تروريزم

القاعده په افریقا کې د پښې اېښودلو د ځای پیدا کولو د هڅو په ترڅ کې له مقاومت سره مخامخ ده

د محمد قاسم راپور

په یوه عکس کې چې په اېکس خپور شوی، د سوماليا ولسمشر حسن شیخ محمود د کب په ۲۸مه د الشباب پر وړاندې د جګړې سرتېرو سره ګوري.

په یوه عکس کې چې په اېکس خپور شوی، د سوماليا ولسمشر حسن شیخ محمود د کب په ۲۸مه د الشباب پر وړاندې د جګړې سرتېرو سره ګوري.

کابل -- په داسې حال کې چې القاعده هڅه کوي چې په افریقا کې نفوذ ترلاسه کړي، دا ډله د خلکو او حکومتونو چې د هغې تاوتریخوالي غندي، له سخت مقاومت سره مخامخ شوې ده.

د القاعدې ملګرو، چې افراطي ایډیالوژي لري، خو په زیاتېدونکي ډول د ځایي واکمنۍ او مالي منابعو په ټینګولو تمرکز کوي، هڅه کړې چې د تاوتریخوالي او فرصت غوښتونکیو اتحادونو له لارې د خپلو ځانونو لپاره ځای برابر کړي.

د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) او الشباب په څېر د القاعدې ملګري، له ساحل څخه نیولې د افریقا ښکر پورې په ټوله لویه وچه کې فعالیت کوي.

هغوی هڅه کړې چې له کمزورو حکومتونو، بې کفایته پوځونو او اقتصادي بحرانونو څخه ګټه پورته کړي او خپلې پراختیا ته وده ورکړي، د قاچاق، غیرقانوني مالیې او چریکي جګړې له لارې خپل فعالیتونه تمویل کړي.

سوماليایي سرتیري د ۱۴۰۲ د کب په ۲۹مه د موګادیشو په جنرال داګه بدان روزنیز مرکز کې په پوځي تمرین کې برخه اخلي. [اماوري فالټ براون/ای اېف پي]

سوماليایي سرتیري د ۱۴۰۲ د کب په ۲۹مه د موګادیشو په جنرال داګه بدان روزنیز مرکز کې په پوځي تمرین کې برخه اخلي. [اماوري فالټ براون/ای اېف پي]

خو د افریقا په لویه وچه کې، چې خلکو په کې د دغې ډلې ترهګري له نږدې څخه لیدلې، د دې ډلې شتون ته هرکلی نه دی ویل شوی.

په افریقا کې د القاعدې د ډله ییزو تلفاتو په بریدونو کې په کینیا او تنزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو کې د ۱۳۷۷ لمرز کال بمي چاودنې شاملې دي، چې له ۲۰۰ څخه ډیر کسان یې ووژل.

په پاریس کې مېشت د ترهګرۍ شنونکي توفیق رحیمي وویل، «په افغانستان، عراق او سوریه کې تېرو تجربو ښودلې چې هر چېرې القاعده پښه ټینګوي هلته تاوتریخوالی او فقر رامنځته کېږي او ټولنیز جوړښتونه سقوط کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افریقا هم له دې څخه مستثنی نه ده،‍»

د ملکي وګړو پر وړاندې ظلم

رحیمي وویل، «القاعده په زوره ماشومان او تنکي ځوانان د سرتېرو په توګه استخداموي، او دوی ځانمرګو بریدونو یا د جګړې لومړۍ کرښې ته تګ ته اړ باسي. ډېرې کورنۍ د دې ډلو له وېرې خپل ماشومان پټوي.»

د ۱۳۹۷ لمریز د کب په میاشت کې، له القاعدې سره تړلیو جنګیالیو د مالي په اوګوساګو کلي باندې برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۶۰ څخه ډیر ملکي وګړي یې ووژل، او دا په لویدیځه افریقا کې یوه له وژونکو ترهګریزو پیښو څخه وه.

د القاعدې په وړاندې مقاومت په ټوله سیمه کې مخ په زیاتیدو دی، د افریقایي اتحادیې ځواکونو په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د سومالیا له پلازمینې موګادیشو څخه د الشباب په اېستلو سره لومړنۍ بریا وښودله، خو دا ډله لا هم په کلیواله سیمو کې فعاله ده.

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د دې ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره چمتووالی نیوه، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د کب په ۲۸مه په موګادیشو کې د الشباب د بمي برید له هڅې څخه ژوندی پاتې شو.

یوه امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، «چاودنه د حمر ججب سیمه کې د سرک په اوږدو کې وشوه، چې د ملکي وګړو یوه ودانۍ یې ویجاړه کړه،»

حکومت وویل، «برید شنډ شو، او ولسمشر په خوندي توګه له پلان سره سم خپل منزل ته ورسېد،»

محمود د الشباب په وړاندې د «بشپړې جګړې» ژمنه کړې، او پوځ د افریقایي اتحادیې ځواک او د متحده ایالاتو د هوایی بریدونو په ملاتړ له سیمه ایزو ملېشو سره په یوه پوځي کمپاین کې یوځای شوی دی.

په انګلستان کې مېشت سیاسي شنونکي محمد اسلم میرزاپور سلام ټایمز ته وویل، «له ځینو سیمه ایزو ډلو سره د القاعدې اړیکو او د هغې بدلیدونکي ستراتیژۍ ته په پام سره، د دې شبکې د مهارولو لپاره اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده،»

هغه وویل، دا نړۍ والې همکارۍ، د سیمه ایزو حکومتونو پیاوړتیا او د ډلې د مشرانو پر وړاندې د هدفمندو عملیاتو ترسره کولو ته اړتیا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه دا نشم تاییدولی چې د القاعدې په څېر کوم شی په نړۍ کې شتون لري، مګ دا یو حقیقت دی چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کوي. دا یو حقیقت دی چې چین او چینایي ځواکونه د مسلمانانو جوماتونه ویجاړوي. دا یو حقیقت دی چې روسیه په اوکراین ظلم کوي. دا یو حقیقت دی چې صهیونستي ځواکونه په فلسطیني ښځو او ماشومانو ظلم کوي، او دا ظلم په تاریخ کې بې ساری دی. سره له دې چې د نړۍ ټول وګړي یې ویني، صهیونستي ځواکونه فلسطیني ماشومان وژني، ښځې کونډې کوي او د بې ګناه خلکو کورونه ویجاړوي. مرګ په ککړ پاکستان. مرګ په خبیثو چینایي ځواکونو. مرګ په ظالمو روسانو چې بې ګناه اوکراینیان وژني. مرګ په خبیثو صهیونستي ځواکونو چې ملکي وګړي وژني، په ځانګړې توګه فلسطیني ښځې او ماشومان.

ځواب ورکړئ

د لیکنې پښتو بڼه ډېره ښکلې ده، خو دا چې محتوا یې زما خوښه شوه که نه، دا خبره نو د تأمل وړ ده. پوښتنه دا ده چې دا القاعده اصلا ده څه شی؟ خر دی؟ غویی دی؟ پړانګ دی؟ دا څه شی دی؟ که دا کومه ډله ده، کله جوړه شوې ده؟ دفتر یې چېرې دی؟ دا هسې تبلیغات دي. که تاسو په ریښتیا د ترهګرو مخالف یاست، بیا د پاکستان پوځ او استخبارات راونیسئ چې لاسونه یې هم د افغانانو په وینو سره دي او هم د امریکایانو. دا القاعده او داعش هسې چټیات دي.

ځواب ورکړئ