبي ارامښت په ساتلو کې اغېزمن ثابت شوي دي.

د الشباب له وروستیو خونړیو عملیاتو څخه یو د روان کال د اکتوبر په لومړیو کې ترسره شو،چې دې ډلې د موګادیشو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې پر یوه زندان برید وکړ.

دا پېچلی برید د سومالیا د امنیتي ځواکونو له‌ خوا شنډ شو او ټول بریدګر ووژل شول.

په وروستیو میاشتو کې، سختو امنیتي تدابیرو ښار ته د ورځنیو فعالیتونو د بیا پیل زمینه برابره کړې ده.

بازارونه، سړکونه او د کار ځایونه ډېر بوخت شوي او بېرته عادي ژوند ته د خلکو ستنېدل د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه د محتاط باور څرګندويي کوي.

د ځواک د توازن بدلون

په موګادیشو کې امنیتي لاسته‌ راوړنې په الشباب باندې له پرله‌ پسې پوځي فشارونو سره هم مهاله رامنځته شوې دي..

دا ډله سږ کال په پراخه کچه وځپل شوه، او د کال په لومړیو کې د امریکا هوايي بریدونو د دې ډلې سنګرونه، پټنځایونه او لوژستیکي لارې ویجاړې کړې.

شنونکي وايي، دغو فشارونو الشباب په څرګند ډول کمزوری کړی او د پخوا په پرتله یې د پېچلو بریدونو د ترسره کولو وړتیا سخته راټیټه شوې ده.

د هرات مېشتي سیاسي شنونکي وکیل احمد په وینا، د القاعدې ځپل د موګادیشو لپاره د یو نوي پړاو پیل دی.

هغه وویل، «هر ځای ته چې القاعده تللې، له ځان سره یې مرګ او وېجاړي راوړې ده.»

هغه زیاته کړه، «څو حاله د موګادیشو سړکونه او پلې لارې د هغو بې‌ ګناه خلکو په وینو سري وې چې د الشباب په ترهګریزو بریدونو کې وژل کېدل.»

وفا همدارنګه وویل، «که څه هم الشباب هڅه وکړه موګادیشو پر ګونډو کړي، خو د مرکزي حکومت د امنیتي ځواکونو له‌ خوا د ښار کنټرول د القاعدې لپاره نه جبرانېدونکې ماته ده.»

پرمختګ پرته له ترهګرۍ

د الشباب د ګواښونو له کمېدو سره، د موګادیشو اوسېدونکو خپل کارونه او سوداګري بېرته پیل کړې او د ښاري او ټولنیز پرمختګ بهیر یو ځل بیا په حرکت راغلی دی.

هغه ویره او اضطراب چې په القاعده پورې له تړلي تاوتریخوالي سره تړلی و، راکم شوی او ورځنی ژوند له لا زیات ثبات سره مخ ته روان دی.

سوداګریز فعالیتونه په ازادانه ډول پر مخ ځي او اقتصادي هلې ځلې د دې ډلې له شتون او وېرولو پرته د پراختیا په حال کې دي.

په کابل کې د پوهنتون استاد، فرید احمد صدیق وویل چې جګړې او ترهګرۍ کلونه د سومالیا اقتصاد کمزوری کړ او ډېر خلک یې د فقر کندې ته ټېل وهل.

هغه وویل، «له الشباب پرته به موګادیشو پرمختګ وکړي او د ځايي سوداګریزو فعالیتونو له پراخېدو سره به د فقر کچه راټیټه شي.»

صدیق همدارنګه زیاته کړه، «د موګادیشو اوسنی وضعیت ښيي چې له القاعده پرته ژوند څنګه کولی شي پرمختګ، ارامي او ثبات رامنځ ته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500