امنیت

د مالي په ښارونو باندې ناکام برید د افراطیانو تشکیلاتي او تکتیکي کمزورتیاوې څرګندوي

د محمد قاسم راپور

د مالي وسله وال ځواکونه د چنګاښ په ۲۲مه د موپتي سیمې په دیافریبي کلي کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د مالي وسله وال ځواکونه]

د مالي وسله وال ځواکونه د چنګاښ په ۲۲مه د موپتي سیمې په دیافریبي کلي کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د مالي وسله وال ځواکونه]

د مالي وسله والو ځواکونو د چنګاښ په ۱۰مه په اوو ښارونو کې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) له خوا همغږی شوی برید په شا وتمباوه، او لږترلږه ۸۰ د القاعدې اړوند جنګیالي یې ووژل او د پام وړ وسلې او تجهیزات یې ونیول.

د امنیتي شنونکو په وینا، دا جګړه د جناو لپاره یوه لویه تکتیکي ماتې وه چې د هغې اساسي کمزورتیاوې یې افشا کړې.

د جناو جنګیالیو د سینیګال پولې سره نږدې ډیبولي سیمه کې پوځي مرکزونه په نښه کړي وو. دغه راز، هغوی په لوېدیځ مالي کې له کایس او ساندېرې سره نږدې سیمې په نښه کړې وې.

په ورته وخت کې بریدونو موریتانیا ته نږدې د باماکو شمال لویدیځ کې نیورو دو ساحل او ګوګوی، او همدارنګه د هېواد په مرکزي سیمه کې مولودو او نیونو وویشتل.

جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) د مالي په سیکاسو سیمه کې د خالد بن الولید د روزنیز کمپ دا تبلیغاتي عکس د کب په ۱۲مه په ټولنیزو رسنیو خپور کړ.

جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) د مالي په سیکاسو سیمه کې د خالد بن الولید د روزنیز کمپ دا تبلیغاتي عکس د کب په ۱۲مه په ټولنیزو رسنیو خپور کړ.

د جناو ټاکل شوی هدف دا و چې دا ستراتیژیک موقعیتونه ونیسي، نظامي واک کمزوری کړي، او په وچه کې ایسار هېواد کې تبلیغاتي بریاوې ترلاسه کړي.

د پوځ ویاند ډګروال سلیمان ډیمبیل له په شا تمبېدلو بریدونو څخه وروسته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، «دښمن په هر هغه ځای کې د پام وړ زیانونه ولیدل چې دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ښکیل وو،»

هغه وویل، پوځ له بریدګرو څخه وسلې، موټرونه او موټرسایکلونه ونیول.

په ټولنیزو رسنیو کې شوې یوه ادعا کې جناو خپل ناکام برید «همغږی او په لوړه کچه» وباله، لاکن د تلفاتو جزئیات یې ور نه کړل.

تشکیلاتي او تکتیکي کمزوریانې

د ترهګرۍ د چارو متخصصین وايي چې د جناو د زیانونو کچه د لویدیځې افریقا ترټولو فعالې ترهګرې ډلې دننه نهیلي او جدي تشکیلاتي ستونزې منعکسوي.

په هسپانیه کې مېشت امنیتي کارپوه محمد حنیف زاهدي سلام ټایمز ته وویل، «دا ډله هڅه کوي چې د ځواک او واک انځور وړاندې کړي،»

هغه وویل، «خو د ۸۰ جنګیالیو او د پام وړ تجهیزاتو له لاسه ورکول د دوی جدي تشکیلاتي او تکتیکي کمزورتیاوې څرګندوي.»

هغه وویل، «دې پیښې یو ځل بیا د القاعدې د تکتیکونو او مشرتابه کې جدي نیمګړتیاوې وښودلې، او د مالي پوځ اغیزمن فعالیت په سیمه کې نورو افراطي ډلو ته یو څرګند پیغام لیږي،»

د سیاسي چارو شنونکي محمد عمر شریفي یادونه وکړه چې تکراري پوځي ناکامۍ د جناو د قوماندې جوړښت کې ناکافي همغږي په ګوته کوي.

هغه وویل، «کله چې ۸۰ جنګیالي ووژل شي، دا په دې معنی ده چې یاغیانو د سیمه ایزو ځواکونو سره د مقابلې وړتیا له لاسه ورکړې، او دا یوه لویه تکتیکي ماتې ده،»

شريفي وویل، هغه جنګیالي چې یو وخت د دودیزو پوځونو په وړاندې په غرنیو جګړو کې اغیزمن وو اوس په ښاري جګړو کې لاس او پښې وهي چې د باور بحران یې رامنځته کړی، او ورسره د برید وړتیاوې او د جنګیالیو مورال دواړه کمزوري شوي دي.

په لندن کې مېشت شنونکي سید حسین صافي د القاعدې د متضاد چلند په اړه رڼا واچوله چې هڅه کوي د اساسي خدمتونو چمتو کولو له لارې سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کړي او په ورته وخت کې ټولنې د شخړو په سیمو باندې بدلې کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، پرېکنده پوځي غبرګون هغه څه چې د جناو د ځواک د ښودنې په توګه مطرح کېده، په یوه څرګنده ناکامۍ باندې بدل کړ او په دې توګه یې د ځواک انځور ور خراب کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500