له نږدې یوې لسیزې راهیسې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي موسسات د تاوتریخوالي په یو لړ بریدونو سره په نښه کړي دي.
کارپوهان وايي چې په تعلیمي نظام د دې ډلې بریدونه د یوې داسې قصدي ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي د تعمیل شوې ناپوهۍ له لارې په خلکو باندې کنټرول ترلاسه کړي.
د هرات پوهنتون استاد عبدالکریم سکندري سلام ټایمز ته وویل، «د داعش توره او غیر انساني نظریه په هغه ځای کې وده کوي چې پوهه او تعلیم په کې نه وي،» او یادونه یې وکړه چې «هیڅ لوستی او باخبره کس د داعش د کړنو ملاتړ نه کوي.»
هغه وویل، «هرڅومره چې یوه ټولنه ډېره لوستې او روښانه کیږي، هومره په هغې ټولنه کې د داعش نفوذ او شتون له منځه ځي او له ماتې سره مخامخ کیږي،»
د جینوا کال او د جنیوا د نړۍ وال بشردوستانه قانون او بشري حقونو اکاډمۍ د ۱۴۰۱ د یوې څېړنې له مخې په تعلیمي نظام باندې بریدونه له اسلامي اصولو څخه سرغړونه ده.
دغه څېړنه د اسلامي عالم محمد هاشم کمالي په حواله وايي، «پخواني او اوسني اسلامي عالمان د ماشومانو په نښه کول حرام بولي، او د ښوونځیو په نښه کول حرام ګڼي،»
هغه وویل، «پر دې سربېره د علم زده کړه په قرآن او حدیثو کې فرض ګڼل شوې ده.»
سکندري وویل، له دې سره سره هم د داعش خراسان څانګې په تعلیمي ادارو او ښوونکو باندې پرله پسې بریدونه کړي دي.
د وږي په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي برید د کابل په قلعه بختیار سیمه کې د پوهنتون د یوه استاد په ګډون شپږ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
د ۱۴۰۱ د وږي په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې په کابل کې د کاج تعلیمي مرکز کې تر ۵۰ زیات زده کوونکي ووژل، او د ۱۳۹۹ د لړم میاشت کې یې په کابل پوهنتون برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل.
په ۱۳۹۹ کال کې د کابل د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز برید ۳۰ تنه ووژل او تر ۷۰ زیات یې ټپیان کړل، چې ډېری یې ماشومان او تنکي ځوانان وو.
او د ۱۳۸۷ د زمري په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې په کابل کې موعود تعلیمي مرکز په نښه کړ، چې نږدې ۵۰ کسان چې اکثر یې تنکي ځوانان وو، ووژل.
د بشري حقونو د څار موسسې په وینا، دا بریدونه حتی د ژوندي پاتې کسانو لپاره «اوږدمهالې اقتصادي سختۍ ، دوامدار فزیکي او رواني روغتیایي زیانونه او د زده کړو پر وړاندې نوي خنډونه رامینځته کوي،»
د ښځو تعلیم په نښه کول
په هرات کې یوې ښوونکې رقیې حیدري سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګې په څېر ترهګرې ډلې موخه لري چې د ښځو د تعلیم د مخنیوي له لارې په ټولنه کې افراطیت او بې سوادۍ ته وده ورکړي،»
حیدري وویل، د داعش خراسان څانګې بقا د یوه نالوستي مرکز شتون پورې تړلې ده، او زیاته یې کړه چې، «څومره چې په یوه ټولنه کې د بې تعلیمه ځوانانو شمېر لوړ وي، د داعش لپاره دا اسانه ده چې هغوی د عسکرو په توګه استخدام کړي او د هغوی له لارې خپل اهداف ترسره کړي.»
په هرات کې مېشت د مدني ټولنې فعال پروېز صدیق سلام ټایمز ته وویل، «په تعلیمي مرکزونو باندې د بریدونو هدف په ټولنه کې وېره او ترهه رامنځته کول دي چې ځوانان له زده کړو څخه بې برخې کړي،»
هغه وویل، «داعش د لوستو کسانو له ټولنې څخه وېره لري. کله چې په ټولنه کې د سواد او پوهې کچه لوړه شي، د داعش خراسان څانګې د افراطي ایډیالوژیو لپاره به نور ځای پاتې نشي.»
علي
ځواب ورکړئ3 تبصره
ډېر ښه
ځواب ورکړئ3 تبصره
زده کړه ډېره ښه ده ځکه چې لیک لوست د الله تعالی یو لوی نعمت دی.
ځواب ورکړئ3 تبصره