اقتصاد

د قېمتونو لوړوالي او د افغانیو د ارزښت کموالي د کندوز اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي

د محمد قاسم راپور

د زمري میاشې په وروستیو کې د افغانستان د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، په کندوز او د هېواد په نورو برخو کې اوسېدونکي افغانان د خوراکي او د سون توکو د نرخونو د زیاتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د قېمتونو لوړېدلو او د افغانۍ د ارزښت رالوېدلو د کندوز ولایت او د افغانستان د نورو برخو اوسېدونکي له اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړي دي.‌

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۸مه/ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دي.

هغه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل«کورنۍ د ورځنیو معاملاتو د ترسره کولو لپاره نغدې پیسې نه لري، په داسې حال کې چې د مهمو توکو قیمتونه مخ پورته روان دي.»

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې وویل، د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د غنمو او تېلو قیمتونه شاوخوا ۴۰٪ زیات شوي او خواړه اوس د متوسطې کورنۍ د لګښتونو ۸۰٪ جوړوي.

یو مشتری د وږي په ۱۵مه په کندوز ښار کې په یوه دوکان کې وچه مېوه اخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

یو مشتری د وږي په ۱۵مه په کندوز ښار کې په یوه دوکان کې وچه مېوه اخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي میرزا محمد نعیم چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، اوس چې د ډالر قیمت له ۱۰۰ افغانیو څخه پورته تللی دی، د خوراکي او سون توکو قیمتونه زیات شوي دي.

تېره اونۍ د تبادلې نرخ د یوه ډالر په مقابل کې ۱۲۵ افغانۍ وو.

هغه وویل، «د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د غنمو د اوړو، غوړیو او وریژو او دغه راز د نورو توکو لکه تېلو او ګازو د قیمتونو لوړوالي د هیواد غریب خلک ډېر ځپلي دي.»

نعیم وویل،‌ څلور میاشتې مخکې د یوې بورۍ اوړو قیمت ۱۵۰۰ افغانۍ وو، لاکن اوس ۲۸۰۰ افغانیو ته رسېدلی چې ډېر مشتریان یې د اخیستلو وس نه لري.‌

په کندوز ښار کې د خوراکي توکو یوه سوداګر جلال الدین ذاکر سلام ټایمز ته وویل چې هغه ته د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې ډېر کم مشتریان ورغلي دي.

ذاکر وویل، «پخوا زموږ تجارت ښه وو، لاکن اوس د خوراکي توکو د پیرودلو لپاره ډېر کم مشتریان راځي. خلک ډېر اندېښمن دي ځکه نه کارونه شته او نه هم پیسې شته.»

هغه وویل، د خوراکي توکو د قیمتونو د ډېرښت او د پیسو د نشتوالي له امله، ډېر لږ مشتریان د توکو د پیرودلو لپاره راځي، او هغه چې توکي اخلي هغوی یې د پخوا په پرتله لږ اخلي.

ذاکر وویل، «د خوراکي توکو قیمتونه هره ورځ زیاتېږي.‌ د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د خوراکي توکو قیمتونه ۵۰٪ زیات شوي دي.»

ننګونې زیاتېږي

سربېره پر دې، یخ او سخت ژمی ډېر افغانان د لوږې او بې وزلۍ له خطر سره مخامخ کوي.

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد کاظم سروري سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان ننګونې ورځ تر بلې زیاتېږي، او ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له موجودو هرو امکاناتو څخه کار اخلي.

هغه وویل، «په کندوز ولایت کې د لیندۍ په ۱۰مه یوه کورنۍ مجبوره شوې وه چې خپل شپږ کلن ماشوم په ۶۰۰۰۰ افغانۍ خرڅ کړي، خو ما دا خبره په خپلو ټولنیزو رسنیو باندې خپره کړه او بالاخره وتوانېدم چې د ماشوم د خرڅلاو مخه ونیسم.»

سروري وویل، کم وسه کورنۍ مجبورې شوي چې خپلو ماشومانو ته د ورځې یواځې یو ځل خواړه ورکړي.

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال حضرت علي مصور سلام ټایمز ته وویل، که د هېواد اقتصادي ستونزې هوارې نشي، ډېر شمېر افغانان، په ځانګړې توګه ماشومان به له لوږې مړه شي.

هغه وویل، «افغانان له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ دي، او نشي کولی چې نور رنځ وزغمي.»

هغه زیاته کړه، نړۍ واله ټولنه باید د افغانانو ملاتړ وکړي او پراخېدونکی بشري بحران حل کړي.

ګریفیتس خبرداری ورکړ چې د را روان میلادي کال تر نیمایي پورې، عمومي بې وزلي،‌ چې ۹۷٪ وګړو ته رسېږي، کېدی شي چې یوه «بله وېروونکې مرحله» واوسي.

هغه زیاته کړه، «په یوه کال کې دننه، د افغانستان ۳۰٪ ناخالص داخلي تولید کېدی شي په بشپړه توګه له منځه لاړ شي، او د بې کاره نارینه وو اندازه ۲۹٪ ته دوه برابره شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500