تروريزم

د داعش خراسان څانګه په اروپا کې افراطي پروپاګند خپروي

د عمر راپور

د وري په میاشت کې، په مسکو کې د داعش له برید څخه وروسته، د داعش خراسان څانګې د پروپاګند اصلي رسنۍ العزائم له داعش پلوه رسنۍ البتار سره په ګډه یو انځور خپور کړ، او په هغه کې یې په اروپایي ښارونو باندې د بریدونو ګواښ وکړ. [آرشیف]

د وري په میاشت کې، په مسکو کې د داعش له برید څخه وروسته، د داعش خراسان څانګې د پروپاګند اصلي رسنۍ العزائم له داعش پلوه رسنۍ البتار سره په ګډه یو انځور خپور کړ، او په هغه کې یې په اروپایي ښارونو باندې د بریدونو ګواښ وکړ. [آرشیف]

هرات -- څېړنې ښیي، چې د داعش خراسان څانګه توانېدلې چې د پراخ آنلاین تبلیغاتي کمپاین له لارې خپله افراطي نظریه په ټوله نړۍ کې خپره کړي او په دې لړ کې ځوانان په نښه کوي.

د افغان وېټنېس موسسې او برتانیا مېشتي معلوماتي مرکز (سي آی آر) د یوه راپور په اساس، د داعش خراسان څانګې په ګڼو ژبو د یوه آنلاین کمپاین د پراخولو له لارې له افغانستان څخه بهر او په ځانګړې توګه په اروپا کې خپل ګواښونه زیات کړي دي.

د راپور له مخې چې د وږي په ۲۸مه تازه شوی، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې داعش پورې تړليو عمده فعالیتونو کې د وري په میاشت کې په مسکو کې په یوه کنسرت باندې شوی برید چې ډېر تلفات یې واړول او د مرغومي په میاشت کې په ایران کې ترسره شوي هدفي بریدونه هم شامل دي.

د چنګاښ په میاشت کې، چارواکو په اتریش کې د امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ په دریو کنسرتونو کې د ډله ایزو تلفاتو د اړولو هڅه ناکامه کړه.

جرمني او سویسي پولیسو د داعش څو ترهګریز پلانونه شنډ کړل چې په ځینو کې یې تنکي ځوانان ښکېل وو، او فرانسوي مقاماتو په پاریس کې د اولمپیک لوبو پر ضد د یوې دسیسې په تړاو د ګڼ شمېر کسانو د نیولو اعلان وکړ.

نړۍ وال ګواښ

د ملګرو ملتونو د تروریزم ضد ادارې مشر ولادیمیر ورونکوف د زمري په میاشت کې وویل، د داعش خراسان څانګه اوس اروپا ته تر ټولو ستر بهرنی ترهګریز ګواښ ګڼل کیږي.

د معلوماتي مرکز (سي آی آر) په وینا، د دې ډلې تبلیغاتي پروګرامونه د یوه کمپاین په ترڅ کې چې تنکي ځوانان په نښه کوي، خپلې ترهګریزې حملې د نورو ژبو تر څنګ په عربي، انګلیسي، پښتو، فارسي، روسي، تاجکي، ترکي، اردو او ازبکي ژبو ستایي.

مرکز وویل، «یوې وروستۍ اکاډمیکې څېړنې موندلې چې په تېرو نهو میاشتو کې په اروپا کې داعش پورې تړلي نیول شوي نږدې دوه پر دریمه برخه کسان تنکي ځوانان دي،»

مثلا د ټیلر سوېفټ په کنسرتونو باندې د بریدونو په شنډولو کې اتریشي چارواکو دوه شکمن کسان ونیول چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۹ دي.

د سوفان ګروپ د څېړنو رییس کولین کلارک د وږي په میاشت کې سکای نیوز ته وویل، «ټیلر سویفټ په حقیقت کې په نړۍ کې ترټولو ډېره پیژندل شوې او مشهوره پاپ ستورې ده،»

هغه وویل، «که هغوی په دې کنسرت باندې په برید کې بریالي شوي وای ... داعش به څو اونۍ او حتی میاشتې ورڅخه د تبلیغاتو لپاره په متواتره توګه ګټه اخیستې وای. تبلیغات دغه ډله فعاله ساتي»

د بشریت دښمن

په نیمروز ولایت کې مېشت د پوځي چارو کارپوه حمزه بلوچ وویل،د داعش خراسان څانګه په خپلو پرله پسې بریدونو سره چې ملکي خلک په نښه کوي، د بشر ضد جنایتونه ترسره کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګې په مسکو کې هم ملکي خلک هغسې ووژل لکه د ایران په کرمان کې یې چې وژلي وو. هغوی په کابل، هرات، بلخ او دایکندي کې هم په عین ډول سره افغانان ووژل.»

بلوچ زیاته کړه، «د داعش خراسان څانګې پر ضد باید د انسانیت د ګډ دښمن په توګه جنګ وکړای شي. د دغه ترهګر ګروپ په ځپلو کې باید د ګردې نړۍ خلک فعالانه ونډه واخلي.»

د هرات دیني عالم امام الدین محمدي سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې کارونه په بشپړه توګه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

هغه وویل، «د بې ګناه خلکو وژل، که هغه مسلمانان وي که د نورو دینونو پیروان، د اسلام له نظره ناروا دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش نه شي کولای په اروپا او امریکا کې کوم ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي ځکه چې دا هېوادونه قوي استخباراتي ادارې لري. د دوی خلک منظم دي او په مسایلو پوهیږي. یوه خبره چې زه له تېرو ۲۴ کلونو په تېره بیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې فکر کوم، چې امریکا او لوېدیځ د اسامه له کبله پر افغانستان برید وکړ او دا هغه څه دي چې امریکایانو به ادعا کوله. نو کله چې اسامه په پاکستان کې وموندل شو، نو ولې لویدیځو هېوادونو پاکستان ته سزا ور نه کړه؟ د یو راپور له مخې، د افغانستان پر وړاندې د غربي ایتلاف په جګړه کې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان وژل شوي دي. سربیره پر دې، په دې جګړه کې شاوخوا ۳۰۰۰ بهرني پوځیان هم وژل شوي دي. دغو پوځیانو هم ميندې او خويندې، ښځې او ماشومان درلودل. دوی هم د خواخوږۍ مستحق دي. یوه بله خبره چې غواړم د داعش په اړه ستاسو د وېبپاڼې له لارې شریکه کړم هغه دا ده چې که کوم افغان، سوریایي، عراقي، پاکستانی... په غربي هېوادونو کې د داعش په نوم جرم وکړي، سزا باید هغه مشخص کس ته ورکړل شي، نه دا چې د یو شخص په جرم د ټول هیواد بدنام کړای شي. څه باندې یوه میاشت مخکې جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان په دې تور افغانستان ته راواستول چې دوی جرمونه کړي دي. دا په بشپړه توګه احمقانه ده. که یو څوک جرم وکړي، باید په هغه ځای کې مجازات شي چې جرم یې کړی وي. افغانستان د لویدیځوالو لپاره د کثافاتو ډنډ نه دی چې کثافات پرې غورځوي. که هماغه ځوان ستاسو په کارخانه کې ټوله ورځ کار کوي، بس چلوي، ریل ګاډی چلوي، په هوایی ډګر کې خدمت کوي ... نو هغه ستاسو لپاره کار کوي او ښه سړی دی. خو که یو څوک جرم وکړي، تاسو په رسنیو کې لیکئ چې هغه داسې دی او هغسې دی. مهرباني وکړئ د افغانستان له نوم څخه ناوړه ګټه مه اخلئ. که څوک په اروپا او امریکا کې کوم ج

ځواب ورکړئ