کابل -- شنونکو وویل، په افغانستان کې د تروریزم ضد یوې قوي ستراتیژۍ نشتوالي د افراطي ډلو د پراختیا لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی.
په تهران کې میشت سیاسي شنونکي عبدالخلیل خیراندېش سلام ټایمز ته وویل، «په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کومه جدي هڅه نه ده شوې،»
هغه خبرداری ورکړ چې د دغه ډول ډلو د خوځښتونو په څارنې کې بې پروايي به له افغانستان څخه بهر هم اغېزې ولري.
خیراندېش وویل، «افغان امنیتي ځواکونه د دغو ډلو د کنټرول لپاره د اړتیاوړ استخباراتي او پوځي وړتیاوې نه لري، چې له امله یې دغو ډلو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.»
خیراندیش وویل، د داعش خراسان څانګې،القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ګروپونه ګاونډیو هېوادونو ته ډېر غټ ګواښ جوړوي.
رویټرز راپور ورکړ، چې هغوی یو نړۍ وال ګواښ هم رامنځته کوي، او په دې لړ کې د داعش خراسان څانګې درې مشکوک غړي په بلجیم کې په بریدونو کې ونیول شول او د چنګاښ په ۱۶مه د مشکوکو ترورستي فعالیتونو تور پرې ولګول شو.
په تېرو دوو کلونو کې په جرمني، ایران، روسیې او سویډن کې د ترورېستي پلانونو او بریدونو په تړاو د داعش خراسان څانګې فعالان ونیول شول.
په لندن کې مېشت افغان سیاسي شنونکي سید حسین صافي سلام ټایمز ته وویل، په افغانستان کې مېشتو ترهګرو ډلو د څارنې لپاره د یوه مناسب میکانیزم نشتوالی د اندیښنې وړ دی.
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او هاخوا لپاره یو لوی ګواښ دی. د داعش خراسان څانګې د ځپلو له ادعاوو سره سره، دغه ډله خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.»
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګې او ټي ټي پي شتون له تاجکستان او پاکستان سره د افغانستان د پولو په اوږدو کې زیات شوی، او القاعدې ... د هېواد په مختلفو برخو کې خپل ځان بیا تنظیم کړی دی.»
دقیقې اندېښنې
د غبرګولي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل، سیمه «له افغانستان څخه د رامنځته کېدونکې ترهګرۍ یا افراطیت د احتمالي ګواښونو په تړاو دقیقې اندېښنې لري.»
د کابل فعال محمد نسیم قیومي، چې ۴۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د دوحې تړون کې، د کابل ادارې ژمنه وکړه چې د هرې هغې ترهګرې ډلې، چې غواړي د افغانستان له خاورې څخه په نورو هېوادونو کې بریدونه وکړه، مخه به ونیسي.
هغه وویل، اداره باید خپلې ژمنې پوره کړي.
قیومي زیاته کړه، «د ریښتینې ارادې نشتوالی د دې مخه نیولې چې افغانستان په هېواد کې دننه د ترهګرو ډلو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووایي،»
د مزارشریف اوسېدونکي محمد نبي صوفي زاده، چې ۳۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، افغانان د ترهګرو ډلو له بیا راپورته کېدلو څخه وېره لري.
هغه وویل، د کابل اداره باید د دې اندېښنو د حلولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي.
صوفي زاده وويل، «د افغانستان خلکو له څلوېښتو کلونو څخه زياتې جګړې او بې ځايه کېدل تجربه کړي دي. موږ نور د مهاجرت یا د خپلو کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو توان نه لرو. ترهګرې ډلې باید له افغانستان څخه وځي.»