شنونکو وویل، د داعش د قدرت لړۍ له منځني ختیځ څخه، چیرته چې دا ډله ریښې لري، افریقا ته لیږدول شوي، چې ورسره سومالیایي الاصله عبدالقادر مؤمن د یوه مهم شخصیت په توګه سر راپورته کوي.
داسې باور کیږي چې مؤمن، چې په نکریزو سرې ږیرې او ځانګړیو عینکو ښه پیژندل کیږي، له سومالیا څخه د ولایتونو عمومي اداره ترسره کوي.
د افراطیت د مطالعاتو د نړۍ وال مرکز کارکوونکي تور هامینګ ای اېف پي ته وویل، «هغه تر ټولو مهم کس دی، تر ټولو پیاوړی، هغه څوک دی چې د داعش نړۍ واله شبکه کنټرولوي،»
د ځواک دغه بیا تنظیم په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو د ترهگرۍ ضد بریالیو عملیاتو څخه وروسته رامنځته کیږي چې د داعش د مشرتابه دودیز جوړښت یې له منځه وېوړ.
په سوریه کې امریکايي ځواکونو د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې د دغې ډلې بنسټګر ابوبکر البغدادي، د ۱۴۰۰ د سلواغې په میاشت کې ابو ابراهیم القریشي او د ۱۴۰۱ د تلې په میاشت کې ابو الحسن الهاشمي القریشي له منځه وېوړل.
په ۱۴۰۳ کې، د داعش د عراقي عملیاتو مشر احمد العطاوي د متحده ایالاتو - عراق په ګډ برید کې ووژل شو او د داعش لوړ پوړی چارواکی ابو یوسف په سوریه کې د متحده ایالاتو په هوایی برید کې ووژل شو.
دغو زیانونو د مشرتابه خلا رامنځته، او د داعش د ځواک دودیز جوړښت یې کمزوری کړ.
په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي فضل حق وحید سلام ټایمز ته وویل، «په بېلابېلو هیوادونو کې د داعش څانګې نور یوه واحده رهبري نه تعقیبوي،»
هغه وويل، «د ډلې مرکزي مشرتابه له منځه تللي،» او زياته یې کړه چې ځايي مشران خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.
د هامینګ په وینا، په دغه غیر متمرکزه حالت کې، سومالیا د داعش د مالي عملیاتو د مرکز په توګه راڅرګند شوی، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، موزمبیق، جنوبي افریقا، یمن او افغانستان ته پیسې لیږدوي.
د مشروعیت بحران
داعش په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ابو حفص الهاشمي القریشي د خپل پنځم مشر په توګه وټاکه، خو څارونکي په دې اړه ډیرې پوښتنې لري چې ایا هغه په ریښتیا هم شته.
په عین حال کې، د مؤمن اصلي مشرتابه د داعش له اساسي اصل څخه ،چې مشر یې باید یو عرب وي چې له محمد رسول الله (ص) سره مستقیمې قبیلوي اړیکې ولري، سرغړونه کوي.
له افراطیت سره د مبارزې پروژې رییس هانس جیکوب شینډلر ای اېف پي ته وویل، د یوې ډلې چې د خپلو ایډیالوژیکو بنسټونو په هکله دومره اندیښمن وي، ستر مشر یې «نشي کېدلی چې هر سومالیایي چې سره ږیره ولري، و اوسي،»
هغه وویل، «دا به د داعش د پلویانو او خواخوږو په ټولنه کې یو ډول ګډوډي رامنځته کړي،»
دیني عالمانو له دغه بدلون څخه په استفادې سره د اسلامي مشروعیت په اړه د داعش د دروغو ادعاوې نورې هم افشا کړي.
په هرات کې مېشت دیني عالم مولوي امام الدین فقیري سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې د داعش مشران ادعا کوي چې د محمد رسول الله (ص) له قبیلې څخه دي، خو د هغوی هیڅ چلند هم د رسول الله (ص) په څېر نه دی،»
هغه وویل، «پیغمبر د انسانیت لپاره د سولې او رحمت پیغام راوړی، په داسې حال کې چې د داعش مشران ټول ترهګر دي.»
فقیري وویل، «د رسول الله (ص) له قوم سره د ځان په تړاو، د داعش مشرانو هڅه کړې چې د مسلمانانو له احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، خو زیاتره مسلمانان د داعش د مشرتابه له ناوړه اجنډا څخه خبر دي.»