تروريزم

جناو په مالي کې د تېلو ټانکرونو په سوځولو سره خلک تر فشار لاندې راوستلي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسیدونکي د ۱۳۹۱ د وري په ۱۵مه په باماکو کې د تېلو پیرودلو لپاره د تیلو سټیشن ته په کتار ولاړ دي. شنونکي وايي چې د القاعدې پورې تړلې ډلې جناو له خوا د تېلو ټانکرونو باندې وروستي بریدونه به خلکو ته سخت زیان ورسوي، او د تیلو بیې به لوړې کړي. [ایسوف سانوګو/ای اېف پي]

ځایي اوسیدونکي د ۱۳۹۱ د وري په ۱۵مه په باماکو کې د تېلو پیرودلو لپاره د تیلو سټیشن ته په کتار ولاړ دي. شنونکي وايي چې د القاعدې پورې تړلې ډلې جناو له خوا د تېلو ټانکرونو باندې وروستي بریدونه به خلکو ته سخت زیان ورسوي، او د تیلو بیې به لوړې کړي. [ایسوف سانوګو/ای اېف پي]

د القاعدې سره تړلې ډلې جماعت النصرة الاسلام والمسلمین (جناو) په وروستیو اونیو کې د تېلو د شاوخوا ۱۰۰ ټانکرونو په ویجاړولو سره په مالي کې ژوند ډېر زیات ګډوډ کړی دی.

دا بریدونه، چې د سینیګال پولې ته نږدې د کییس ښار ته نږدې ترسره شوي، پلازمینې باماکو او نورو سیمو ته د تېلو رسولو کاروانونه په نښه کړي دي.

د ټانکرونو په سوځولو سره، جناو نه یوازې مهم ملکیتونه ویجاړ کړل، بلکې د مالي خلکو ته، چې ژوند یې په ارزانه او اسانه ترلاسه کېدونکیو تېلو پورې تړاو لري، هم زیان ورساوه.

تمه کیږي چې دا ویجاړتیا به په ټول هېواد کې لګښتونه لوړ کړي، ورځنی ژوند به ګډوډ کړي، او د مالي خلکو لپاره به د ژوند بساینه ستونزمنه کړي.

د مالي پوځ دا پیښه د ترهګریز عمل په توګه تایید کړه لاکن د زیان د بشپړې کچې په اړه یې توضیحات نه دي وړاندې کړي.

د خلکو په وړاندې اقتصادي جګړه

کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د داسې بریدونو پایلې د حکومت په پرتله په عامو خلکو باندې ډېرې اغېزې کوي.

په هسپانیه کې مېشت د امنیتي چارو کارپوه ډاکټر محمد حنیف زاهدي وویل، «د تېلو په مهمو لارو برید واردات ګډوډوي او بیې لوړوي، چې ورځنی ژوند تر فشار لاندې راولي،»

هغه زیاته کړه، «د جناو له خوا د تېلو د ټانکرونو ویجاړول د مالي او ګاونډیو هیوادونو لپاره یو جدي خبرداری دی،»

په ورته وخت کې، بریدونه د جناو د اقتصادي جګړې د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د مالي بې ثباته کول او د حکومت مشروعیت کمزوری کول دي.

د سون توکو رسولو په نښه کولو سره، دا ډله هڅه کوي چې د مهمو بېخبناوو د ساتنې لپاره د دولت وړتیا باندې د خلکو باور کمزوری کړي په داسې حال کې چې د خلکو له غوسې څخه د استخدام د پیاوړتیا لپاره کار اخلي.

په لندن کې د نړۍ والو چارو شنونکي علي اکبر محمدي وویل، «دا کړنې ښیي چې د القاعدې ملګري کولی شي د ناامنۍ رامینځته کولو او په حکومت باندې د خلکو باور له منځه وړلو لپاره له اقتصادي بحرانونو څخه ګټه پورته کړي،»

هغه وويل، «مالي، چې په پراخه کچه د تېلو په وارداتو پورې تړلی دی، د داسې بریدونو پر وړاندې ډېر زیان ګالي، او هر ډول ګډوډي کولی شي په ورځني ژوند باندې سخته اغېزه وکړي،»

هغه زیاته کړه، «که دا رجحان دوام ومومي، نه یوازې د مالي ثبات بلکې د ساحل سیمې امنیت به هم له جدي ګواښونو سره مخامخ شي،»

محمدي وویل، «د داسې خطرونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د یوې همغږې سیمه ییزې او نړۍ والې ستراتیژۍ لپاره بیړنۍ اړتیا ده،»

په فرانسه کې مېشت سیاسي شنونکي محمد عمر کبیري وویل،‌ جناو پوهیږي چې د تېلو په وارداتو باندې د مالي تکیه هغه په یوه اسانه هدف باندې اړوي.

کبیري وویل، دا ډله، د تېلو د ټانکرونو په ویجاړولو باندې د تمرکز له لارې، د مالي د اقتصاد د تخریب هڅه کوي.

هغه زیاته کړه، «کله چې خلک د تېلو له کمښت او لوړیدونکو بیو سره مخامخ شي، وېره او اندېښنه خپریږي، او مرکزي حکومت تر فشار لاندې راځي،»

هغه ټینګار وکړ چې د ګواښ د دفعه کولو لپاره د امنیتي اقداماتو ترڅنګ ډېرو نورو ګامونو ته هم اړتیا شته.

کبیري وویل، «د داسې ګواښونو پر وړاندې مبارزه د همغږو امنیتي، اقتصادي او معلوماتي هڅو ته اړتیا لري څو خلک د دې عملیاتو پایلې درک کړي او د وسله والو ډلو نفوذ کنټرول شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500