امنیت

د داعش خراسان څانګې وروستي بریدونه د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ بې باوري زیاتوي

د عمر راپور

افغان امنیتي منسوبین د تېر چنګاښ په میاشت کې په کابل کې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د تېر چنګاښ په میاشت کې په کابل کې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د داعش خراسان څانګې وروستیو بریدونو د پاکستان او تاجکستان په ګډون د افغانستان او د ګاونډیانو ترمنځ یې بې باوري او کړکېچ راپارولی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې تېره اونۍ راپور ورکړ چې د داعش خراسان څانګه یوه پیچلې طریقه کاروي: له یوه هېواد څخه جنګیالي استخداموي، له بل هېواد څخه د خوندي پټنځای په توګه کار اخلي او درېیم هېواد د خپلو بریدونو لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کاروي.

د داعش له خوا دغې ستراتیژۍ د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته کړې، چې په نتیجه کې یې د دغو هېوادونو چارواکي یو پر بل تورونه لګوي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د افغانستان او د ګاونډیانو تر منځ یې نوره دښمني داعش ته ګټه رسوي. دغې ډلې ته فرصت ورکوي ترڅو په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

کامل وویل، «داعش غواړي چې په خړو اوبو کې کبان ونیسي. هر څومره چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او باور کم شي، په هماغه اندازه داعش پیاوړی کېږي او نفوذ یې ډېرېږي،»

هغه زیاته کړه، «د داعش د ځپلو لپاره، سیمه ییزې او نړۍ والې همکارۍ ته اړتیا ده. افغانستان او ګاونډیان یې باید د بې باورۍ او کړکېچ د زیاتولو پر ځای د داعش پر وړاندې متحد شي،»

د سیمه ییزې شخړې زیاتوالی

د داعش هدف نه یواځې د دغو ګاونډیو هېوادونو تر منځ نفاق ته لمن وهل بلکې د شخړو رامنځته کول هم دي. چې په دې برخه کې، د داعش خراسان څانګې څه ناڅه بریالیتوب هم درلود.

په نیمروز ولایت کې مېشت د پوځي چارو یوه شنونکی حمزه بلوچ وویل، د افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د کرکې اور ته لمن وهل د داعش خراسان څانګې لپاره خپلو موخو ته رسېدل اسانوي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر د ترهګرو ډلو فعالیتونو د بل هر وخت په پرتله له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ډېرې زیانمنې کړي دي. دا هېوادونه باید د دغو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي،»

بلوچ زیاته کړه، «د داعش له ګواښونو سره د مبارزې یوه ستراتیژي دا ده چې د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ اړیکې ښې کړای شي. په دې برخه کې، تاجکستان مهم رول لوبوي ځکه چې د داعش خراسان څانګې د پام وړ شمیر غړي تاجک وګړي دي،»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس احمد ضیا سراج مخکې خبرداری ورکړی و، چې د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې شل کاله وروسته، القاعده غواړي افغانستان یو ځل بیا پر نورو هېوادونو د تروریستي بریدونو د پلانولو او تنظیمولو په مرکز باندې بدل کړي.

د ډان راپور زیاتوي چې د داعش د خراسان څانګې کړنې د القاعدې کړنو ته ورته والی لري.

ورځپاڼه لیکي، «داسې ښکاري چې د داعش خراسان څانګه نیت لري چې له دې سیمې څخه په متحده ایالاتو یا اروپا کې د پراخو بریدونو لپاره استفاده وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

-هغه ګیله چي د هند پښتانه واکمن جلال الدین غلجي به د خپل ګران وراره علاء الدین غلجي څخه درلوده چي د واک لپاره یې وواژه، -هغه ګیله چي ابراهیم لودي د خپل اکا علم خان لودي او نږدې دوست دولت خان لودي څخه درلوده چي د بابر سره یې دده په پرځولو، وژلو او د پښتنو د واک په ختمولو کې مرسته وکړه، -هغه ګیله چي خوشحال خان د ټولو پښتو، په ځانګړي ډول خپل زوی بهرام څخه چي، دده په وړاندي د مغولو سره ودرېد، درلوده، -هغه ګیله چي میرویس نیکه به د خپل ورور عبدالعزیز څخه درلوده چي دده په وژنه کي یې لاس وو، -هغه ګیله چي د اصفهان فاتح شاه محمود هوتک به د خپل اکا(تره) د زوی شاه اشرف هوتک څخه درلوده چي دده په قتل یې ښکېل وو، -هغه ګیله چي شاه اشرف هوتک به د شاه حسین هوتک څخه درلوده چي د نادر افشار په وړاندې د ملاتړ او یا د تېښتي پر مهال یې د پناه ورکولو پر ځای وژلو ته خلک ورلېږلي ول، -هغه ګیله چي احمد شاه بابا د خپلو نږدې دوستانو څخه درلوده چي د هند د جګړو پر مهال یې په خپل کور کندهار کي ښورښ ورته وکړ، -هغه ګیله چي سدوزیو واکمنو به یوه بل ته د سترګو په ایستلو او واک بایللو پر وخت درلوده،

ځواب ورکړئ

زموږ د حقونو لپاره د مبارزې ددغي حادثې او غمیزي لاملونه، چاپیریال او د راتلونکي لپاره پایلي ګڼ موارد لري چي هیله من یم په ځیر به وڅېړل سي او د منزل په ټاکلو او مزل په روښانولو کي به کار ځني واخیستل سي. دلته غواړم یواځي پر یوه ټکي تمرکز وکړم چي هغه د ارواښاد حضرت نعیم د تخلص ټاکنه ده؛ چي ځان یې ګیله من احساس کړی وو او همداسي ګیله من په ابدي سفر روان سو. د پښتنو په قتل عام خاموش ملک او ملا له تاسو دومره ګیله من یمه چي حد نه لري (ګیله من پښتین) د ګیله من په شاعري کي بیا بیا په یوه او بله بڼه د ګیلو روحیه احساسېږي او څنګه چي ګیله له خپلو کېږي، د ګیله من اشارې هم تر ډېره خپلو خلکو ته دي او د نورو په وړاندي یې نسبتاً د سپینو او مخامخ یادونو څخه کار اخیستی دی. هغه پوهېده چي تر نورو وړاندي یې د خپلو خلکو پوهاوی او خپلمنځی یووالی مهم دی ځکه د ګواښ لومړنۍ کرښه یې د خپلو خلکو ترمنځ پورې ور رسېدلې وه. په بل غشني په ټوپک ویشتلی نه یم که ویشتلی یم خو بیا په خپل ټوپک یم (خوشحال بابا) همدا خپل پښتانه یې پسي ورغلل او د ګل ځوانۍ او غوټیو هیلو سره یې ارمانجن تر دنیا تېر کړ. حتی مرګ یې هم یوه ستره خو خاموشه ګیله سوه؛ هغه ګیله چي دده په خاموشۍ میلیونونو انسانانو بدرګه کړه. د پېښې د خبر د اورېدو راهیسي تر اوسه فکر کوم چي د ګیله من د شاعرۍ روحیه، د تخلص ټاکڼه او د بېلتانه غمیزه زموږ د زرکلن مستند تاریخ ګیله مجسموي.

ځواب ورکړئ

د پښتون ژغورني په غورځنګ کي د حضرت نعیم وزیر یا ګیله من پښتین د مبارزې بارز رنګ، د هغه په وړاندي د مستبد رژیم غبرګونونه او بالاخره یې ځوانیمرګي زموږ د تاریخ یوه لویه حادثه ده. د ګیله من د بېلتانه ویر د نړۍ په کچه د افغانانو لویه تراژیدي ده او درنه جنازه یې، زموږ په تاریخ کي بې سارې ده. په ډېره تنکۍ ځوانۍ کي د یوه فصیح شاعر، زړه ور مبارز او شعوري رهبر شهادت لویه ضایعه ده. د هغه د کورنۍ، د ارواښاد د ولس، ارمانونو، د غورځنګ د ملګرو او مینه والو لپاره نه ډکېدونکې تشه ده او یو داسي درد دی چي د درمان تصور یې نه سي کېدلای. لوی خدای دي یې ابدي سفر ښکلی کړي. خو په بې سارې توګه د ګیله من د محبوبیت، د هغه سره د خواخوږۍ، د ارمانونو سره یې د خواخوږو د ملاتړ زیاتېدل او د غم پر ټغر یې د لر او بر تر دې کچي سره نږدې کېدل چي د ډیورنډ کرښي نښي یې هم محوه کړیدي او دغه راز، پر جسد یې د درې رنګه افغان ملي بیرغ غوړول هغه ویاړونه دي چي د نوموړي اروا به یې بې حده خوشحاله کړې وي. که د نقیب الله مسعود شهادت د پښتون ژغورني د غورځنګ غوړېدو ته لاره پرانسته، د ګیله من شهادت به یې منزل ته په رسېدو کي تر هغې حادثې هم مهمه ونډه ولري. له بله اړخه، د پښتون ژغورني غورځنګ بیا هم ثباته کړه چي د هغه ولس، چي پخوا به یې زرګونه انسانان قتلېدل او یا ژوندي ورکېدل خو چا به یې پوښتنه هم نه سوه کولای، وینه اوس یوه بیه او د پور پوښتونکي لري او د اواز د پورته کولو د یوه یوه تن لپاره یې میلیونونه اوازونه پورته کېږي. چي دا د غورځنګ د لا پراخېدو هیله پیاوړې کوي.

ځواب ورکړئ

ډیر ښه

ځواب ورکړئ

دا د ټولو هېوادونو وظیفه ده چې د داعش، القاعدې، اسرائیلي ځواکونو او نورو ترهګرو ډلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ