دین

د چین له خوا د مسو د کان کیندنه کابل ته نږدې لرغوني ښار ته ګواښ جوړوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز لیدل کیږي.‌ د مسو اېستلو پروژه یو لرغونی ښار چې په سیمه کې په لوړو څوکو کې کیندل شوی دی له ګواښ سره مخامخ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز لیدل کیږي.‌ د مسو اېستلو پروژه یو لرغونی ښار چې په سیمه کې په لوړو څوکو کې کیندل شوی دی له ګواښ سره مخامخ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مس عینک -- یو لرغونی ښار چې کابل ته نږدې په لوګر ولایت کې په لوړو څوکو کې کیندل شوی د تل لپاره د ورکېدلو له خطر سره مخامخ دی. یو چینایي کنسرسیوم هڅه کوي چې په نړۍ کې د مسو له یوې لویې زېرمې څخه په ناوړه استفادې سره هغه له ستوني تېره کړي.

داسې باور کیږي چې، مس عینک چې د یوناني او هندي کلتورونو د الحاق په نقطه کې واقع دی، د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کالونو تر منځ لرغونی دی. هغه یو وخت لوی ښار وو چې د مسو د اېستلو او سوداګرۍ لپاره دغلته جوړ شوی وو.‌

لرغونپوهانو دغلته بودایي صومعې، سټوپې، کلاګانې، اداري ودانۍ او استوګنځي کشف کړي، په داسې حال کې چې په سلګونو مجسمې، انځورګرۍ، خټین لوښي، سکې او خطي نسخې ترې را اېستل شوي دي.‌

د فرانسوي کمپنۍ ایکونیم یوه لرغونپوه باستین واروتسیکوس چې د دغه ښار او د هغه د میراث په ډیجیټلي کولو باندې کار کوي، ای اېف پي ته وویل، مس عینک په نړۍ کې «یو له ډېرو ښکلیو لرغونو ساحو» څخه دی.

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوې لرغونې ساحې یوه برخه لیدل کیږي. دغه لرغونی بودایي ښار چې کابل ته نږدې په لوړو څوکو کې کیندل شوی د تل لپاره د ورکېدلو له خطر سره مخامخ دی. یو چینایي کنسرسیوم هڅه کوي چې په نړۍ کې د مسو یوه لوه زېرمه وکیندي او له ستوني یې تېره کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، په مس عینک کې د یوې لرغونې ساحې یوه برخه لیدل کیږي. دغه لرغونی بودایي ښار چې کابل ته نږدې په لوړو څوکو کې کیندل شوی د تل لپاره د ورکېدلو له خطر سره مخامخ دی. یو چینایي کنسرسیوم هڅه کوي چې په نړۍ کې د مسو یوه لوه زېرمه وکیندي او له ستوني یې تېره کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مسو اېستلو یوه چینایي پروژه دغه لرغوني بودایي ښار ته چې کابل ته نږدې لوړو څوکو کې کیندل شوی دی مستقیم ګواښ پېښوي. په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، لرغونې سیمه لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مسو اېستلو یوه چینایي پروژه دغه لرغوني بودایي ښار ته چې کابل ته نږدې لوړو څوکو کې کیندل شوی دی مستقیم ګواښ پېښوي. په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، لرغونې سیمه لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د بودا د یوې مجسمې یوه برخه چې د لوګر ولایت په مس عینک کې په یوه لرغونې ساحه کې کشف شوې ده، لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د بودا د یوې مجسمې یوه برخه چې د لوګر ولایت په مس عینک کې په یوه لرغونې ساحه کې کشف شوې ده، لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه توکي چې له دغه لرغوني ښار څخه ترلاسه شوي تر ډېره له ۲مې څخه تر ۹مې پېړۍ پورې قدامت لري، خو په دې سیمه کې کولالي لوښي هم موندل شوي چې د برونزو تر دورې پورې لرغوني دي.‌

پخوا وخت تر خاورو لاندې کول

مس عینک د مساحت او اهمیت له مخې د ایټالیا پومپي او د پیرو له مچو پیچو سره ورته بلل شوی دی چې کنډوالې یې تر ۱۰۰۰ هکتارو پورې سیمه پوښي او په یوه لوړه څوکه پروت دی.

لاکن چین مسو ته سخته اړتیا لري، او په ۱۳۸۶ کې د چین د کانونو کیندنې سترې کمپنۍ میتالورجیکل ګروپ کارپورېشن د یوه دولتي کانسرسیوم سر ته شو او د ۳ میلیاردو ډالرو یو قرارداد یې لاسلیک کړ چې د ۳۰ کالونو په ترڅ کې دغه کان راوباسي. اوس دغه کانسرسیوم د اېم جی ای اېم په نامه یادیږي.

که څه هم چې ناامني او د بیجینګ او کابل تر منځ د قرارداد د مالي شرایطو په هکله اختلافات د ځنډېدنو سبب شوی، دغه پروژه یو ځل بیا د دواړو خواوو لپاره یو اولویت ګرځېدلی، او په دې هکله خبرې روانې دي چې څنګه پر مخ لاړه شي.

اندېښنې په زیاتېدلو دي چې هغه ځای چې یو وخت د ورېښمو په لاره د سوداګرۍ یو ډېر ښېرازه مرکز ګڼل کېده، اوس کېدی شي له څارنې څخه پرته د تل لپاره ورک شي.

واروتسیکوس وویل، د ۱۳۸۹ په نیمایي کې دا «په ګرده نړۍ کې د تر ټولو لویو لرغونتوکو پروژو له ډلې څخه وه.»

اېم جی ای اېم په اصل کې عملیات د درې کالونو لپاره ځنډولي وو څو لرغونپوهانو ته اجازه ورکړي چې په یاده سیمه باندې چې د کان له امله مستقیما تر ګواښ لاندې دی، تمرکز وکړي.

دغه موده په ناڅاپي توګه اوږده شوه ځکه امنیتي وضعیت د دې مخه نیوله چې چینایان پلان شوې بېخبناوې جوړې کړي.

په نتیجه کې، په زرګونو توکي را واېستل شول چې ځینې یې کابل موزیم ته ولېږدول شول او نور یې هلته نږدې ځای کې ساتل کیږي، خو ډېر پاتې شوني یا ډېر غټ دي یا نازک دي چې لېږدول یې سخت دي او داسې ښکاري چې ورک شي.

چینایان دا غوره ګڼي چې د تر ځمکې لاندې کان کیندنې پر ځای خلاصې کندې وباسي. که همداسې پرمخ لاړ شي، هغوی به د مسو غر پرانیزي او ټولې پخوانۍ ټوټې به تر خاورو لاندې کړي.

د چاپېریال پایلې

د چین پروژې د چاپېریال د پایلو په هکله اندېښنې راپورته کړي، ځکه د مسو اېستل ککړتیا رامنځته کوي او ډېرو زیاتو اوبو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې لوګر وار له مخه یوه وچه سیمه ده.

خو داسې ښکاري چې مالي موخې د کان کیندنې دغه پروژه پرمخ وړي.

د مس عینک کان دا ظرفیت لري چې په کال کې له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډېر برابر کړي چې د ۱۴۰۱ کال لپاره د افغان حکومت د ټولې بودجې شاوخوا ۶۰٪ جوړوي او داسې پلانونه موجود دي چې دغه پروسه ګړندۍ کړای شي.

د راپورونو له مخې، د قرارداد په هکله بحثونه «۸۰٪ بشپړ شوي» دي. په قرارداد کې د برېښنا د داسې یوه سټېشن چې کان او کابل ته برېښنا ورکړي او تر پاکستان پورې د رېللارې جوړول هم شامل دي. یواځې تخنیکي ټکي پاتې دي چې حل کړای شي.

د اوس لپاره، ځنډ د لرغونپوهانو لپاره د نجات لاره ده.

په داسې حال کې چې په دې ساحه کې کار روان نه دی، واروتسیکوس هیله لري چې د کان کیندنې د عملیاتو له پیلېدلو څخه مخکې د لرغون توکو کیندنه پیل کړای شي.‌

هغه وویل، خو دا کار به نړۍ والې همکارۍ او د لګښت برابرېدلو پورې تړاو ولري.‌

احتیاط په کار دی

افغانستان د مسو، اوسپنې، باوکسایټ، لیتیم او نادرو ځمکنیو فلزاتو په ډېرۍ باندې ناست دی چې ارزښت یې له ۱ تریلیون ډالرو څخه اوړي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالغفور نوروزي د تېرې لیندۍ په میاشت کې وویل، چین له کالونو راهیسې د افغانستان د نادرو ځمکنیو فلزاتو ذخیرو ته سترګې نیولي او صحیح فرصت ته په تمه دی چې غېږ ترې چاپېره کړي ځکه هغه یوه لویه عایداتي سرچینه جوړوي.‌

د لړم په میاشت کې له هرات ولایت څخه د یوې لیدنې په ترڅ کې، یوه چینایي سوداګر څرګنده کړه چې د افغان زعفرانو په پروسیس او خرڅولو کې د پانګونې په برخه کې علاقه مندي لري.

د چین ګلوبل ټایمز وېب سایټ راپور ورکړ چې، له هغه لږ وروسته یو شمېر چینایي پانګوونکي افغانستان ته ورسېدل څو د دغه هېواد د لیتیم په کانونو کې د پانګونې لارې چارې وګوري.‌

له تېر زمري میاشتې راهیسې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د چینایي کمپنیو د پانګونې هڅو د افغانانو تر منځ هم پوښتنې راپورته کړي دي.

په هرات ښار کې اقتصاد پوه سید کبیر حسیني د تېرې لیندۍ په میاشت کې وویل، د افغانستان په طبیعي سرچینو کې د چین د کان کیندنې کمپنیو ته د قراردادونو په ورکولو کې احتیاط په کار دی.

هغه وویل، «چینایي کمپنۍ به، پرته له دې چې ډېره ګټه وکړي، هېڅکله هم په افغانستان کې پانګونه ونه کړي. له دغو کمپنیو سره هوکړې باید داسې ترتیب شي چې افغانستان ته د زیان رسېدلو مخه ونیسي.»

حسیني زیاته کړه چې چینایي کمپنیو ته باید د نادرو ځمکنیو فلزاتو او قېمتي فلزاتو ذخیرې په لاس ور نه کړل شي، او یادونه یې وکړه چې په دې ذخیرو باندې د چین ځانګړی تمرکز ښيي چې د هغوی ارادې ښې نه دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په کمیدلو سره، د هیواد د اقتصاد د ژغورلو تر ټولو ښه لار د نورو سکتورونو له لارې د صادراتو وده، په ځانګړې توګه د منرالونو پلورل دي، که څه هم ښایي دا معدنونه د پروسس په صورت کې څو اضافه ارزښتونه ولري. د معدني صنعت د ارزښت په سلسله کې د کانونو پروسس یو اضافي ارزښت ته لاره هواروي چې کیدای شي د افغانستان د سخت اقتصادي بحران لپاره ګټور وي. اوسپنه به د پروسس وروسته ډیر ارزښت ولري او دا هغه څه دي چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي. افغانستان یو بې وزله هیواد دی چې ډیر کانونه لري او د اړتیا وړ بېخبنا نشتوالی هغه لامل دی چې د کانونو د پروسس مسله خپل ځای ته نشي رسیدلی. په همدې حال کې بندیزونه او ځینې پیچلتیاوې د پانګوالو لپاره له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د خامو موادو خرڅلا زموږ د پرمختګ مخه نیسي. کله چې د کانونو د صادراتو خبره راځي، موږ باید هڅه وکړو چې د خامو موادو په بڼه یې صادر نه کړو. کله چې منرالونه د خامو موادو په بڼه صادر شي، نو د کار د فرصتونو د کمښت لامل ګرځي. دا مسله زموږ لپاره د دې منرالونو اضافي ارزښت کموي او په اسانۍ سره نورو هیوادونو ته ځي. نن ورځ ډیر هیوادونه چې پروسس شوي معدنیات صادروي ​​د کانونو لومړني واردونکي دي او موږ چې په افغانستان کې لویې معدني زیرمې لرو باید دا فرصت له لاسه ورنکړو. د اومو موادو خرڅلا د پرمختګ مخه نیسي. ډېرو پرمختللو هېوادونو د دغو خامو موادو د ارزښت په زیاتولو او د پرمختګ په لور د ګامونو په پورته کولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړې او اوس په نړۍ کې د هغوی اقتصادي ځواک په خپلو سترګو وینو. موږ د پروسس په برخه کې د پرمختګ وړتیا لرو. د خامو موادو پلور یو موقتي بازار دی او موږ باید هڅه وکړو چې د هغه لپاره یو پروګرام ج

ځواب ورکړئ

افغانستان اوس بې صاحبه شوی او د سیمې هیوادونه هڅه کوي چې خپله برخه غلا ورنه وکړي. په دې وروستیو کې د پاکستان د پټو او ښکاره غلاوو خبرونه هم زیات شویدي. چې د ډبرو سکاره، قیمتي ډبرې او آن د افغانستان د پخواني پوځ د وسلو قاچاق یې لویه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان پر زراعتي توکو بندیزونه لګولي او پاکستان ته یې نه پرېږدي خو برعکس یې د افغانستان د کانونو لوټولو ته لومړیتوب ورکړی. اوس اوس خبر دی چې د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې پاکستان باید د جنوبي افریقا د بې کیفیه سکرو پر ځای په ارزانه بیه د افغانستان نه د لوړ کیفیت لروونکي سکاره وارد او په بدل کې یې افغانانو ته د ډالرو پر ځای خپلې بې کلدارې ورکړي. پاکستان د چین د نامشروع اولاد په توګه غواړي چې افغانستان ولوټي او نړۍ هم نغواړي د پاکستان مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

د ګلوبل ویټنس په نوم یوې نړیوالې موسسې هم په دې اړه یو راپور خپور کړی چې په دغه راپور کې یې په قرارداد کې پر فساد او نورو ستونزو نیوکه کړې ده. په داسې حال کې چې دغه قرارداد له خلکو سره نه دی شریک شوی، لاکن دغې ادارې په لوګر ولایت کې د مسو کان د کان په قرارداد کې د شخړو، فساد، له بشري حقونو د سرغړونې او د چاپېریال ککړتیا په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د کانونو په خپرېدو کې یې د ځنډ لامل شوی دی. د قرارداد خپراوی د پروژې د سم حاکمیت د یقیني کولو لپاره لوی خنډ دی. د ګلوبل ویټنس یوه غړي، جومن کوبا وویل، د افغانستان د کانونو تر ټولو لوی قرارداد ښايي د جګړې، فساد، له بشري حقونو څخه سرغړونې، د چاپیریال ککړتیا او د افغانستان د تاریخي میراثونو له منځه وړلو په شمول ناوړه پایلې ولري. جومن کوبا وویل، د ګلوبل ویټنس راپور په مثبتو اقتصادي، ټولنیزو او زیربنایي ژمنو او د سیمې د اوسیدونکو او چاپیریال د ملاتړ لپاره په حیاتي ژمنو هم ټینګار کوي چې کېدی شي د کان کیندنې د عملیاتو احتمالي اغیزو لاندې راشي.

ځواب ورکړئ

د کان راوېستل به په یو نه یو ډول افغانانو ته ګټه ورسوي، خو چین چې چېرته تللی هم یې د هغو هېوادونو کانونو رااېستلي او هم یې هغه هېوادونه قرضداري کړي دي. لکه پاکستان او افریقايي هېوادونه. پاکستان اول چین سره یارانه جوړه کړه. کلونه کلونه هلته چینایانو کار وکړ، که له یوې خوا یې پاکستان جوړ کړ خو له بلې خوا یې قرضدار کړ. اوس هره ورځ پاکستانیانو خپل حکومت پسې کوتک رااخیستي وي. نو خبره داده چې که چین افغانستان ته د کانونو د کیندنې لپاره لاس رااوږدوي باید د یو منظم پلان له مخې دغه کار وشي چې افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي نه دا چې عادي کراچینوان هم چینايي وي. بله خبره داده چې که دغه کان استخراجېږي ښايي دغه تاریخي ښار له منځه یووړل شي او بل تاوان یې داده چې هسې نه جال کې مو راګیر کړي او د پاکستان او افریقايي هېوادونو غوندې مو قرضداري نه کړي. خو زموږ ګیله بیا هم داده چې اوس ټول خلک په طالب ټاپه لګوي نو تېر حکومت ولې په ۲۰ کلونو کې د کانونو د استخراج برخه کې کادرونه ونه روزل؟ ولې یې انجنیران تربیه نه کړل؟ او ولې نړیوالو موږ ته د کانونو د استخراج ټکنالوجي رانکړه؟ خو بس ټوله دوکه ده.

ځواب ورکړئ

دا خبر هم ښه دی او هم بد. ښه په دې دی چې د افغانستان یو کان به راوایستل شي او فایده به یې افغانانو ته ورسیږي. بد په دې دی چې چینایان پخپله وږي تږي دي نو مونږ ته به ترې څه ګټه په لاس راشي. چینایان دومره حرامیان دي چې په هر وطن کې کار کوي، هلته عادي مزدورکاران له خپل وطن نه راولي. یعنې له محلي خلکو نه څوک په کار نه ګوماري. نړۍ وال ائتلاف باید د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰۰ افغانان د کانونو د کیندنې په برخه کې تربیه کړي وای. دغه راز، هغوی باید افغانستان ته د کانونو د کیندنې ټکنالوجي ورکړې وای. که مونږ کدرونه او وسایل لرلی، اوس به چینایانو ته محتاج نه وو.

ځواب ورکړئ