کندوز -- په کندوز کې د وچکالۍ له امله متاثر شویو بزګرانو سره د مرستې په موخه، د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې ۲۵۰۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرې توزیع پیل کړې ده.
دا پروژه د اېف ای او له خوا تمویلیږي او د مرستو پراختیا موسسې (او آر ډي) له خوا پلې کېږي.
د کندوز ولایت د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس امان الله حسن وویل، دا پروژه د کندوز ولایت په مرکز سربېره، د علي اباد، خان اباد، چار درې، دشت ارچي، امام صیب، قلعه زال، کلباد، ګل تېپې او اقتاش په ګډون نهو ولسوالیو کې بزګران تر پوښښ لاندې نیسي.
هغه د لړم په ۱۱مه وویل، «د توزیع پروسه د لړم په لومړیو کې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پيل شوې او د لیندۍ تر لومړیو پورې به روانه وي. هر بزګر به ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه یوریا او ۵۰ کیلوګرامه ډي ای پي (دای امونیم فاسفېټ) سره په وړیا توګه ترلاسه کړي.»
هغه وویل، «په خان اباد، علي اباد، دشت ارچي او اقتاش ولسوالیو کې د تخمونو او سرې توزیع بشپړه شوې،او په نورو ولسوالیو کې اوس هم روانه ده څو ټول بزګران وکولی شي چې له دې مرستې څخه ګټه واخلي.»
هغه زیاته کړه، «د مرستې وخت مهم دی ځکه بزګران د غنمو د تخمونو کرنه پیلوي.»
په کندوز کې د او آر ډي رییس رحیم الله خرمي سلام ټایمز ته وویل، «د کېمیاوي سرې او تخمونو وېشل به له بزګرانو سره د هغوی د حاصلاتو په زیاتولو کې مرسته وکړي.»
د غنمو اصلاح شوی تخم لوړ کیفیت لري، او د تېر کال په پرتله به د هر جریب ځمکې حاصل له ۱۴۰ څخه تر ۲۸۰ کیلوګرامه پورې زیات کړي.
هغه وویل، «بزګران باید له لارښوونې سره سم په خپلو ځمکو کې لومړی ډي ای پي سره وشیندي، بیا اصلاح شوی تخم واچوي، او بیا یوریا سره وشیندي څو د هغوی د حاصلاتو په زیاتولو کې مرسته وکړي.»
ډېر او بهتر حاصلات
په کندوز کې بزګرانو د دغې مرستې هرکلی کړی، او وایي چې للمه او اوبیزه ځمکه مکررو طبیعي افتونو او وچکالۍ په وروستیو کالونو کې متاثره کړې ده.
د اقتاش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او بزګر باز چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، دا مرسته ډېره ښه په وخت را ورسېدله او په راتلونکي فصل کې یې د حاصلاتو د ښه والي او ډېروالي هیلې غوړولي دي.
باز وویل، «ما دوه بورۍ سره او یوه بورۍ د غنمو تخم ترلاسه کړل. زه باوري یم چې په راتلونکي کال کې به زما حاصلات زیات وي.»
هغه زیاته کړه، «تېر کال د کب او وري په میاشتو کې باران ونشو، چې ډېر بزګران یې اغېزمن کړل.»
باز هیله لري چې هغه به د کېمیاوي سرې او اصلاح شویو تخمونو له لارې له یوه جریب ځمکې څخه تر ۸۴۰ کیلوګرامو پورې غنم ترلاسه کړي.
د خان اباد ولسوالۍ د چوغې کلي یوه بل بزګر محمد طاهر چې ۵۴ کاله عمر لري، وویل، «دا وخت بزګران له غټو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. موږ د کېمیاوي سرې وس نه لرو ځکه چې په بازار کې د سرې د هرې بورۍ قیمت ۴۰۰۰ افغانۍ (۴۵ ډالر) دی.»
طاهر وویل، د غنمو د اصلاح شویو او عادي تخمونو تر منځ ډیر توپیر دی. په یوه جریب ځمکه باندې کرل شوی اصلاح شوی تخم کولی شي چې ۸۴۰ کیلوګرامه غنم حاصل ورکړي په داسې حال کې چې عادي تخم شاوخوا ۵۶۰ کیلوګرامه غنم حاصل ورکوي.
هغه وویل، «څومره چې بزګران ډېره مرسته ترلاسه کوي، هومره به هغوی د اقتصادي وضعیت او معیشت د ودې په برخو کې بهتر فرصت ولري.»
په دشت ارچي کې د عطاءالله په نامه یوه بل بزګر چې ۶۲ کاله عمر لري، وویل، په افغانستان کې اوږده جګړه د زراعت د ویجاړتیا لوی عامل دی.
هغه وویل، «اوس چې موږ کېمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي، موږ کولی شو چې خپلې ځمکې وکرو او هغه زیانونه چې مونږ ته را رسېدلي دي جبیره کړو.»
هغه زیاته کړه، «بزګرانو او مالدارانو ته له جګړې څخه تر ټولو زیات زیانونه ور رسېدلي دي.»
د غلې کموالی
له تېر کال راهیسې، په کندوز او ټول افغانستان کې د غنمو او اوړو قیمتونه زیات شوي، چې د اکثرو کورنیو لپاره یې ژمی لا نور هم سخت کړی دي.
د کندوز ښار یوه اوسېدونکي شمس الدین منور چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، هغو کورنیو چې خپل عواید له لاسه ورکړي دي، د لوږې له خطر سره مخامخ دي.
منور وویل، «غنم ډېر کالونه له کندوز څخه نورو ولایتونو ته صادرېدل، خو اوس د کندوز اوسېدونکي د غنمو له کموالي سره مخامخ دي.»
د کندوز د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس حسن وویل، ریاست یې هڅه کوي ترڅو په بازار کې د غنمو قیمتونه مهار کړي، څو کورنۍ بیا د را روان ژمي په ترڅ کې د غلې له کموالي سره مخامخ نشي.
هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې د کرنې سکتور او د افغانانو معیشتونو ته وده ورکړو او هم د احتکار او د قیمتونو د لوړېدلو مخه ونیسو.»
کيسه: وايي چې يو داسې کوچني کلي ته يو بهرنی سيلاني راغی چې ټول کلی قرضدار و، سيلاني هوټل ته ننوت او سل ډالره يې د ميز پر سر هوټلي کيښود ورته يې وويل زه پاس منزل کې د اوسيدو کوټه ګورم که خوښ مې شو په کرايه يې نيسم. د هوټل خاوند له موقع څخه په استفادې سلګيز واخيست او هغه قصاب ته يې ورکړ چې پور يې خلاص شي، قصاب سلګيز د څارويو سوداګر ته ورکړ چې پور يې خلاص شي، د څارويو سلګيز ويوړ د وښو سوداګر ته چې خپله قرضداري خلاصه کړي، د وښو سوداګر هغه سلګيز د موټر خاوند ته وسپارل چا چې د سوداګر واښه مشتريانو ته رسول او د موټر خاوند هغه سلګيز بيرته د هوټل خاوند ته ورکړو چې د کوټې کرايه خپله خلاصه کړي. پدې وخت کې بهرنی سيلاني ښکته کيږي او د هوټل خاوند ته وايي؛ سلګيز بيرته راکړه کوټه مې خوښه نشوه. د امریکا مرستې دغسې دي، قرضونه پرې خلاصيږي خو هېڅوک نه مالداره کيږي او نه ورته داسې ګټه ترې رسيږي چې پنځه کاله بعد یې سوري ته څوک کېني. روسان ښه وو راغلل، لږ کار یې وکړ خو ښه کار یې وکړ. پنځوس کاله پرې تېرېږي مګر بیا هم د هغوی کړي کارونه نه دي خراب شوي. مګر امریکایان چې پرون ووتل نن یې پل وران شو، بل ځای یې پل چک وران شو، بل ځای یې ډیم وشړیده...
ځواب ورکړئ4 تبصره
زه د ملګرو ملتونو، FAO او ORD موسسې څخه د هغوی د بشردوستانه مرستو له امله مننه کوم چې د کندز ولایت بزګرانو ته یې برابروي. کندز یو له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی چې په جګړو کې یې ډېر زیان لیدلی دی. د دې جګړې په جریان کې، دوی د څو کلونو لپاره د لومړنیو مرستو څخه بې برخې وو. هیله من یم چې د کندز ولایت کروندګر به د ملګرو ملتونو له مرستو څخه ښه ګټه پورته کړي، چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کرلو څخه به ښې پایلې ترلاسه کړي او خپل اقتصاد به جوړ کړي او افغانستان به یو کرنیز هیواد وګرځوي. یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د مرستو له امله مننه. په احترام
ځواب ورکړئ4 تبصره
وبخښئ په تېره برخه کې چې د قوش تېپې کانال په هکله وه، له ما نه ویډیو هېره شوله چې ویډیو ورسره ملګرې کړم. کولی شئ چې ویډیو دلته وګورئ. https://www.youtube.com/watch?v=iQMbW_R991Q
ځواب ورکړئ4 تبصره
که د غنمو حاصلات په ریښتیا د یو جریب ځمکې په سر له ۱۴۰ څخه تر ۲۸۰ کیلوګرامو پورې زیاتیږي، دا په ریښتیا سره غټ پرمختګ دی. په دې سلسله کې چې هر چا مرسته کړې وي، مونږ یې قدرداني کوو. حتی د سلام ټایمز خبرپاڼې مننه کوو چې داسې ګټور او د خوشحالۍ خبرونه خپروي. افغانستان دا وخت تقریبا ۴۰ میلیونه نفوس لري. مونږ باید په افغانستان کې دننه دومره ډېر غنم تولید کړو چې لږ تر لږه د خپلو خلکو لپاره مو کفایت وکړي. زه هیله لرم چې ملګري ملتونه او د افغانستان نور دوست هېوادونه په ځانګړې توګه متحده ایالات د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال په جوړونه کې مرسته وکړي. د لاندې ویډیو معلومات ښیي چې د قوش تېپې کانال به ۵۸۰ زره هکتاره (څه کم درې میلیونه جریبه) ځمکه خړوبه کړي. دا پروژه به په یوه ثانیه کې ۶۶۸ مکعب متره اوبه تېروي. دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۵۲ متره سور ولري. تمه ده چې په یوه کال کې دننه د کانال ۴۳ کیلومتره اوږده برخه جوړه شي. پاتې ۲۴۲ کیلومتره به د ورپسې ۵ کالونو په ترڅ کې جوړه شي. د قوش تېپې کانال پروژه په درې فازونو کې جوړیږي. اول فاز کې یې ۱۰۸ کیلومتره جوړیږي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې پای ته رسیږي. دویم فاز یې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسیږي. دریم فاز یې د زراعتي ځمکو وېش دی. مونږ هیله لرو چې د قوش تېپې او نورو کالونو او پروژو په تکمیلیدلو سره به افغانان په ځان بسیا شي او د ګاونډیانو له احتیاج څخه به خلاص شي. تل دې وي افغانستان
ځواب ورکړئ4 تبصره