تروريزم

دیني عالمان په لویدیځه افریقا کې د اسلام په اړه د جماعت نصرت‌ الاسلام والمسلمین (جناو) ادعاوې ردوي

لیکوال: عمران

ځوانان د بیا ځلې استفادې لپاره پلاستیکونه راټولوي، په داسې حال کې چې د سون‌ توکو د کمښت پر مهال د تېلو د ټانکرو یو کاروان د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۹مه په باماکو کې تېرېږي. جناو د ډسمبر په لومړیو کې د تېلو پر هغو ټانکري کاروانونو بریدونه وکړل چې له مالي څخه تېرېدل، او تر ډېره یې د سینیګال او عاج ساحل له لارو راتلونکې لارې په نښه کړې، چې له امله یې ځايي ټولنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې. [AFP]

ځوانان د بیا ځلې استفادې لپاره پلاستیکونه راټولوي، په داسې حال کې چې د سون‌ توکو د کمښت پر مهال د تېلو د ټانکرو یو کاروان د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۹مه په باماکو کې تېرېږي. جناو د ډسمبر په لومړیو کې د تېلو پر هغو ټانکري کاروانونو بریدونه وکړل چې له مالي څخه تېرېدل، او تر ډېره یې د سینیګال او عاج ساحل له لارو راتلونکې لارې په نښه کړې، چې له امله یې ځايي ټولنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې. [AFP]

له القاعدې سره تړلې ترهګره ډله، جماعت نصرت‌ الاسلام والمسلمین (جناو)، د هغو کړنو له امله چې د دیني عالمانو او عامه افکارو له خوا د اسلام ضد کړنې بلل شوي، په پراخه کچه غندل شوې ده.

دې ډلې د کلونو په اوږدو کې وحشیانه وژنې ترسره کړې او د ساحل په هېوادونو کې یې په پراخه کچه وېره او ډار خپور کړی دی.

که څه هم دغه ډله خپلې کړنې اسلام ته منسوبوي، خو عالمان وايي چې د دوی چلند د اسلامي او انساني اصولو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی.

د دې ډلې په فعالیتونو کېګواښونه، تاوتریخوالی او وژنې شاملېږي،چې د وېرې، بې‌ ثباتۍ او پراخې ناامنۍ سبب شوي دي.

ګڼ شمېر ټولنې په زور بې‌ ځایه شوې دي او د دوامداره تاوتریخوالي او وېرونې له امله یېورځنی ژوند ګډوډ شوی دی.

په کابل کې دیني عالم، سیف‌ الدین محمدي د دې ډلې کړنې وغندلې او د دوی دیني ادعاوې یې رد کړې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې هېڅ یو عمل له اسلامي ارزښتونو او اصولو سره تړاو نه لري.»

هغه زیاته کړه، «جماعت نصرت‌ الاسلام والمسلمین چې ځان د اسلام مدافع معرفي کوي، په حقیقت کې مدافع نه، بلکې د اسلام د سپېڅلي دین دښمن دی.»

د هغه په وینا، دا ډله هېڅکله نه ده توانېدلې چې خپلې کړنې د رښتینو او باوري دیني ښوونو په رڼا کې توجیه کړي.

هغه وویل، «دغه ترهګره ډله هېڅکله نه ده توانېدلې چې خپلې کړنې د قرآن کریم د آیتونو یا د اسلام د پیغمبر د ویناوو په رڼا کې توجیه کړي، بلکې دیني اصول یې د خپلو ګټو لپاره تحریف کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «القاعدي او هغو ډلو چې له القاعدې څخه ملاتړ کوي، د کلونو راهیسې د دیني اصولو په ناسم تفسیر او د اسلامي ارزښتونو په تحریف سره اسلامي ټولنې غولولي دي.»

د اسلامي اصولو تحریف

جناو په ۲۰۱۷ کال کې د ساحل په سیمه کې په القاعدې پورې تړلو د څو ډلو د یوځای کېدو له لارې رامنځته شوه.

شنونکي دا ډله په دې سیمه کې د القاعدې له تر ټولو افراطي او ځپونکو څانګو څخه ګڼي.

دوی دا ډله یو ترهګر سازمان بولي چې له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي..

په هرات کې دیني عالم، محمد صادق آخندزاده وویل چې د القاعدې څانګو په بنسټیز ډول اسلام تحریف کړی دی.

هغه وویل، «په اسلام کې د انسان ژوند، که مسلمان وي او که غیرمسلمان، سپېڅلی دی، او د بيگناه خلکو وژل په کلکه حرام دي.»

هغه زیاته کړه، «الله تعالی فرمایلي دي چې هر څوک چې یو انسان ووژني، پرته له دې چې هغه د قتل یا په ځمکه کې د فساد مرتکب شوی وي، نو داسې ده لکه ټول بشریت یې چې وژلی وي.»

خو جماعت نصرت‌ الاسلام والمسلمین، د دې دیني اصولو پر خلاف، ځانمرګو بریدونو، د ملکي وګړو وژنو اوړندو ترورونو ته مخه کړې ده.

آخندزاده وویل چې دا ډله د جهاد او اسلامي ارزښتونو تر نوم لاندې د دوامداره تاوتریخوالي د ترویج لپاره کار کوي.

د اعتبار له لاسه ورکول

د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات وویل چې د عامه پوهاوي زیاتېدو د القاعدې نفوذ کمزوری کړی دی.

هغه وویل، «په اسلامي ټولنو کې د پوهاوي او سواد له زیاتېدو سره، د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو دروغ او خرافات بربنډ شوي دي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، «جماعت نصرت‌ الاسلام والمسلمین، چې په افریقا کې د القاعدې فعاله څانګه ده، د کلونو لپاره یې خلک په دې طریقې وغولول، خو اوس یې فرېبکارۍ او تحریف شوو اصولو خپل اعتبار او ارزښت له لاسه ورکړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500