د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې د نومبر په ۲۵ خبرداری ورکړ چې د نایجریا په شمال کې د جهادي ډلو نوي بریدونه او بې ثباتي لوږه بې ساري کچې ته رسولې، چې زرګونه خلک «قحطۍ ته ورته شرایطو» سره مخ دي.
«اټکل کیږي چې د ۲۰۲۶ کال په وچ موسم کې» په ټوله سیمه کې نږدې ۳۵ میلیونه خلک به «د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي»، پداسې حال کې چې یوازې په بورنو ایالت کې، شاوخوا ۱۵۰۰۰ خلک «د لوږې له ناورین سره د مخ کیدو اټکل کیږي».
شپاړس کلنۍ جګړې له ۴۰۰۰۰ څخه ډیر خلک وژلي او شاوخوا دوه ملیونه یې بې ځایه کړي دي.
شنونکي د بوکو حرام او متشنجو "راهزنو" ډلو ترڅنګ، القاعدې پورې تړلې، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (JNIM) ډلې، څخه مخ په زیاتیدونکي ګواښ ته اشاره کوي..
دوی وویل، ملکي وګړي د جبري بې ځایه کیدو، د کرنیزو ځمکو له لاسه ورکولو، انفلاسیون او د بهرنیو مرستو د کمیدو له امله د ژوند له اساسي حق څخه محروم شوي دي.
علي اکبر محمدي، چې په لندن کې میشت یو امنیتي شنونکی دی، د خلکو د ورځني ژوند ورو ـ ورو تنګېدلو او خفه کېدلو حالت ته اشاره وکړه.
هغه وويل «کورنۍ د بريدونو له وېرې د خپلو کورونو او کروندو پرېښودو ته اړ شوي دي، چې د خوړو توليد ورسره دریدلی، زېرمې خالي شوی او د لوږې دوره يې ګړندۍ کړې ده.»
هغه وویل «د انفلاسیون له امله خوراکي توکي نور د خلکو د وسه وتلي، چې له امله یې ماشومان او ښځې تر ټولو ډیر زیان منونکي دي.»
محمدي وویل چې د پاکو اوبو کموالی، د مرستو کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو ټولنې ژورې نا امیدۍ ته وړي دي.
هغه وويل: «د وېرې له امله، خلک حتی جرئت نه کوي چې خپلو کروندو ته لاړ شي، چې دې موضوع په چټکۍ سره بي وزلي او لوږه پراخه کړې ده.»
د اسلامي علومو څېړونکي مولوي محمد ظاهر مسلم ټینګار وکړ چې که څه هم برید کوونکې ډلې ادعا کوي چې دوی یوازې پوځي ځایونه په نښه کوي، خو اصل زیان یې ملکي وګړي دي.
هغه وویل «د زده کونکو تښتول، په عبادت ځایونو بریدونه، او د هغو خلکو ګواښل چې صرف غواړي عادي ژوند وکړيله اسلامي اصولو سره هیڅ ورته والی نلري او په اصل کې، د مذهبي ارزښتونو ښکاره سپکاوی دی.»
ظاهر وویل، د مذهب له لارې د داسې کړنو توجیه کول «فریب او منافقت» دی، په ځانګړي توګه کله چې مسلمانان د لومړنیو قربانیانو په ډله کې وي.
د بې وزلو خلکو لپاره د اقتصادي وضعیت خرابیدل
اقتصاد پوه عبدالرسول خیرخواه وویل، د نایجریا اوږدمهاله اقتصادي بحران اوس تر ټولو بې وزله کورنۍ ویجاړوي.
هغه وويل، «د نرخونو چټک لوړوالی پر کورنيو ډیر دروند بار دی، چې دوی ته يې په پور د خوړو اخيستلو يا د لوږې زغملو څخه پرته بله چاره نده پریښې.»
خیرخواه خبرداری ورکړ چې د تغذیې د مرکزونو تړل ماشومان له جدي خطر سره مخ کوي.
هغه وويل «د خلکو ژوند په بې رحمانه ډول له ناامنۍ او د اساسي توکو د کمښت سره مخ شوی دی.»
د بشري حقونو څېړونکي محمد طاهر قیومي ټینګار وکړ چې د خوړو، خوندیتوب او سرپناه په ګډون بنسټیز حقونه د ترهګریز تاوتریخوالي له امله له منځه وړل شوي دي.
هغه وويل «د زده کوونکو نجونو تښتول او د ښوونځیو په نښه کول نه یوازې تعلیم ته زیان رسوي بلکې ټولنیز باور هم ماتوي.»
هغه وویل، پر ملکي وګړو مکرر بریدونه «د اسلامي ارزښتونو پر وړاندېښکاره منافقت ښیي.»
قیومي وویل، کورنۍ له ډېر فشار سره او ماشومان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.
![ځايي خلک د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۴مه د نایجریا په بورنو ولایت کې د مونګونو په لمن کې له یوې امنیتي پوستې څخه تېرېږي. [Joris Bolomey / AFP]](/cnmi_st/images/2025/12/10/53050-afp__2025071-585_329.jpg)