بشري حقونه

په داسې حال کې چې د بې وزلۍ ناورین د بدترېدلو خوا ته روان دی، د کابل یوه نانوایي هڅه کوي ترڅو افغانان له لوږې څخه وژغوري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د هغو کورنیو لپاره چې د کابل پوهنتون د یوه استاد له خوا د تنظیم شوي یوه کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول ډوډۍ ترلاسه کوي، وچه ډودۍ یواځیني خواړه دي چې هغوی یې ځینې ورځې خوري. په افغانستان باندې بشري ناورین منګولې ښخې کړي، او ملګرو ملتونو د مرغومي‌ په ۲۱مه وویل چې هغوی د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو په لړ کې ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. [لونا سارمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- مهاجره امان الله د هر سهار په لومړنیو ساعتونو کې په سخته یخنۍ کې په کابل کې د یوې ساده نانوایۍ مخې ته ورځي ترڅو د وېشل کېدونکې تودې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړي.

ځینې ورځې د هغې ټوله کورنۍ او نور هغه کسان چې په کتار کې ولاړ وي، یواځې همدغه ډوډۍ خوري.

دغې د دوو ماشومانو مور د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۸مه/ ای اېف پي ته وویل، «که زه له دې ځای نه ډودۍ را نه وړم، موږ مجبور یو چې به لوږه ویده شو.»

هغې وویل، «تر دې چې ما ان د خپلو لوڼو د خرڅلاو په هکله فکر کړی وو، لاکن زه له خپلې پرېکړې نه په شا شوم او په خدای (ج) باندې مې تکیه وکړله.»

یو نانوای د مرغومي په ۲۸مه په داسې حال کې، چې خلک د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول د وېشل کېدونکې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي، د خپل دوکان کړکۍ پاکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو نانوای د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې په یوه دوکان کې چې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې ځینو کورنیو ته په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ توزیع کوي، کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو نانوای د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې په یوه دوکان کې چې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې ځینو کورنیو ته په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ توزیع کوي، کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې په وړیا ډول د ډودۍ ترلاسه کولو څخه وروسته د یوې نانوایي څخه د یوه سړک په اوږدو کې د خپل کور په لوري روانه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې په وړیا ډول د ډودۍ ترلاسه کولو څخه وروسته د یوې نانوایي څخه د یوه سړک په اوږدو کې د خپل کور په لوري روانه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په کابل کې ۷۵ کورنیو ته په وړیا ډول وچه ډودۍ ور وېشي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په کابل کې ۷۵ کورنیو ته په وړیا ډول وچه ډودۍ ور وېشي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول د وېشل کېدونکې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول د وېشل کېدونکې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دغو کسانو د مرغومي په ۲۸مه لږ مخکې په کابل کې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کړه.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دغو کسانو د مرغومي په ۲۸مه لږ مخکې په کابل کې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کړه.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې له یوې نانوایي څخه په وړیا ډول د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې له یوې نانوایي څخه په وړیا ډول د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته په داسې حال کې ولاړ دي چې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د یوې نانوایي مخې ته په داسې حال کې ولاړ دي چې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې په وړیا ډول وېشل کېدونکې ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د زمري په وروستیو کې د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د افغانانو د زده کړو او ازادۍ هیلې په سیند لاهو شوې،او بې وزلي او لوږه نهیلي افغانان د خپلو لوڼو د خرڅولو سخت انتخاب ته اړ باسي.

په افغانستان باندې بشري ناورین منګولې ښخې کړي، او ملګرو ملتونو د مرغومي‌ په ۲۱مه وویل چې هغوی د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو په لړ کې ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

په عین ورځ د متحدو ایالاتو حکومت په دغه کال کې د افغانستان لپاره له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه د ډېرې لومړنۍ مرستې ژمنه وکړه. د تلې له میاشتې راهیسې، د افغانانو لپاره د متحدو ایالاتو ټوله بشري مرسته ن.دې ۷۸۲ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ۲۳ میلیونه خلک چې د افغانستان د وګړو له نیمایي څخه ډېره برخه جوړوي، د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.‌

کاري فرصتونه له منځه تللي،او په هېواد کې ډېرو حکومتي کارکوونکیو ته، چې د پخواني حکومت پر وخت ن.دې ټول په بهرنیو مرستو باندې متکي وو، د څو میاشتو تنخواګانې تادیه شوي نه دي.‌

واشنګټن د دغه هېواد په میلیاردونو ډالر شتمنۍ کنګل کړي، په داسې حال کې چې د مرستو رسولو لړۍ تر ډېره حده مختل شوې ده.

دغه راز، افغانستان د ۱۴۰۰ لمریز کال په ترڅ کې په لسیزو کې تر ټولو سختې وچکالۍ وځاپه

افغانان له لوږې وژغورئ

د ډوډۍ وېش، چې د «افغانان له لوږې وژغورئ» کمپاین په ترڅ کې د کابل پوهنتون د یوه استاد له خوا تنظیم شوی، تېره شنبه پیل شو.

د دغه کمپاین د مرستو د پاڼې د معلوماتو په اساس، د پلازمېنې په اوو ناحیو کې لږ تر لږه ۷۵ کورنۍ به د یوې میاشتې په مخه هره ورځ ۱۰ ډوډۍ ترلاسه کوي.

په دغو معلوماتو کې راغلي چې، «یوه ډوډۍ ۹ افغانۍ قیمت لري نو هره ورځ د ۷۵ کورنیو د مړولو لپاره ۶۴ ډالر لګښت راځي،» او یادونه یې وکړه چې دغه کمپاین به له راتلونکې اونۍ څخه د ورځې ۲۰۰ کورنیو ته پراخ کړای شي.

نوریه له پنځو نورو ښځو سره یو ځای، چې ټولو اوبرنګه چادرۍ په سر کړې وي، په کتار کې درېږي. طالبان په هېواد کې ښځې دې ته هڅوي چې دغه ډول چادرۍ په سر کړي.

د هغې د مېړه له مړینې څخه وروسته، هغې له خپلو دوستانو څخه مرستې ترلاسه کړې، خو هغه پای ته ورسېدلې.

نوریې چې د پنځو ماشومانو مور ده، وویل، «موږ له ګازرو او شلغمو څخه جوړ شوی سوپ خورو... او موږ په هغه کې د غوښې پر ځای د ډوډۍ ټوټې ور اچوو.»

په داسې حال کې چې سړي او ښځې د خپلې برخې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي، ماشومان لوبې کوي. ځینو ماشومانو شکېدلي بوټان چې د هغوی په پښو لوی دي، په پښو کړي دي.

د نانوایي مالک مکرم الدین په داسې حال کې چې د کتار وروستی کس لاړ، وویل، «خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي، او هغوی نور عواید نه لري.‌ موږ د ورځې څلور بوجۍ اوړه لګول، اوس یواځې یوه نیمه بوجۍ لګوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له سلام ټایمز څخه مننه چې دا ډول مسایل تعقیبوي او په اړه یې راپورونه لیکي چې خلک یې ولولي او الهام واخلي او ټول خلک کولی شي چې د پوهنتون د دغه استاد په څیر عمل وکړي. ټول خلک باید د دې کار هرکلی وکړي او دا مهم او خپله ملي دنده وګڼي. په پښتو ژبه کې یو متل دی چې وايي، «په یو ګل نه پسرلی کیږي» او دا متل په دې برخه کې ریښتیا هم دی، ځکه چې د یوه افغان په شفقت او مهربانۍ سره بې وزله خلکو ته خواړه نشي ور رسېدلی، بلکې ټول ولس باید هر څومره چې کولای شي له اړمنو سره مرسته وکړي، تر څو په دې سخت ژمي او د بېکارۍ او بې وزلۍ په دې بد وخت کې یوازې پاتې نه شي. زموږ ځيني بډايان دومره فاسق دي چې زموږ د خلکو هماغه فقر او لوږه ويني او بيا هم خپلې پيسې حج ته وړي او هلته يې مصرفوي. اې خلکو! که د حقیقي حج په لټه کې یاست، وږو ته خواړه ورکړئ، د ناروغانو درملنه وکړئ، لوڅ خلک پټ کړئ، دا ریښتینی حج دی او دا د خدای له لوري ستاسو د بخښنې لامل کیږي، که نه نو تاسو د بخښنې مستحق نه یاست، او که تاسو دا کار ونه کړئ، په الله قسم چې تاسو به د جنت مخ ونه وینئ.

ځواب ورکړئ

دا څه چې تاسو ویلي دي دا ټول ضروري دي. وږو ته خواړه ورکړئ. بربنډو ته جامې ورکړئ. مهربان اوسئ ځکه چې زموږ یو او ریښتینی خدای ټول ګوري. د دې لیدل زما زړه ډیر ټیټ ځای ته راوړي. زموږ د مادي نړۍ او حرص او استثمار له امله ښکلي خلک زورېږي. دا زما لپاره سخته ده چې د ماشومانو سترګو ته وګورم. کړاوونه. زه یوازې د دوی لپاره دعا کوم او دعا کوم چې یوه ورځ به دوی په خوښۍ پوه شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې پیسې شته خو مشکل دا دی چې سیستم نشته. بدبختانه چی په تیرو شلو کالونو کې داسې سیستم جوړ نشو چې له شتمنو څخه په منظمه توګه مالیه ټوله کړي او د غربي هیوادونو په څیر هغه بیا هغو کورنیو او اشخاصو ته چې یا بی کاره وي یا معلول وي د مرستې په څېر ورکړي. په تیرو شلو کالونو کې که شل راتللې شل به غلو او پخوانیو جنګسالارانو چور کولې او که سل به راتللې سل به یې چور کولې. د سیګار راپورونه د دې ښه شاهد دي. بله دا چې مونږ له ډېرو بدو ګاونډیانو سره پراته یو. پاکستان مو یو خوا ته وینو ته ناست دی ایران بلې خواته روسان بلې خواته او چین چې تر اوسه یې په افغانستان باندې مستقیم وسله وال برید نه کړی هغه بلې خواته ورځې او شپې شماري چې زمونږ کانونه لوټ کړي. د چین د مستقیم وسله وال برید خبره مې ځکه وکړه چې غیر مستقیم بریدونه خو یې وکړل. زمونږ یوه کلیوال قسم کاوه چې د ایئتلافي ځواکونو ټانکونه به په کلي تیریدل او هغوی ورته بم ښخ کړی وو خو چې ټانک به بم ته ورسید او دوی به ریموټ ته زور ورکړ هغه به نه چاودید، بیا یې دا خبره له هغو پاکستاني افسر سره چې له هغوی سره په رابطه کې وو شریکه کړه هغه ستونزه له خپلو لوړو مقاماتو (د پاکستان پوځ کې) سره شریکه کړه او هغوی له چین سره خبرې وکړې چې هغه ریموټونه چې تاسو راکړي دي هغه بمونه نه چوي، بیا په څو ورځو کې دننه چین نوي ریموټ کنټرولونه راولیږل او چې بیا به یې زور کړ، بم به وچاودید. دا زمونږ هغه ګاونډیان وو چې زمونږ د حکومت له نړۍ والو ملګرو سره یې دا ډول چلند کاوه.

ځواب ورکړئ