په وروستیو کلونو کې د القاعدې او د هغې د ملګرو د عملیاتي وړتیاو کمیدو سره سره، د ترهګرۍ ضد ځواکونو په دې ډلو خپل کلک فشار ساتلی دی.
له جوړښتي کمزورتیاوو سره، دوی د نوي تکتیکونو په غوره کولو او له سایبر سپیس څخه په ګټې اخیستنې سره بیارغېدنې ته دوام ورکوي.
ایتلافي ځواکونه، په ځانګړې توګه په افریقا او منځني ختیځ کې، د کلیدي فعالانو په نښه کولو او له منځه وړلو باندې تمرکز کوي.
د نیو امریکا د څېړنیزې موسسې په وینا، چې د افریکام معلومات تعقیبوي، د متحده ایالاتو د افریقا قوماندانۍ (افریکام) د سږ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په سومالیا کې لږترلږه ۸۰ هوایی بریدونه ترسره کړي دي.
د دغو بریدونو له نیمایي څخه زیات، چې د سومالیا د فدرالي حکومت سره په همغږۍ ترسره شوي، د داعش غړي په نښه کړي، په داسې حال کې چې پاتې نور یې په هېواد کې د القاعدې ملګري الشباب باندې متمرکز وو.
د دوامدار فشار اړتیا
د ترکیې په مرکز انقره کې مېشت د امنیتي چارو کارپوه آصف طاهري وویل، «القاعده او ملګري یې ممکن د یوې لسیزې دمخه په پرتله اوس کمزوري وي، لاکن دا کمزورتیا باید داسې ونه ګڼل شي چې ګواښ پای ته رسېدلی دی،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان، یمن او سومالیا کې تجربو ښودلې چې دا ډلې له هر ډول امنیتي تشې څخه ګټه پورته کوي،»
هغه زیاته کړه، «کله چې د ترهګرۍ ضد ځواکونه نظامي فشار زیاتوي، القاعده د معلوماتو جګړې او تبلیغاتو په لور حرکت کوي، له همدې امله نظامي فشار باید د سیاسي او اقتصادي اقداماتو سره مل وي،»
طاهري وویل، «که دا فشارونه ودریږي، ډلې بیرته ځواکمنېږي، له همدې امله ایتلافي ځواکونه د القاعدې د کمزوري کېدلو څخه وروسته هم د دوی په مشرانو او کلیدي مرکزونو باندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي،»
د افراطیانو د ایډیالوژۍ پر وړاندې مبارزه
په لندن کې مېشت د نړۍ وال امنیت شنونکي علي اکبر محمدي د جګړې څو اړخیز ماهیت تشریح کړ، او ټینګار یې وکړ چې ایتلافي ځواکونه باید نه یوازې خطرناک ترهګر او د وسلو قاچاق شبکې له منځه وېسي، بلکې د ایډیالوژیک نفوذ مخه هم ونیسي.
هغه وویل، «په سومالیا، سوریه او د شمالي افریقا په ځینو برخو کې، پوځي عملیات پرته له ځنډه دوام لري، لاکن په فزیکي توګه د ترهګرو د له منځه وړلو څخه ډېر مهم د هغوی د استخدام د دوران ماتول دي،»
هغه زیاته کړه، «که چېرې ایتلافي ځواکونه یوازې په هوایی بریدونو تکیه وکړي، القاعده کولی شي د سیمه ایزو خلکو د قربانیانو په توګه د ښودلو سره پلویان جلب کړي، له همدې امله، د نرمو اقداماتو سره د پوځي ځواک انډول کول خورا مهم دي، او دا هغه څه دي چې نړۍ واله ټولنه باید په ښه توګه پرې پوه شي.»
محمدي وویل چې روان فشار د القاعدې د عملیاتي وړتیاوو د بیارغېدنې مخه نیسي، او په ورته وخت کې د سومالیا، یمن او افغانستان په څېر هېوادونو کې د زیان منونکو ټولنو لپاره امنیت ښه کوي.
په کابل کې مېشت د نړیوالو اړیکو شنونکي مختار موسوي وویل، «بې ثباتي تل د هېوادونو لپاره یوه لویه کمزوري وه، او القاعده په سمه توګه له دې کمزورۍ څخه ګټه پورته کوي،»
هغه زیاته کړه، «په ترهګرۍ ځپلو هېوادونو کې، کله چې حکومتونه د اساسي خدمتونو او امنیت په برابرولو کې پاتې راځي، القاعده تشه ډکوي. له همدې امله د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ باید د ترهګرو له منځه وړلو هاخوا لاړه شي،»
موسوي وویل، «د دغو هڅو په لړ کې باید ځایي ځواکونه و روزل شي، سرحدونه خوندي کړای شي، بېخبناوې بیا و رغول شي، او اقتصادي فرصتونه رامنځته کړای شي. له دې پرته، حتی ترټولو بریالي پوځي عملیات به یوازې لنډمهاله پایلې ولري.»
![د متحده ایالاتو د هوایی ځواک اېف – ۱۶فالکن جنګیالۍ الوتکه د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۰مه سهار وختي په هوا کې د تېلو اخیستو ماموریت په جریان کې الوتنه کوي څو په افریقا کې د عملیاتو ملاتړ ترسره کړي. [بریدمن ټریور ټي. مکبرایډ / د متحده ایالاتو هوایی ځواک]](/cnmi_st/images/2025/09/22/52040-6487644333-585_329.jpg)