رسنۍ

داعش په منځني ختیځ کې د نفوذ په کمېدلو سره خپله توجه افریقا ته اړوې

د محمدقاسم راپور

د نایجیریا د بورنو ایالت انګوا کلی د اسلامي دولت د لویدیځې افریقا څانګې تر برید وروسته، چې ۱۵ کلیوال یې ووژل، سوځي. [عکس د غوایي په ۲۹مه په اېکس خپور شوی دی]

د نایجیریا د بورنو ایالت انګوا کلی د اسلامي دولت د لویدیځې افریقا څانګې تر برید وروسته، چې ۱۵ کلیوال یې ووژل، سوځي. [عکس د غوایي په ۲۹مه په اېکس خپور شوی دی]

شنونکو سلام ټایمز ته وویل، په منځني ختیځ کې له پرله پسې ماتو څخه وروسته، په ستراتیژیک ډول د بیا تنظیم په لړ کې، داعش خپل رسنیز عملیات او نظامي فعالیتونه افریقا ته لېږدولي دي.

په لندن کې مېشت سیاسي شنونکي سید حسین صافي وویل، داعش د خپل عروج په بهیر کې، د الرقه او موصل په ګډون مهمو ښارونو له لاسه ورکولو څخه مخکې، د سوریې او عراق مهمې برخې تر کنټرول لاندې لرلې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش اوس خپل ډېری تبلیغات په افریقا کې د عملیاتو په اساس تولیدوي،»

د ویډیوګانو، عکسونو، اعلامیو او آنلاین مجلو په ګډون، د دې ډلې وروستي رسنیز مواد اوس په ځانګړې توګه په مالي، نایجر، سومالیا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د هغوی د ملګرو عملیات ښیې.

صافي وويل، «دا په فعاليت کې جغرافيايي بدلون، په افريقا کې په استخدام باندې تمرکز، او د ډلې د دوامدار حضور د تائيد لپاره د رسنيو کارول په ګوته کوي،»

هغه زیاته کړه، «که څه هم دې ډلې هيڅکله په هيڅ ځای کې دوامدارځايي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، خو اوس هڅه کوي چې په څو افريقايي هېوادونو کې د امنيتي تشو، کمزورو حکومتونو او ځايي شکايتونو څخه ګټه پورته کړي او خپل ځان بیاجوړ کړي،»

دغه ستراتيژيک بدلون د ترهګرۍ ضد شدیدې هڅې پیل کړي، چې په دې لړ کې متحده ایالاتو، فرانسې او ګڼ شمېر افريقايي هېوادونو ګډ عمليات پيل کړي چې په کې د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو څخه نيولې له ځايي پوځونو سره د استخباراتي تر ملاتړ پورې چارې شاملې دي.

په کاناډا کې مېشت سياسي شنونکي محمد زمان سيال سلام ټايمز ته وويل، دا چارې د دغه ګروپ د قوماندې جوړښت په جدي توګه له منځه وړلو کې بريالي شوي دي، چې ډېر مشران يې وژلي يا له ځايي شبکو څخه جلا کړي دي.

هغه وويل،‌ «په عراق او سوريه کې سخت فشار، د مرکزي قوماندې سقوط، او د یوه فعال دولت د جوړولو په برخه کې ناکامي د داعش له خوا د خلافت جوړونې انځور له منځه وړی دی،»

سيال وويل، «داعش اوس په یوه غیرمتمرکز ګروپ باندې اوښتی چې نیمه خپلواکې څانګې لري. د افريقا په لور بدلون د لوېديځو ائتلافونو او ځايي ځواکونو د بې ساري فشار په نتیجه کې يو طبيعي غبرګون دی.»

جغرافیوي بدلون

په تهران کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محی الدین احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش د مرکزي قوماندې جوړښت د مهمو مشرانو د وژلو او د ارتباطي لینونو له ماتېدلو څخه وروسته په بشپړه توګه له منځه تللی دی،»

هغه وویل، «ډېری سیمه ایزې ډلې یا مشرتابه ته روښانه وفاداري نه لري یا په خپلواکه توګه فعالیت کوي،»

هغه زیاته کړه چې په ټوله افریقا کې ځایی خلکو په لویه کچه د داعش شتون رد کړی، ځکه چې ډیری وختونه د دې ډلې د تاوتریخوالي لومړني قربانیان ګرځي او په دې کار سره یې په دې سیمو کې د دې ډلې پراختیا محدوده کړې ده.

خو وروستي بریدونه د دې ډلې وژونکی شتون په ګوته کوي.

د مرغومي په میاشت کې، داعش په نایجریا کې د برید ادعا وکړه چې له ۲۰ څخه ډېر سرتیري یې ووژل، په داسې حال کې چې د غوایي په میاشت کې، له داعش سره تړلو وسله والو د موزمبیق د نیاسا د حیواناتو خوندي سیمه کې، چې د افریقا له لویو خوندي سیمو څخه دی، یو لړ وژونکي بریدونه پیل کړل.

ګارډین راپور ورکړ چې بریدونو د غیرقانوني ښکار ضد انضباطانو او سرتېرو په ګډون، لږترلږه ۱۰ کسان ووژل. د هغوی له ډلې څخه د دوو کسانو سرونه په یوه سفاري کمپ کې پرې کړای شوي دي.

دغه تاوتریخوالي نږدې ۲۰۰۰ کلیوال مجبور کړل چې له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شي او د خوندیتابه فعالیتونه یې وځنډول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500