چاپیریال

ملګرو ملتونو په کندوز کې د ملخانو د له منځه وړلو د کمپاین لپاره له ۱۰۰۰ ډېر ځایی خلک په کار وګومارل

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) له کروندګرو سره د مرستې په برخه کې د خپلو هڅو په لړ کې، د کندوز په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له زراعتي ځمکو څخه د ملخانو د له منځه وړلو په موخه څه باندې ۱۰۰۰ کسان ګومارلي دي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) د کندوز ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې له پټیو څخه د ملخانو د له منځه وړلو د هڅو په لړ کې شاوخوا ۱۱۰۰ کارکوونکي په کار ګومارلي دي.

د لاس په لاس افغانستان موسسې (اېچ آی اېچ ای او) رییس سید وحیدالله هدفمند وویل، اېف ای او دغه درې اونیز کمپاین د لاس په لاس افغانستان موسسې سره په همغږۍ کې پیل کړ.

هغه د غوایي په ۹مه وویل، «دا کمپاین د غوایي په ۱ په علي آباد، دشت ارچي، امام صیب، چهاردره او اقتاش ولسوالیو کې پیل شو او د کندوز د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې د څانګې له خوا څارل کیږي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ به هر کارګر ته د درې اونیو په پای کې ۸۷۲۰ افغانۍ (‍۱۰۰ ډالر) ورکړو، څو هغوی د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي او له دې طبیعي افت څخه په خلاصون کې زموږ له بزګرانو سره مرسته وکړي،»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) له خوا ګمارل شوي ځایي خلک، په داسې حال کې چې له پټیو څخه د ملخانو د له منځه وړلو په کمپاین کې برخه اخلي، د غوایي په ۹مه د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ډله ایز عکس لپاره ځانونه جوړوي. [عبیدالله احمدي/سلام ټایمز]

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) له خوا ګمارل شوي ځایي خلک، په داسې حال کې چې له پټیو څخه د ملخانو د له منځه وړلو په کمپاین کې برخه اخلي، د غوایي په ۹مه د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ډله ایز عکس لپاره ځانونه جوړوي. [عبیدالله احمدي/سلام ټایمز]

هدفمند وویل، شاوخوا ۵۰ تخنیکي متخصصین ګمارل شوي چې کارګرانو ته روزنه ورکړي څو له سهار څخه تر غرمې پورې د ملخانو له خوا اغیزمن شويو سیمو کې افت وژونکې دوا وشیندي.

هغه زیاته کړه، «دا کار دوه هدفونه لري؛‌ چې یو یې د ځایی اوسیدونکو لپاره د لنډ مهاله کار پیدا کول او بل د هغوی په پټیو کې له ملخانو سره د مبارزې له لارې د کروندګرو مالي ملاتړ دی،»

هدفمند وویل، تر اوسه پورې په زرګونو هکتاره ځمکه له ملخانو څخه پاکه شوې ده.

هغه زیاته کړه، «موږ به تر هغه خپل کار ته دوام وکړو چې هغوی په بشپړه توګه له منځه لاړ شي،»

کروندګر د زیاتو حاصلاتو هیله لري

دغه کمپاین کروندګر د هغوی د کرنیزو حاصلاتو د راتلونکي په هکله هیله من کړي دي.

ملخان لویې ډلې جوړوي چې په ټولو سیمو کې خپریږي، حاصلات خوري او په پایله کې زراعت ته زیان ور رسوي.

د علي اباد ولسوالۍ د قزل ساي کلي یوه کروندګر، ۶۴ کلن شاه محمود سلام ټایمز ته وویل، د سیمې کروندګر له کلونو راهیسې د ملخانو له خوا د دوی په کروندو د حملو له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، «زه ۴ جریبه ځمکه لرم. هر کال به ملخانو د وري په میاشت کې زما په ځمکه باندې حمله کوله او د غنمو په فصلونو باندې به ناست ول. زه نه پوهېدم چې څنګه د دغه افت مخه ونیسم. هغوی به د غنمو ټولې دانې وخوړلې، چې زما د غنمو په حاصلاتو باندې به یې بده اغېزه کوله،»

هغه زیاته کړه، «زه ډیر خوښ یم چې زه له دې آفت څخه خلاصېږم، ځکه چې اېف ای او دا کمپاین په وخت سره پیل کړی دی. ان شاءالله چې سږ کال به موږ له خپلو ځمکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړو.»

د کلي یوه بل اوسېدونکی عبدالرحمن چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، «ملخانو به کرنيزو ځمکو ته ځان ور رساوه، کروندګرو ته به یې د پام وړ زیانونه ور اړول. موږ خوښ یو چې سږ کال به د تېرو کلونو زیانونه جبران کړو،»

رحمان وويل، هغه هر کال په خپل ۳ جریبه پټي کې د ملخانو د بريدونو له امله د پام وړ زيانونه ګالل.

مګرم سږکال، هغه هیله من دی چې حالات به د تېر په څېر نه وي.

هغه وويل، «موږ د مرستندويو ادارو له ملاتړ څخه مننه کوو او په هغوی غږ کوو چې موږ ته د ملخانو دوا او د سپرې کولو ماشينونه راکړي څو د اړتيا په صورت کې ترې ګټه واخلو،»

لنډ مهاله اقتصادي ملاتړ

په پروژه کې د کار کولو لپاره ګمارل شوي ځایي خلک هم د خپل لنډ مهاله کار له امله خوښ دي.

د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۲ کلن عبدالرحیم چې درې ماشومان لري، سلام ټایمز ته وویل، له بې وزلۍ او بېکارۍ کړېږي.

هغه وويل، «زه يو معمار يم، خو اوس اقتصاد ډېر خراب دى او څوک نه غواړي چې کور جوړ او يا يې ترميم کړي، نو کار نشته،»

هغه وويل، «زه به د هغو سلو ډالرو په وسیله چې زه به یې د خپل کار په بدل کې ترلاسه کړم، د يوې مياشتې لپاره د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم، خو زه نه پوهيږم چې وروسته به څه وکړم،»

۲۸ کلن غلام حیدر حیدري، چې د کندوز پوهنتون څخه فارغ شوی، هم د دغه کمپاین لپاره کار کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له تېرو دوو کلونو راهیسې کار لټوم، خو له بده مرغه هیڅ کار مې نه دی موندلی،»

حیدري وويل، «موږ د سهار له اتو بجو څخه د مازديګر تر څلورو بجو پورې کار کوو. لومړی، موږ له ۱ څخه تر ۱.۵ مترو پورې ژورې کندې کېندو، بيا په نښه شوې سيمه کې دوا شیندو، ملخان په لويو پلاستيکي کڅوړو کې راټولوو او په کندو کې يې خښو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) له خوا په کندوز ولایت کې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره د ۱۰۰۰ کسانو ګمارل خورا ښه خبره ده. دا مرسته به د ملخانو له شر څخه کلیوال وژغوري او د دې ولایت خلکو ته به د کار زمینه برابره شي. دغه ۱۰۰۰ کسان کولی شي چې په ۸۷۳۰ افغانۍ خوراکي توکي او د اړتیا وړ توکي په خپل میاشتني عاید سره واخلي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې ملخان د بزګرانو د فصلونو لپاره یو خطر دی. او کولی شي چې فصلونه له زوره خطا کړي. خو په دومره کچه چې ملګري ملتونه دې ورته کسان وګوماري نه ارزي. هر بزګر په خپل کور کې دوه درې د کار کسان لري. او په افغانستان کې خو هسې هم ماشومان اسانه خو پرېږده سخت کارونه هم کوي. نو د ملخانو وژل دې هم کورنیو ته پاتې وی چې خپله یې له منځه وړي و. او یا یې د فصلونو د خوراک مه پرې نیولې وه. مګر دا اوس په لویه کچه کار دی چې ملګري ملتونه ورته کسان ګوماري. د دې پر ځای چې دا کار دلته کېږي په نورو برخو کې به یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې وه. دا ماشومانه کار دی او پرېږده چې ماشومانو یا هم خپل بزګرانو کړی وی. رابرت موګابي وايي، دی چې کله ولسمشر شو نو یوه نړیواله غیر دولتي مؤسسه (NGO) راغله او خپله برنامه یې راته تشریح کړله، چې په لیدلوري کې یې راغلي وو: «په افریقا کې د غربت ختمول». موګابي وايي، ډیر خوشاله شوم مننه مې ترې وکړه. خو سهار وختي د اقتصادي پراختیا وزیر راته وویل چې هغه د (NGO) کسان زما دفتر ته راغلي، وایي د ولسمشر موافقه لرو غواړو خپلې دوه پروژې تطبیق کړو. لومړۍ پروژه یې «تي خوره ماشومانو ته د 8000 چوشکونو ویش ده» او دویمه پروژه یې «میندو ته عامه پوهاوی ده چې څنګه ماشومانو ته چوشکونه خوله کې ورکړي»، اجازه ورکړم کنه؟

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره تر څه ځایه صحیح ده خو هره اداره، موسسه خپل پروګرام لري. مثلا، یوه موسسه خام سرکونه جوړوي، هغه نشي کولی چې سرکونه پاخه کړي. بله موسسه پاخه سرکونه جوړوي، د هغې په پروګرام کې دا نشته چې څاګانې وباسي. هر څوک خپل کار کوي. بله خبره د بزګرانو د ګومارلو ده، په راپور کې خو دا نه دي راغلي چې له کوم بل ځای څخه یې کارګران راوستي او ملخان پرې وژني. همدغه ولسي خلک دي،‌ د همدې سیمې خلک دي چې د ملخانو د وژلو لپاره استخدام شوي او پیسې ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي زما خو په دا ملخانو باندې زړه خفه شو. :( کاش چې افغانان غریب نه وای او دا ملخان یې پرېښي وای چې له پټیو نه یې خوراک وکړي. خو زه دا ملخانو د کوسۍ زامنو ته حیران یم چې دوی ولې د دښتو بوټي نه خوري چې راځي او د خلکو تیار فصلونه خوري. اصلا په کار دا ده چې د دغو ملخانو د تکثر مخه ونیول شي. دوی به حتما له کوم مشخص ځای څخه نشئت کوي. هغه د منبع ځای کې باید د دوی هګۍ له منځه ویوړل شي. ځکه دا مناسبه نه ده چې یو ژوندی حیوان ونیول شي او ووژل شي. دوی هم ساه لري. د خدای ذکر کوي. د خدای نوم یادوي او د خدای ثنا وايي. لطفا ژوندي ملخان مه وژنئ. الله تعالی دې په افغانانو، افغانستان او ټوله نړۍ باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

زمونږ پلار کیسه کوله چې کنړ کې عسکرۍ کې وم چې د ملخانو افت راغی. عسکري یې د اعلحضرت ظاهر شاه په دوران کې کړې. د هغه په خبره چې حکومت د ملخانو د افت د لمنځه وړلو لپاره هم عسکر را و ایستل او هم یې له عوامو غوښتنه وکړه چې را وځي او د فصلونو د بچ کېدو لپاره حشر وکړي. پلار مې ویل، چې حشرګړو به اوږدې لږې ژورې کندې و ایستې، ملخان به یې پرې تاو کړل، خاورې به یې پرې را واړولې او ژوندي به یې خښ کړل. هماغه و چې په یادې طریقې سره ټول ملخان و وژل شول او د فصلونو د لمنځه تللو له خطر خلک وژغورل شول. نو په افغانستان کې د ملخانو خبره څه نوې نه ده. اوس زه نه پوهېږم چې د ملګرو ملتونو له خوا دغه زر کسیزه ډله به د ملخانو مخنیوی وکړی شي که نه. خو خبره دا ده چې له دې زر کسیزه ډلې سره ولسي حشرونه هم وشي، بهتره به وي. زه چې څومره اورم، سږ کال ښه غنم او نور فصلونه شوي. خو که خلک په خپل وخت اقدام و نه کړي او د دې افت مخه و نه نیسي، د دې احتمال شته چې ملخان یې فصلونه خراب کړي. بهتره خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو له خوا ګمارل شوې ډله، عام خلک او حکومت حشرونه وکړي، ملخان له منځه یوسي او فصلونه بچ کړي.

ځواب ورکړئ