امنیت

په افغانستان کې د ښوونکیو لپاره زیاتیدونکي ګواښ اندیښنې راپورته کړي دي

د محمدقاسم راپور

افغان ماشومان د غوایي په ۳مه د خوست ولایت په سراباغ سیمه کې په ازاده فضا کې درس لولي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان ماشومان د غوایي په ۳مه د خوست ولایت په سراباغ سیمه کې په ازاده فضا کې درس لولي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د بشري حقونو د فعالانو او سیمه ییزو رسنیو په وینا، په افغانستان کې د تعلیمي موسسو او ښوونکو په نښه کولو په برخه کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

په سوېس کې مېشتې یوې غیر انتفاعي موسسې، اېنسکیوریټي اېنسایټ، د لړم په ۸مه راپور ورکړ چې یواځې د وږي په میاشت کې پنځه لویې پیښې رامنځ ته شوې.

دغو پېښو، چې ګواښونه، ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې په کې شامل دي، او د داعش خراسان څانګې او نامالومو وسله والو له خوا ترسره کیږي، تعلیمي ادارې له ستونزو سره مخامخ کړي او د خلکو ژوند یې اخیستی دی.

د وږي په ۱۲مه د کابل په قلعه بختیار سیمه کې د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بریدګر د پوهنتون د یوه استاد په ګډون شپږ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

تاوتریخوالی د وږي په ۱۳مه هم دوام وکړ چې په ترڅ کې یې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د ریاضي یو ښوونکی په ډزو ووژل شو.

په همدې ورځ د مزارشريف ښار د احمدشاه مسعود د لېسې يو ښوونکی دوه ناپېژاندو موټر سايکل سپرو وسله والو په ډزو وواژه او له سيمې څخه وتښتېدل.

د تلې په ۴مه چارواکو په خوست ولایت کې له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او زده کوونکي یې و ګواښل، او هغوی ته یې د ږیرو پرېښودلو امر وکړ.

د تلې په ۸مه درې تنو په پنجشېر کې د بي بي آمنې نجونو ښوونځی وسوځاوه.

اېنسکیوریټي اېنسایټ مخکې راپور ورکړی وه، چې د چنګاښ په ۳۰مه د کابل ښار په پل سرخ سیمه کې د ابوریحان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس توقیف شوی او وهل شوی دی.

د کب په ۲مه د هرات ولایت د روشن ضمیران خصوصي ښوونځي مدیر د نامالومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

زیاتېدونکې اندېښنې

دغو بریدونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په ترڅ کې د ښوونکیو د خوندیتوب او د ښوونې او روزنې د راتلونکي په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د کابل پوهنتون پخواني استاد محمد موسی کریمي چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، وویل، په داسې حال کې چې افغان نجونې لا له وړاندې زده کړو ته له لاسرسي څخه محرومې شوي، د ښوونکو په نښه کول د افغانستان د پوهنې پر سکتور یو بل برید دی.

هغه وویل، «له بده مرغه ترهګرې ډلې غواړي چې د افغانستان تعلیمي بنسټونه ویجاړ کړي. هغوی په دې کار کوي ترڅو افغان ولس په بشپړه تیاره کې وساتي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان دښمنان له لوستو افغان ځوانانو څخه وېره لري ځکه دوی پوهیږي چې باخبره کسان د دوی د ویجاړونکو پلانونو مخه نیولی شي. له همدې امله دوی هوډ لري چې افغانان له زده کړو څخه منع کړي.»

په اتریش کې مېشت افغان سیاسي شنونکي، نبي الله فاطمي وویل، اوسني چارواکي په هیواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې د پرېکنده عمل پرته بله چاره نه لري.

هغه وویل، «که حکومت د داعش خراسان څانګې په څېر ډلو سره د مبارزې لپاره وسایل نه لري، باید د نړۍ والې مرستې غوښتنه وکړي. نړۍ واله ټولنه چمتو ده چې د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.»

فاطمي وویل، یو شمېر ترهګرې ډلې اوس مهال په افغانستان کې فعالیت کوي، چې د داعش خراسان څانګه د دوی ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د داعش خراسان هدفونه د افغانستان له پولو وړاندې غځېږي.

هغه وویل، «د دې لپاره چې نورو هېوادونو ته د داعش خراسان څانګې د پراخېدا مخه ونیول شي، دې ته جدي اړتیا ده چې پر ضد یې هڅې همغږې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د ښوونکي حېثيت او مقام د وخت هر يو واکمن دومره راغورځولی لکه ښوونکي ته چې هېڅ اړتيا نه وي دغه ډول پېښې د ښوونکي تر نهرې خېټې ډېرې اندېښنونکي ندي ددې هېواد ښوونکی د غربت او بې وسۍ څپېړو دومره وهلی چې نورو وهلو ته يې اصلاً اړتيا نده پاتې

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ښوونکیو پر ضد ناوړه چلند له څو لسیزو راهیسې روان دی. اصلا په افغانستان کې چې کمونستانو واک ترلاسه کړ هغوی په تعلیمي نظام کې مداخله پيل کړه. هغوی د افغانستان ملي او مذهبي اقدار په کمونستي او الحادي ارزښتونو باندې واړول. د دې پر ځای چې په تعلیمي نصاب کې د افغانستان ملي او مذهبي ارزښتونه وڅېړل شي، شوروي پلوه خلق ګوند د خپلې سیاسي نظریې مسایل په کې ځای کړل. د افغانستان په مذهبي ټولنه کې په تعلیمي نصاب مثلا په فزیک کې داسې مواد ځای شول لکه د یوه هلک او نجلۍ تر منځ دومره فاصله ده... د دوی تر منځ د جذب قوه څومره ده؟ :) احمقانه. دغو چټیاتو دې ته زمینه برابره کړله چې خلک له مکتبونو او معلمانو نه زړه توري شي او د بې دینۍ ټاپه پرې ولګېږي.

ځواب ورکړئ

تر څو چې په هېواد کې هر اړخیز امنیت رامینځته نشي، دا ډول امنیتي پیښې به حتمي پیښیږي. په 1979 کال کې پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته، چې تر 1988 کال پورې یې دوام درلود، او په سلګونو زره سپکې او درنې وسلې افغانستان ته راوړل شوې، او بیا په افغانستان کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د انارشيستي رژیم په ترڅ کې، چې د روسانو لخوا یې ملاتړ شوی و، په ټنونو وسلې افغانستان ته راوړل شوې. له یوې خوا، روسانو د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ته وسلې ورکړې او د هغه د حکومت لپاره يې جعلي بانکنوټونه چاپ کړل، له بلې خوا، د افغانستان د اوږدې مودې دښمنانو؛ ایران او پاکستان، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د عبدالعلی مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ډلو ملاتړ وکړ، چې 99٪ غړي يې هزاره شیعه ګان ول، او هغوی ته يې وسلې او تجهیزات ورکړل. له بلې خوا، عبدالرب رسول سیاف د سعودي عربستان له خوا ملاتړ شوی و، او عبدالرشید دوستم، چې د ګلم جم ملیشو مشر و، له ترکیې او ازبکستان څخه مالي ملاتړ او وسلې ترلاسه کړې. د دې پایله دا شوه چې هغوی ټول یو پر بل بریدونه وکړل، او بالاخره د کابل ښار ویجاړ شو، د پلازمینې او ولایتونو اسانتیاوې ویجاړې شوې، او په لسګونو زره افغانان ووژل شول، او د وژنو لړۍ تر اوسه دوام لري. موږ د طالبانو په مشرۍ له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو ترڅو له هند، اروپایي هېوادونو او متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او افغانستان د دې هېوادونو د ټیکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو څخه ګټه پورته کړي. که نه نو، افغانستان به یو ځل بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مشرۍ د ترهګرۍ مرکز جوړ شي، چې د افغانستان پر خلکو به منفي اغېز ولري، او پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا افغانان وپلوري، او دوی به د متحده ایا

ځواب ورکړئ