امنیت

ترهګرې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې ځمکه لاندې کړي

د محمدقاسم راپور

امنیتي منسوبین د تلې په ۱۸مه د کابل په شیرپور سیمه کې د یوه سرک په اوږدو کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د تلې په ۱۸مه د کابل په شیرپور سیمه کې د یوه سرک په اوږدو کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- امنیتي ځواکونه د هغو ترهګرو کړیو د ځپلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې خورې ورې موجودې دي، او غواړي د افغانستان په بېلابېلو برخو او ګاونډیو سیمو کې خپل حضور وساتي.

د ترهګرو ډلو پاتې شوني هڅه کوي چې د دغه جګړه ځپلي هېواد په امنیتي برخه کې له خلاوو څخه ګټه پورته کړي، البته د هغوی هڅې په پراخه کچه بې اغېزې پاتې دي.

په تهران کې مېشت افغان سیاسي شنونکي محی الدین احمدي وویل، «له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې، په هیواد کې د قدرت خلا او امنیتي ننګونې زیاتې شوي دي،»

هغه زیاته کړه، «په دې شرایطو کې، د داعش د خراسان څانګې په څیر ترهګرې ډلې د خپل نفوذ د پراخولو او په سیمه کې د تروریستي عملیاتو د ترسره کولو لپاره له بې ثباتۍ څخه د ګټې اخیستنې لټه کوي،»

سیمه ایزو امنیتي ځواکونو ډېر ګواښونه له منځه وړي، البته خورې ورۍ کړۍ داسې هڅو ته دوام ورکوي چې په ځینو سیمو کې د پښې اېښودلو ځایونه ومومي.

په یوه تازه پیښه کې، د داعش خراسان څانګې د لیندۍ په ۳مه په بغلان ولایت کې د صوفیانو پر یوه زیارت برید وکړ، چې ۱۰ تنه ذاکران یې د هغوی د اونیزو مراسمو په ترڅ کې ووژل.

دا برید، چې په لمانځه بوخت ملکي وګړي یې په نښه کړل، د زیان منونکو ځایونو د په نښه کولو یوه نمونه زیاتوي. د ۱۴۰۰ لمریز د زمري میاشتې راهیسې، دې ډلې په صوفي ځایونو کې د څلورو نورو بریدونو ادعا کړې.

د بغلان یوه اوسېدونکي محی الدین حلیمي وویل، «د داعش خراسان څانګه یوه وحشي ترهګره ډله ده چې یوازنۍ موخه یې د بې ګناه او بې دفاع خلکو وژل دي. د هغې کړنې په بشپړه توګه د اسلام ضد او غیر انساني دي.»

د ترهګرۍ ضد هڅې دوام لري

د ستراتیژیکو څېړنو لپاره د نږدې ختیځ جنوبي آسیا مرکز په وینا، دې ډلو هڅه کړې چې «د حکومت له کمزورتیا او امنیتي خلا څخه په استفادې سره عملیاتي پټنځایونه جوړ کړي،» خو په دې برخه کې یې لږه بریا ترلاسه کړې ده.

وروستي استخباراتي معلومات ښیي چې د دوی عملیات محدود دي، او د ترهګرۍ ضد هڅې د دې لپاره روانې دي چې د دایمي اډو د جوړولو مخه ونیسي.

د پاکستان په باجوړ ولسوالۍ کې د لړم په مياشت کې د جماعت اسلامي د ځايي څانګې د عمومي منشي صوفي حميد وژنه له پولې پورې غاړه د هغوی یوه نامنظمه هڅه ده.

شنونکي ټینګار کوي چې د دې ګواښونو د کمولو لپاره همغږی نړۍ وال اقدام دوام لري، او هیڅ یو هیواد په یوازې سر دا بار په غاړه نه اخلي.

اساسي اقدامات وار له مخه خپل نتایج ښیي.

په تاشکند کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمد موسی هدفمند سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې د پولو د څارنې پیاوړي کول، د افغانستان په موقت حکومت باندې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دیپلوماتیک فشار زیاتول او د بشري مرستو ملاتړ شامل دي،»

په داسې حال کې چې پرله پسې بریدونه پر ملکي وګړو اغیز کوي، ولسونه لا هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

د کابل اوسېدونکي نجیب الله ساغري سلام ټایمز ته وویل، «د داعش، القاعدې او نورو نایبو ګروپونو په ګډون ترهګر نه یوازې د خپلو دسیسو لپاره بې ګناه خلک قرباني کوي، بلکې د هېواد زیربنا هم ویجاړوي،»

هغه وویل، «د افغانستان خلک باید د دغو ډلو پر وړاندې متحد شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د بالستیک توغندیو پروګرام له امله په پاکستان اضافي بندیزونه ولګوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې په وروستیو بندیزونو کې د پاکستان څلور هغه ادارې په نښه شوي دي چې د دغو وسلو په خپريدو یا انتقال کې ښکېلې دي. دغه وزارت وويل، متحده ایالات به د "ډله ایزو ویجاړولو وسلو او د هغوی د ليږد سیسټمونو د خپریدو" پروړاندې خپلو کړنو ته دوام ورکړي. په ځواب کې، پاکستان د متحده ایالاتو نوي بندیزونه د تعصب په توګه بیان کړي دي. د چهارشنبې په ورځ، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان د توغندیو وړتیا "په سویلي آسیا کې د ځان د دفاع او ثبات لپاره" دي. د سپتمبر په میاشت کې، د بهرنیو چارو وزارت پر پنځو ادارو او یو کس بندیزونه ولګول چې د پاکستان د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل وو. واشنګټن یو څیړنیز انسټیټیوټ، درې شرکتونه، یو چینایي وګړی، او یوه پاکستانۍ اداره په نښه کړي. دغه وزارت وویل چې د بیجینګ د ماشین جوړونې صنعت د اتومات څېړنیز انسټیټیوټ (RIAMB) د پاکستان د ملي پراختیا کمپلیکس سره همکاري کړې ترڅو د شاهین-3 او ابابیل سیسټمونو لپاره د توغندیو انجن ازموینې تجهیزات چمتو کړي، او احتمال لري د لا لویو سیسټمونو لپاره هم تجهيزات چمتو کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د خپلو بالستیک توغندیو ازموینې ته دوام ورکوي. پاکستاني بحري ځواکونو د دې میاشتې په پېل کې اعلان وکړ چې دوی د 350 کیلومتره واټن لرونکي بالستیک توغندی ازموینه کړې ده. د پاکستاني پوځ په وینا، دغه توغندی د نوې لارښود سیسټم په کارولو سره په هوا کې خپل سرعت او لوری بدلولی شي.

ځواب ورکړئ

متحده ایالاتو واقعاً دا یو ښه کار کړی دی چې په هغو ادارو او شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې د تروریزم ملاتړ کوي. که تاسو پورتنۍ تبصره وګورئ، د پاکستان پوځ وايي چې داسې توغندی یې ازمویلی دی، چې تر۳۵۰ کیلومتره فاصلې پورې هدف په نښه کولای شي. پوښتنه دا ده چې پاکستان دا کار د کوم هېواد لپاره کوي؟ هغوی وایي چې دښمن یې هند دی، نو بیا ولې ۳۵۰ کیلومتره یا لرې هدف په نښه کول غواړي؟ په داسې حال کې چې هند هم ورسره په پوله پروت دی او پاکستان کولای شي د هند په خاوره کې دننه د ۵۰-۱۰۰ کیلومترو په فاصله کې خپل هدف په نښه کړي. هغه خبره چې د نړۍ ډېر خلک او ساده امریکایان پرې نه پوهېږي، هغه دا ده چې پاکستان ورو ورو په دې وروستیو کلونو کې چین ته له نږدې کېدو وروسته، داسې یوې مرحلې ته رسېدلی، چې یوه ورځ به ۳۵۰ ضرب په ۱۰ کړي او ۳۵۰۰ کیلومتره به یې کړي. او دا به ډیر هیوادونه په ځانګړې توګه د ناټو غړي هیوادونه په نښه کړي. که څه هم هند یو غیر مسلمان اکثریت لرونکی هیواد دی، خو بیا هم بده خبره نده. زه په سلو کې یو فیصد هم فکر نه کوم چې هند به کله هم پر افغانستان برید وکړي، ځکه هندوان (په هند کې مېشت مسلمانان او هندوان) انسانیت پېژني، خو زه په سلو کې ۹۹ سلنه ډاډه یم چې پاکستان کله هم توان پیدا کړي، پر افغانستان، هند، ..... ناټو او امریکا باندې به برید وکړي او دا په تیرو ۴۶ کلونو کې د لمر په څیر روښانه وه. موږ په نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه پر امریکا غږ کوو چې د پاکستان د تروریستي اټومي وسلو پروګرام ژر تر ژره له مینځه یوسي، ترڅو زموږ ګاونډیان او نړۍ د دغه ناوړه او منافق هیواد له شر څخه خوندي شي.

ځواب ورکړئ

مننه له معلوماتو څخه مو.

ځواب ورکړئ

د ترهګری په وړاندی ښه تګلاره شتون نه لری

ځواب ورکړئ