تروريزم

داعش د پلویانو له خوا د سومالیایي قوماندان د مشروعیت په هکله د پوښتنو له امله خپل ملاتړ له لاسه ورکوي

د عمر راپور

یو ژورنالست د ۱۳۹۹ لمریز د لړم په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې له خوا د ۲۲ کسانو له وژل کېدلو وروسته د کابل پوهنتون د ویجاړتیا کتنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ژورنالست د ۱۳۹۹ لمریز د لړم په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې له خوا د ۲۲ کسانو له وژل کېدلو وروسته د کابل پوهنتون د ویجاړتیا کتنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل – کارپوهان وایي، د یوه غالب شخص په توګه د سومالیایي تبعه عبدالقادر مؤمن راپورته کېدل، چې متحده ایالاتو ترهګر نومولی دی، له دغې افراطي ډلې څخه د کسانو د تېښتې سبب شوي دي.

دا له دې امله چې د داعش ډېری پلویان مؤمن غیرمشروع ګڼي، او وایي چې نوموړی له قریش قبیلې سره هېڅ تړاو نه لري، عرب نه دی، او دا د یادې ډلې د دودیزو شرایطو او ځواک له جوړښت سره په ټکر کې دي.

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي او د پوهنتون استاد عبدالکریم سکندري سلام ټایمز ته وویل، داعش په تېرو وختونو کې هڅه کړې چې د خپلو مشرانو لپاره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نسب په ادعا سره ملاتړ ترلاسه کړي، خو دغه ادعا اکثر وختونه تر پوښتنې لاندې وه.

هغه وويل، «دې ادعا احساساتي او مذهبي هڅول شوي ځوانان د داعش لیکو ته جذب کړل،» خو لکه څنګه چې مؤمن په دوامداره توګه د ډلې د ځواک جوړښت کې خپل نفوذ پراخ کړی دی، ډېری غړي اوس له ډلې څخه لیرې کیږي.

سکندري وویل، د عربي مشرتابه د اساسي فلسفې په پریښودلو سره، «اوسني مشرتابه داعش د له منځه تللو څنډې ته رسولی دی.»

هغه زیاته کړه، د داعش اصلي هسته ډیره کمزورې شوې ده.

د مشرتابه بحران ژورېږي

شنونکي وايي، د داعش د پیروانو تیښته ګړندۍ شوې ده ځکه چې د ډلې د مشرتابه خلا ورځ تر بلې لا پسې څرګندېږي.

په ۱۴۰۲ لمریز کې په سوریه کې د ابو الحسین الحسیني القریشي له منځه تګ څخه وروسته، داعش هڅه وکړه چې د ابو حفص الهاشمي القریشي د خپل پنځم مشر په توګه اعلان کړي.

خو شنونکي د ابو حفص القریشي شتون، په ځانګړې توګه له دې امله چې مؤمن، چې باور کیږي له سومالیا څخه د داعش د ولایتونو عمومي اداره پرغاړه لري، په افریقا کې خپل نفوذ پراخوي، تر پوښتنې لاندې بولي.

په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، د رسمي اعلان شوي عربي مشر سره سره، د افریقایي قوماندان د شهرت زیاتوالی، د داعش دننه ژور اختلافات منعکس کوي.

هغه وویل، «په مختلفو هیوادونو کې د داعش مختلفې څانګې خپلې ګټې تعقیبوي او هڅه کوي چې خپلواکه رهبري وساتي،»

بلوچ وویل، «په دې وروستیو کې، داعش په افریقایي هیوادونو کې ډېره وده کړې، له همدې امله یو افریقایي شخص د ډلې د لوړ پوړي مشر په توګه راڅرګند شوی دی.»

یووالی له لاسه ورکول

دا بدلون څرګندوي چې داعش څنګه د خپل ادعا شوي مذهبي صداقت په پرتله عملیاتي ځواک ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي وویل، «که څه هم د داعش د ټولو څانګو په ایډیالوژۍ کې وینه تویول او د خلکو وژل شامل دي، دوی نور ګډ هدفونه نه لري او نه هم متفق علیه مشرتابه قبلوي،»

بلوچ وویل، «داعش په مختلفو هیوادونو کې وېشل شوی، او خپل پخوانی یووالی یې له لاسه ورکړی دی.»

په نیمروز کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالصبور نېکمل په وینا، دا ټوټه ټوټه کېدل د داعش اصالت منعکسوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش په ۱۳۹۳ کال کې له القاعدې څخه جلا شو او په منځني ختیځ کې د القاعدې د ناکامې رهبرۍ څخه د نارضایتۍ له امله یوه خپلواکه ترهګره ډله شوه،»

نېکمل وویل، «اوس، یوه لسیزه وروسته، داعش له ورته برخلیک سره مخامخ دی -- د هغه مشرتابه په خپلو ټولو څانګو کنټرول له لاسه ورکړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چټل داعش ذکر پرېږده. راځئ د ټرمپ په اړه وغږېږو. ټرمپ وايي: "امریکا بېرته راغلې ده."

ځواب ورکړئ