اقتصاد

ملګرو ملتونو په کندوز کې زرګونو کروندګرو ته تخمونه او کېمیاوي سره ور ووېشل

د محمد قاسم راپور

په کندوز ولایت کې په زرګونو کروندګرو د مرغومي د ۱۷مې او ۲۴مې تر منځ‌ موده کې له ملګرو ملتونو څخه اصلاح شوي د غنمو تخمونه او کېمیاوي سره ترلاسه کړل. دغه مرسته په داسې یوه مهم وخت کې ترسره کیږي چې سړه هوا پیل شوې او کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.‌ [حسیب حساس/سلام ټایمز]

کندوز -- ملګرو ملتونو په کندوز ولایت کې په زرګونو افغان کروندګرو ته، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي،‌ په وړیا ډول د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سره ورکړل.

دغه پروژه چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) تمویل کړې وه، د مرغومي په ۱۷ - ۲۴مه د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد)، هینډ اېن هینډ افغانستان موسسې (اېچ آی اېچ ای او) او د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) سره په نږدې همکارۍ کې پلې شوه.‌

په کندوز کې د اکتېد استازي محمد ایمل طاهر وویل، «د اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرې وېش به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې د راتلونکو ټکانونو پر ضد د بیا رغېدنې لپاره خپل ظرفیت زیات او ډېر حاصلات ترلاسه کړي.»

طاهر وویل، د کندوز د کرنې ریاست یوې سروې هغه کروندګر چې د ملاتړ مستحق ول په ګوته کړل، او یادونه یې وکړه چې هغوی به په راتلونکي کې هم ملاتړ ترلاسه کړي.

په کندوز ولایت کې یو ځایي کروندګر د مرغومي په ۱۷مه د اصلاح شویو غنمو د تخم یوه بوجۍ چې ملګرو ملتونو د کندوز ولایت د کرنې ریاست په یوه ودانۍ کې ورکړې ده، لېږدوي. [حسیب حساس/سلام ټایمز]

په کندوز ولایت کې یو ځایي کروندګر د مرغومي په ۱۷مه د اصلاح شویو غنمو د تخم یوه بوجۍ چې ملګرو ملتونو د کندوز ولایت د کرنې ریاست په یوه ودانۍ کې ورکړې ده، لېږدوي. [حسیب حساس/سلام ټایمز]

په کندوز کې د اېچ آی اېچ ای او موسسې رییس محمد کاظم خاکي وویل، دغې پروژې د کندوز په مرکز او په علي اباد، خان اباد، چار دره، دشت ارچي، امام صیب او قلعه زال ولسوالیو کې تر ۴۰۰۰ پورې کروندګرو ته اصلاح شوي او تایید شوي د غنمو تخمونه او کېمیاوي سره ورکړل.

هغه وویل، دا به هغوی ته اجازه ورکړي چې په راتلونکي لمریز کال کې ډېره کرنه وکړي او ډېر حاصلات واخلي.

هغه وویل، هر کروندګر ته په وړیا ډول یوه ۵۰ کلويي بوجۍ غنم او دوه بوجۍ کېمیاوي سره ورکړل شول.

ډېر او بهتر حاصلات

سږ کال به ډېرو کروندګرو دا وس نه لرلی چې دغه ډول تخمونه او کېمیاوي سره واخلي.

د علي اباد ولسوالۍ یوه کروندګر محمد عظیم چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل چې دغه مرسته په یوه ډېر مهم وخت کې چې سړه هوا پیل شوې ده، ورکړل شوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، د نویو تخمونو او سرې په ترلاسه کولو سره، ډېری کروندګر ډیر هیله من دي چې په راتلونکي فصل کې به د هغوی حاصلات زیات شي.

هغه وویل، «ما دوه بوجۍ کېمیاوي سره او یوه بوجۍ اصلاح شوي د غنم تخمونه ترلاسه کړل، او زه مطمئن یم چې په راتلونکي کال کې به زه ښه حاصلات ولرم.»

په خان اباد کې یوه کروندګر نور اغا حسن زوی چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «د غنمو د اصلاح شویو او عادي تخمونو تر منځ فرق موجود دی.»

حسن زوی وویل، کروندګر کولی شي چې په یو اېکړ (دوه جریبه) زراعتي ځمکه کې د اصلاح شوي تخم له کرنې څخه ۸۴۰ کیلوګرامه غنم ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې له عادي تخم څخه ۵۶۰ کیلوګرامه حاصل ترلاسه کیږي.

حسن زوی وویل څومره چې کروندګر ډېره مرسته ترلاسه کوي، هومره به د هغوی اقتصادي شرایط او ژوند ورسره ښه کیږي.

هغه وویل، «دا وخت کروندګر له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي. موږ نشو کولی چې کېمیاوي سره واخلو ځکه یوه بوجۍ ... چې پخوا په ۱۵۰۰ افغانۍ (۱۴ ډالر) کېدله، اوس په ۳۵۰۰ افغانۍ (۳۳ ډالر) کیږي.»

هغه زیاته کړه، «موږ په وړیا ډول د هغو په وېش باندې ډېر زیات خوښ یو.»

د چار درې ولسوالۍ یوه کروندګر محمد سلیم چې ۵۵ کاله عمر لري، د پټیو او په عمومي توګه د حاصلاتو د فصل د شرایطو د خرابوالي پړه په افغانستان کې په اوږده جګړه باندې ور واچوله.‌

هغه وویل، «اوس چې موږ ته اصلاح شوي تخمونه او سره راکول شوي دي،‌ موږ به وکولی شو چې خپله ځمکه وکرو او هغه زیانونه چې موږ ته را رسېدلي دي، جبران کړو.»

د غنمو کموالی

د کندوز ډېر اوسېدونکي وایي چې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د غنمو او د اوړو قېمتونه ډېر لوړ شوي، او ډېرې کم وسه کورنۍ نشي کولی چې ویې پېري.

د کندوز اوسېدونکي محمد آصف حمیدي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، ډېرې هغه کورنۍ چې خپل عواید یې له لاسه ورکړي هغوی د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

هغه وویل، «په تېرو کالونو کې، پخواني حکومت هڅه کوله چې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د غنمو د اوړو قیمتونه په خپل حال وساتي، څو خلک د توکو له کموالي سره مخامخ نشي، خو نور هیڅوک هم د بې وزلو کورنیو په غم کې نه دي.»

هغه زیاته کړه، بې کارۍ یوې خوا ته او د خوراکي توکو د قیمتونو لوړوالي بلې خواته د ژمي په میاشتو کې د خلکو ستونزې سختې کړي دي.‌

د کندوز یوه اوسېدونکي لطف الله میهن دوست چې ۴۷ کاله عمر لري، وویل چې کندوز د خپل ستراتیژیک موقعیت او تاریخ په پام کې نیولو سره، «د هېواد کندو» په نامه مشهور دی.‌

هغه وویل، «ډېر کالونه له دې ولایت څخه د هېواد نورو برخو ته غنم صادرېدل، لاکن اوس ان پخپله په کندوز کې خلک د غنمو له ډېر کمښت سره مخامخ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه هم له بوسو لاندې اوبه تېروي. دا سمه ده چې د راتلونکي لپاره به د اصلاح شویو تخمونو وېشل ګټه ولري، خو افغانستان داسې یو هېواد دی چې اکثر کروندګر د غنمو خپل اصلاح شوي تخمونه لري، ښه حاصل هم ورکوي. په کار داده چې ملګري ملتونه بنسټیزو کارونو ته مخه کړي او داسې کارونه وکړي چې په واقعیت هم د افغان ولس د درد دوا شي. ټولګټې پروژې باید پلې کړي چې په دوامدار ډول یې خلکو ته خیر ورسېږي.

ځواب ورکړئ