کابل -- په بېلابېلو سیمو کې وروستیو ترهګرۍ ضد عملیاتو وښودله چې څنګه دوامدار نړیوال فشار د عراق او سوریې اسلامي دولت (داعش) عملیاتي وړتیاوې په جدي توګه کمزورې کړې دي.
دا ډله، چې پخوا ترې ویره کېده، اوس د سیمې د شنونکو په وینا، د ځمکني کنټرول پر ځای پر خورو ورو ډلګيو او انلاین پروپاګنډو تکیه کوي.
د دغه تخریب پراخوالی د اګست په میاشت کې د یو لړ عملیاتو له لارې څرګند شو.
د اګست په ۱۳مه په افغانستان کې چارواکو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان (داعش - خ) یوه شبکه له منځه یوړه، چې په پایله کې یې سیمییز قوماندان حاجي موسی او څو تنه نور ملګري یې ووژل شول.
یوه ورځ وروسته یې، دوی د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د داعش-خ بل کلیدي غړی له درې راکټونو سره چې پر ښار يې د بريد تکل لره ونیو.
پنځه ورځې وروسته د سوریې په شمالي ښارګوټي اتیمه کې، امریکايي ځواکونو د داعش یو لوړپوړی مالي مسوول وواژه چې په ټوله سیمه کې د پراخو شبکو د اړیکو په ساتلو سره یې په سوریه او عراق کې د بریدونو پلان درلود.
مجازی ګواښ
دا بریدونه، د شنونکو په وینا، د ترهګرۍ په ډګر کې یو پراخ بدلون ښيي.
د کابل مېشته سیاسي شنونکي محمد شفیع نظامي وویل: «داعش ډېر کمزوری شوی او د جګړې په ډګر کې یې خپل شتون تر ډېره په مجازي فضا پورې محدود کړی دی.»
د دې ډلې فزیکي ځواک له هغه څه څخه ډېر کم دی چې دوی یې په انلاین ډول ترویجوي.".
نظامي زیاته کړه، ترهګرې ډلې د خپلې پخوانۍ خاورې له ۹۵ سلنې څخه ډېره برخه له لاسه ورکړې ده، چې پاتې عملیاتي غړي یې پټېدو ته اړ کړي او د ځمکنۍ واکمنۍ پرځای یې پر آنلاین استخدام او تبلیغاتو باندې تکیه زیاته کړې ده.
د داعش د مشر ابوبکر البغدادي مړینې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د دغې ډلې د تشکیلاتی جوړښت د له منځه وړلو بهیر چټک کړ، چې د مشرتابه تشې یې رامنځته کړې او هېڅکله په کافي اندازه نه دي ډکې شوې.
د کابل مېشته سیاسي شنونکي محمد کاظم حسيني وویل: «د هغه له مړینې وروسته، داعش له مدیریتي او تشکیلاتی کمزوریو سره مخ شوی دی.»
هغه زیاته کړه، دا ډله د خپلو عملیاتو د اغېزمنې همغږۍ لپاره یو متحد مشرتابه نه لري.
د مشرتابه سیستماتیک له منځه تګ د دې ډلې په سلسله مراتبو کې یو لړ اغیزې رامنځته کړې.
د شنونکو په وینا، د مرکزي قوماندې جوړښتونو په نه شتون کې سیمییزو څانګو خپلواکې اجنډاوې تعقیب کړي، چې د همغږۍ او ستراتیژیکې اغېزمنتیا د لا کمزوري کېدو لامل شوې دي.
نړیوال اغېز
د نړیوالو نظامي فشارونو له امله داعش نه دی توانېدلی چې په بېلابېلو سیمو کې خپلې وړتیاوې بیا ورغوي.
حسینی وویل: «نړیوالو ترهګرۍ ضد هڅو د داعش ملا ماته کړې ده.» هغه زیاته کړه: «له دغه ډول پوځي فشار پرته به دې ډلې یو ځل بیا ښارونه نیولي او ډلییزې وژنې به یې ترسره کړې وای.»
په هرات کې د پوهنتون یو استاد فیصل عظیمي وویل: «په ټوله نړۍ کې، که هغه په افغانستان، پاکستان ، منځني ختیځ، یا بل هر ځای کې وي، ترهګریز بریدونه کم شوي دي.»
عظیمي ټینګار وکړ: «په ټوله نړۍ کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره باید له ترهګرۍ سره مبارزه روانه وي.»
«که چیرې نظامي فشار کم شي، د دې خطر شتون لري چې داعش او نورې ترهګرې ډلې بېرته پیاوړې شي.»
د تاوتریخجنو او افراطي ډلو شړلو په پخوانیو نیول شویو سیمو کې ملکي وګړو ته دا زمینه برابره کړې چې خپلې ټولنې او بنسټونه بیا ورغوي او د ژوند د کیفیت او اقتصادي پرمختګ لپاره ښه شرایط برابر کړي.
عظیمي وویل، د دغو لاسته راوړنو ساتنه دوامدارېنړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري،او ټول هېوادونه او ټولنې باید د دوامدار ثبات او امنیت په ټینګښت کې فعال رول ولوبوي.
