اقتصاد

د اقتصادي ناورین په ژورېدلو سره د هرات اوسېدونکيو د توکو د رانیولو لپاره د مستعملو توکو مارکیټونو ته مخه کړې

د عمر راپور

په لوېدیځ ولایت هرات کې اوسېدونکي افغانان چې د بې وزلۍ د زیاتېدو او د اقتصاد د کمزورتیا له ستونزو سره مخامخ دي، د دویم لاس جامو او د کور د وسایلو د اخیستلو لپاره لیلامي بازارونو ته مخه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په لوېدیځ ولایت هرات کې اوسېدونکي افغانان چې د بې وزلۍ د زیاتېدو او د اقتصاد د کمزورتیا له ستونزو سره مخامخ دي، د دویم لاس جامو او د کور د وسایلو د اخیستلو لپاره لیلامي بازارونو ته مخه کوي.

د هرات ښار د لیلامي بازار یوه پلورونکي عبدالکریم نظري وویل چې سږ کال د تېرو کالونو په پرتله د مشتریانو شمېر تقریبا درې برابره زیات شوی دی.

هغه وویل، «قېمتونه لوړ شوي دي، له دې امله خلک لیلامي بازار ته راځي ترڅو مستعمل شیان وپېري. ډېر مشتریان نشي کولی چې نوي لباسونه واخلي، او هغوی دا ستونزه د مستعملو لباسونو په پېرودلو سره حلوي.‌»

هغه زیاته کړه، «زما ډېر مشتریان غریب دي، او له کلیو څخه راځي، خو په وروستیو کې ما لیدلي چې د ښار د اوسېدونکیو، چې د مستعملو شیانو د اخیستلو لپاره زما دوکان ته راځي، شمېر ډېر شوی دی.»

یو ماشوم چې دویم لاس جامې پلوري د کب په ۳مه په هرات ښار کې مشتریانو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

یو ماشوم چې دویم لاس جامې پلوري د کب په ۳مه په هرات ښار کې مشتریانو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

نظري وویل، یو نوی کمیس چې په محلي بازار کې په ۵۰۰ افغانۍ (۵.۴۵ ډالر) کېږي هغه په لیلامي بازار کې ۵۰ افغانۍ (۰.۵۴ ډالر) قېمت لري.

په هرات ښار کې د لیلامي بازار یوه پلورونکي محمد نبي وویل، د اقتصادي ناورین له امله مشتریانو د دویم لاس شیانو اخیستلو ته مخه کړې ده ځکه چې دا شیان ډېر ارزان دي.

هغه وویل، «که څه هم چې موږ ځینې لباسونه یواځې په ۳۰ افغانۍ (۰.۳۳ ډالر) پلورو، ځینې داسې خلک شته چې همدومره پیسې هم نشي ورکولی.»

هغه زیاته کړه، «زما د مشتریانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږی. ډېر هغه کسان چې د مستعملو لباسونو د اخیستلو لپاره راځي یا د پخواني حکومت کارمندان دي یا ښوونکي دي.»

هغه وویل، ځینې لوستي مشتریان او ځوانان د توکو د اخیستلو پر وخت د پېژندل کېدلو د مخنیوي لپاره خپل مخونه پټوي، او زیاته یې کړه چې اقتصادي ننګونو او بې وزلۍ د هر چا ژوند تریخ کړی دی.

نهیلي او بې وزلي

د لیلامي بازار د مشتریانو شمېر په وروستیو میاشتو کې د بې کارۍ او بې وزلۍ په زیاتېدلو سره زیات شوی دی.

د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د خصوصي او دولتي سکتور په زرګونو پخواني کارمندان بې کاره شول، او ډېر هغه چې په کلیو کې ژوند کوي نشي کولی چې حتی د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ډوډۍ ترلاسه کړي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي ګل احمد فروتن چې لیلامي بازار ته راغلی دی، وویل، هغه غوښتل چې د خپلې مېرمنې او څلورو بچیانو لپاره مستعمل شیان واخلي.‌

فروتن وویل پنځه میاشتې کېږي چې هغه بې کاره دی.

هغه وویل، «ما هر کال نوي شیان اخیستل، لاکن سږ کال زه د خپلو موجودو اقتصادي ستونزو له امله دا کار نشم کولی. زه پرته له دې چې په ۱۰ یا ۲۰ افغانۍ (۰.۱۱ - ۰.۲۲ ډالر) مستعمل لباسونه واخلم او ځانونه پرې تاوده کړو، بله لاره نه لرم.»

هغه زیاته کړه، «د روان حالت او موجودو اقتصادي ستونزو له امله زما ژوند سخت او له ننګونو څخه ډک شوی دی.»

شېراغا سید زاده چې د هرات له چشت ولسوالۍ څخه په هرات ښار کې لیلامي بازار ته راغلی دی، وویل هغه نشي کولی چې د خپلې کورنۍ لپاره نوي کالي واخلي ځکه چې هغه د تېرو څو میاشتو راهیسې هېڅ عاید نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل، «کار او عاید نشته، او زه مجبور یم چې د خپلې کورنۍ لپاره دا زاړه او مستعمل لباسونه واخلم. نوي کالي ډېر زیات قېمت دي، او زه په ریښتیا سره د هغو د اخیستلو وس نه لرم.»

هغه زیاته کړه، «د تېرو څو میاشتو په ترڅ‌ کې بې کاري زیاته شوې ده. ما کار کاوه او د ژوند تېرولو لپاره مې کافي اندازه پیسې ګټلې، لاکن اوس موږ هېڅ حتی یوه مړۍ ډوډې نه لرو چې ویې خورو.»

لوړېدونکي قېمتونه

په ورته وخت کې، د اجناسو قیمتونه څو برابره ډېر زیات شوي دي.

په هرات ښار کې د محمد ناصر سروري په نامه یوه دوکاندار وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د خوراکي توکو قېمتونه دوه برابره زیات شوي دي.‌

هغه وویل چې هغه د خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتېدا له امله خپل ۸۰٪ مشتریان له لاسه ورکړي، او هغه په سختۍ سره کولی شي چې د خپل دوکان میاشتنۍ کرایه تادیه کړي.

هغه وویل، «د جمهوریت له سقوط څخه مخکې، ما د ورځې ۲۰۰ مشتریان لرل، خو دغه شمېر اوس له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې ته راکم شوی دی.»

هغه وویل، پخوا به هر مشتري له ۵ څخه تر ۱۰ کیلوګرامو پورې خوراکي توکي اخیستل، خو اوس هغوی یواځې ۱ کیلو ګرام یا ۰.۵ کیلوګرام توکي اخلي.

هغه وویل، «حکومت په بازار باندې هېڅ نظارت نه لري، او دوکاندارن خوراکي توکي په هر هغه قیمت چې د هغوی خوښه وي خرڅوي. په ورته وخت کې، هغه خلک چې د بازار د بې ثباتۍ په ترڅ کې ناورین تر ټولو ډېر ځپلي دي هغه بې وزلي خلک دي.»

په هرات ښار کې د غلام حیدر حسین زاده په نامه یوه مزدورکار چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی، وویل، «ما په تېرو پنځو میاشتو کې هېڅ کار نه دی کړی. زه چې بازار ته لاړ شم، وینم چې د خوراکي توکو قیمتونه ډېر زیات لوړ شوي او زه هېڅ شی هم نشم اخیستلی.»

هغه وویل، «هر ځل چې زه بازار ته ځم، هر ډول خوراکي توکي چې وي زه یې یوه یا نیمه کیلو اخلم او یواځې د دې لپاره چې په دې سختۍ کې ژوندي پاتې شو. ځینې وختونه یې له خپلو ګاونډیانو څخه پور کوم ترڅو له حتمي لوږې څخه ځانونه وژغورو.»

حسین زاده وویل هغه ښه وظیفه لرله او دومره پیسې به یې ګټلې چې د خپلې کورنۍ لپاره کافی اندازه خواړه او نوي کالي واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500