امنیت

پخواني پولیس او عسکر هڅې کوي چې د افغانستان د زمردو په سختو کانونو کې د کار کولو له لارې نفقه ترلاسه کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خلک د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

یو سړی د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

یو سړی د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکیني دره کې په یوه غره کې له خامو تیږو څخه ډک یو لاس ګاډی د زمردو له چاڼ څخه مخکې د کان کیندنې د ساحې په لوري ور‌ټېله کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکیني دره کې په یوه غره کې له خامو تیږو څخه ډک یو لاس ګاډی د زمردو له چاڼ څخه مخکې د کان کیندنې د ساحې په لوري ور‌ټېله کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې په ساحه کې په یوه تونل کې یو بل سره خبرې کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې په ساحه کې په یوه تونل کې یو بل سره خبرې کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې ګرځي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې ګرځي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد لټوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې د زمردو له لټون څخه مخکې له خامو تیږو څخه ډکو بوجیو تر څنګ ارام کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې د زمردو له لټون څخه مخکې له خامو تیږو څخه ډکو بوجیو تر څنګ ارام کوي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

دوه سړي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې د زمردو د قیمت په سر چانې وهي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

دوه سړي د مرغومي په ۲۲مه په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې د زمردو د قیمت په سر چانې وهي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

پنجشېر -- د افغانستان د غرونو په سخته یخنۍ کې، محمد اسرار مرادي د زمردو د کان په پرانستې خوله کې سخته او کلکه ځمکه کنده کوي.

دغه پخوانی پولیس افسر د یوه په لاس جوړ غربېل او څو څاڅکو اوبو په وسیله د زرغونې قېمتي ډبرې د ټوټو د ترلاسه کولو لپاره یوه ډبره پاکوي په داسې حال کې چې په لسګونو نور کسان هم ددې قیمتي ډبرې د موندلو په هڅه کې دي.

د زمردو ټوتې چې د لاسونو په ګردجنو ورغوو کې اندازه کیږي، له کابل څخه ۱۳۰ کیلومتره شمال ختیځ ته د میکني درې له زړه څخه راوځي چې د مومپلیو له دانو څخه غټې نه دي.

خو په داسې یوه هېواد کې چې په بشپړ ډول په بې وزلۍ او بشري ناورین کې ورلوېدلی دی تقریبا کافي دی.

افغان کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد ګوري. [محمد راسفان/ای اېف پي]

افغان کارکوونکي د مرغومي په ۲۲مه د پنجشېر ولایت په میکني دره کې په یوه غره کې د کان کیندنې ساحې سره نږدې زمرد ګوري. [محمد راسفان/ای اېف پي]

مرادي وویل، «هغه زمرد چې موږ یې پیدا کوو په ۵۰، ۸۰، ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ [د ۵۰ سنټو او ۱.۵۰ ډالر تر منځ] پلورو.»

یو وخت هغه په ګاونډۍ پریان ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پولیسو مشر وو.

د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، په پيل کې مرادي هڅه وکړه چې د کابل په کوڅو کې د لیلامي کالیو د خرڅوونکي په توګه کار وکړي.‌

دغه ۲۵ کلن افسر وویل، «هغه کار نتیجه ور نه کړه.»

هغه وویل، دا چې هغه کومه عایداتي سرچینه نه لرله، د غرونو خواته یې مخه وکړه.

د هیلې وړانګه

په داسې حال کې چې د کان کیندنې ډلې په غرونو کې کار کوي، په دغې دره کې چې د سمندر له سطحې څخه ۳۰۰۰ متره لوړه ده،‌ د چاودنو انعکاس یو ځوږ جوړ کړی دی.

ځایي خلک له زرګونو کالونو راهیسې په دې پوهېدل چې په پنجشېر ولایت کې زمرد موجود دي.

د کانونو منظمه کیندنه په ۱۳۵۰مو کالونو کې پیل شوه او تر ډېره په غیر ماشیني توګه ترسره کیږي، خو هغه قېمتي ډبرې چې دلته پیدا کیږي له کولمبیایي زمردو سره مقایسه شوي چې په نړۍ کې یې ډېر خلک د ترلاسه کولو هیله لري.

هر کان د څو لسو شریکانو شریک دی او شاوخوا ۱۰ کسان په کې کار کوي، چې تر ۵۰۰ مترو پورې رګونه سپړي.

خو هغه کارکوونکي چې کمپ ته په اخر کې رسیږي هغوی د کانونو په خوله کې د لږې اجورې سخت کار ته پاتې کېږي چې د ډبرو درنې کراچۍ چلوي.

دا له اردو سره چې اوس له منځه تللې، له هغې مناسبې دندې څخه چې ۲۷ کلن ګلاب الدین محمدي پخوا ترسره کوله او د میاشتې ۳۵۰۰۰ افغانۍ (۳۴۰ ډالر) یې په کې اخیستل، ډېره زیاته فاصله لري‌.

دغه کانونه د درې له بېخ څخه په داسې لارو چې سخت یخ په کې پروت دی او لاره یې په داسې کلیو تېره شوې چې کورونه یې له خټو څخه جوړ شوي، تامینات د خرو په وسیله ورته کیږي او رڼا یې د پیټرولي جنراټورونو په وسیله برابرېږي، دوه ساعته لیرې پراته دي.

خو د کانونو لرې والی د محمدي لپاره چې ۷ کاله یې عسکري وظیفه ترسره کړې او د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته یې د ځان د پټولو لپاره د ځای لټون کاوه د پام وړ دی.‌

ډېر پخواني عسکر او پولیس افسران د افغانستان پخواني حکومت کې د دندو له امله د احتمالي انتقامونو له وېرې دغه ځای ته راغلي ترڅو د ژوند څوری ترلاسه کړي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د یادو منسوبینو له جملې څخه له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا «ورک شوي» دي.

خو دا وخت د دغه کمپ ګډوډي د محمدي په ذهن داسې ښکاري لکه تر ټولو غټه بې انصافي چې شوې وي.

هغه په خفګان سره وویل، «له موږ سره د پسونو په څېر چلند کیږي. موږ داسې واقعي ځای نه لروو چې ژوند په کې وکړو؛ موږ په خېمو کې ژوند کوو. موږ اوبه نه لرو، اور نشته، که ناروغ شو کلینیک نشته.»

د افغانستان د اقتصاد په خرابېدلو سره، هغه د خپلې ۲۵ کسیزې کورنۍ لپاره د نفقې د برابرولو لپاره بله لاره نلري.

چین نه سپړل شویو کانونو ته سترګې نیولي دي

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې هڅې کوي چې خپلې پراخې ذخیرې را وسپړي خو د جنګونو او کمزورو بېخبناوو له امله نه دی توانېدلی.‌

د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي اېس) د ۱۳۹۹ د مرغومي د یوه راپور په اساس، د افغانستان په طبیعي سرچینو کې بوکسیت، مس، اوسپنه، لیتیم او نادر ځمکني عناصر موجود دي.

د مسو یو ټن، چې د برېښنا د لینونو د جوړولو لپاره کارول کیږي، له ۹۰۰۰ ډالرو څخه ډېر قیمت لري.

د انرژۍ د نړۍ والې ادارې په وینا، لیتیم یو مهم عنصر دی چې د برېښنایي موټرو د بیټریو، لمریزو تختو او د بادي برېښنا د سیستمونو په جوړولو کې کارول کیږي، او تمه ده چې په نړۍ واله سطحه یې غوښتنه تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې ۴۰ برابره ډېره شي.

دغه راز، په افغانستان کې د نیو دیمیم، پرازیودیمیم او ډیسپروزیم په ګډون داسې نادر ځمکني عناصر موجود دي چې د پاکې انرژۍ په سکتور کې ترې استفاده کیږي.

د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي اېس) ادارې د دغه هېواد نه سپړل شوې معدني شتمنۍ د اټکل ۱ تریلیون ډالرو په اندازه ښودلي، خو افغان چارواکي وايي چې د هغو ارزښت تر دې درې برابره ډېر زیات دی.

دغه راز، افغانستان د تالکو، مرمرو، د ډبرو سکرو او اوسپنې کانونه لري.

که څه هم چې افغانستان د زمرد، لعل، تورمالین او لاجوردو په څېر قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په کیندلو کې بریالی دی، لاکن دغه سوداګري پاکستان ته د ناقانونه قاچاق او سیاسي بې ثباتۍ له امله ټکنۍ شوې ده.

په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو د تېر زمري په میاشت کې په افغانستان کې له پانګونې څخه مخه اړولې، چین دې ته د تیاري اشاره ورکړې چې سیاسي بې ثباتي له پامه وغورځوي او د هېواد ناسپړلو غني خزانو ته لاس رسی پیدا کړي.‌

بیجینګ د زمري په ۲۴مه د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته وویل چې هغه چمتو دی چې له افغانستان سره «دوستانه او په همکارۍ ولاړې» اړیکې وپالي.‌

د «نادرو فلزاتو جنګ» کتاب لیکوال ګیلاوم پیترون د تېر زمري په میاشت کې ای اېف پي ته وویل، چینایان «خپل تجارت د ولسواکۍ اساساتو پورې نه مشروطوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې داسې ضمانت نشته چې افغانستان به د کانونو ال دورادو (زرین مرکز) وګرځي او ویې ویل، «د هغه لپاره، ډېرو باثباته سیاسي شرایطو ته اړتیا ده.»

پیترون وویل،د یوه کان له موندلو تر اېستلو پورې یې تر ۲۰ کالونو پورې وخت نیسي.

هغه وویل،‌ «که باثباته سیاسي او حقوقي سیستم نه وي، هیڅ کمپني به ونه غواړي چې پانګونه وکړي.»

د نورستان پخواني والي او په متحدو ایالاتو کې مېشت سیاسي شنونکي تمیم نورستاني د مرغومي په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «چین په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

نورستاني وویل، «چین پلان لري چې په افغانستان باندې په سلطه ترلاسه کولو سره د پاکستان، افغانستان، ایران، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له لارې یو اقتصادي او سیاسي دهلېز جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د جمهوریت په چپه کېدو نه یوازې د افغان پوځ کارکوونکي له دغه ډول ستونزو سره مخامخ دي، بلکې د ټولنې هر قشر په کې بېلا بېل تاوانونه کړي او لګیا دي کوي. که امارت شل کاله مسلسل کار وکړي د دې شپږ میاشتې بدله به پوره نه کړي. ځکه هر څه جام دي، خلک کړاو کې اخته دي، ستونزې دي، تکالیف دي، ژړا ده، سوال ده ګدایي ده او شل او زر نورې ستونزې... اقتصاد جام دی، تعلیم، تحصیل، روغتیا، سوداګري نورو هېوادونو سره راکړه ورکړه او په ټوله کې ډیپلوماتیکې اړیکې نشته چې دا یو لوی سردردي ده، یعني په ۲۱مه پیړۍ کې چې نوره نړۍ په اسمان کې چکرې وهي خو افغان لا تر اوسه په ځکه سم نه شي ګرځېدلی، د ګرځېدلو وسیله نه لري، په تمامه مانا د یو شل (چې پښې یې کار نه کوي) انسان په څېر دی. که څه هم په پخواني نظام کې ستونزې موجودې وې، خو نه باید په دې ډول خراب شوی وی. په کار وه چې اصلاحات په کې رامنځته شوي و، مسلکي کسان سیستم ته داخل شوي و، د مافیایي کړیو د کړنو مخه نیول شوې وی... او په کار دا وه چې په نوم افغان باید خپل وجدان تر ټولو وړاندې جوړ کړی وی/ جوړ کړي. کله چې یو څوک خپل وجدان ته ملامت نه شو هغه هېچاته ملامت نه دی. متاسفانه موږ نه پرون او نه نن خپل وجدان ته حساب ورکولی شو، پاتې شو نور خلک یاد حساب اخیستونکې ادارې او مشران. که نن هم موږ لاس په کار شو دغسې حالت به بیا په ژوند کې راباندې تکرار نه شي او نه به مو د پوځ یا نورو نورو برخو کارمندان له داسې حالت سره مخامخ شي...

ځواب ورکړئ

دا واقعاً د خواشینۍ ځای دی چې د افغانستان کانونه په داسې غیر قانوني، ابتدايي او مرموز ډول استخراج کیږي، ځکه دا کانونه د یوه شخص یا یوې ډلې ملکیت نه دی، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو ملکیت دی. او تر ټولو ډېره بده دا ده چې، د دې هڅو چې مزدوران یې کوي، ثمره یوازې د یو څو زورواکو جنګسالارانو جیبونو ته ځي، چې د کارګرانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته کوي. دا د دې زورواکو ډلو له خوا استثمار دی چې باید ژر تر ژره ودرول شي. د حیرانتیا خبره دا ده چې بې وزله او ناهیلي مزدوران یو نادر اصلي زمرد په ۵۰ افغانیو یا ۸۰ افغانیو پلوري. کارګر باید دا خرڅ کړي، د خپلې کورنۍ لپاره یوه ډوډۍ وګټي او هغوی د دغو قیمتي ډبرو په پرتله خوراک ته اړتیا لري، مګر سوداګر باید دومره بې انصافه نه وي. د افغانستان د زمردو او نورو قیمتي منرالونو کیفیت په ټوله نړۍ کې شهرت لري، خو د کانونو د استخراج لپاره باید مسلکي او اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.

ځواب ورکړئ

د تېر حکومت په نسکورېدلو سره واقعا په هیواد کې بحران رامنځته شو. یو نه بلکې ګڼ شمیر بحرانونه رامنځته شول، اقتصادی بحران، تعلیمی بحران، له هیوادونو سره د اړیکو یا دیپلوحاتیک بحران، د پاکستان لاس لاندې د راتللو بحران او داسې نور. دا واقعا د خفګان وړ ده چې د افغانستان او امریکا تر منځ یوه غټه فاصله رامنځته شوه لاګن بدبختانه چې پخواني نظام ډېرې ستونزې لرلې غلا، رشوت، اداری او اخلاقی فساد بیخی اوج ته رسیدلی وو او اکثر په کې حکومتي چارواکي ښکیل ول. زه د طالبانو د یو شمیر پالیسیو مخالغګف یم لاکن یله چاره نشته. که فشار پرې زیات شي، احتمالا چې افغانستان به د ایران، پاکستان، روسیې، چین په شمول د یو شمیر هیوادونو د نیابتی جنګونو ډګر شي. بهتره دا ده چې د امریکا په شمول غربي نړۍ له نوي افغان حګومت سره تعامل وکړي، مرستې ورسره وکړي او په مقابل کې ترې د ثبات د یقینی کولو او د محرومو اقشارو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه وکړي. یو شی چې په وروستیو کې رسنیو ته راوتلی او ډېر احمقانه ښکاري هغه د امریکا د حکومت له خوا د سپتمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د پیسو ورکول دي. دا کار کاملا احمقانه، بې رحمانه، غیر اخلاقي او غیر انساني ړی. دا کار کیدی شي د امانت ساتنې په برحه کې د امریکا اعنبار ته زیان ور ورسوي.

ځواب ورکړئ