اقتصاد

بهرمېشتي افغانان په هرات کې د سرکونو د غاړې په سلګونو ماشومانو ته وړیا د غرمې ډوډۍ برابروي

د عمر راپور

د بې وزلۍ پر ضد د افغانانو د مبارزې اداره (ای اېف پي او) په نامه خیریه موسسه چې په متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا کې د اوسېدونکیو افغانانو له خوا حمایه کیږي، له یوې میاشتې ډېر وخت راهیسې په هرات ښار کې اړمنو خلکو ته تیاره چمتو شوې ډوډۍ ور وېشي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ښار کې هره ورځ د بې وزلۍ پر ضد د افغانانو د مبارزې ادارې (ای اېف پي او) مخې ته تقریبا ۱۵۰ ماشومان، ښځې او سړي په یوه اوږده کتار کې ولاړ وي چې د غرمې ډوډۍ ترلاسه کړي.

هغوی غریب کاریګر، سوالګر او داسې ماشومان دي چې د سرکونو په سر کار کولو ته مجبور شوي او نشي کولی چې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یو وخت خواړه واخلي.

ای اېف پي او چې په متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا کې د اوسېدونکیو افغانانو له خوا حمایه کیږي، له یوې میاشتې ډېر وخت راهیسې په هرات ښار کې اړمنو خلکو ته تیاره چمتو شوې ډوډۍ ور وېشي.

د ای اېف پي او یوه موسس محمد داود انوري وویل، «زموږ دروازه د غریبو خلکو، په ځانګړې توګه کاریګرو او بې سرپرسته ماشومانو پر مخ پرانستې ده. هغوی د ورځې په جریان کې هر وخت چې وږي شي زموږ دفتر ته راځي.»

هغه ماشومان چې د ډېرې غریبۍ له امله د سرکونو په سر کار کولو ته مجبور شوي، د کب په ۱۰مه په هرات ښار کې د بې وزلۍ پر ضد د افغانانو د مبارزې اداره (ای اېف پي او) کې وړیا ډوډۍ خوري. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ماشومان چې د ډېرې غریبۍ له امله د سرکونو په سر کار کولو ته مجبور شوي، د کب په ۱۰مه په هرات ښار کې د بې وزلۍ پر ضد د افغانانو د مبارزې اداره (ای اېف پي او) کې وړیا ډوډۍ خوري. [عمر/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ای اېف پي او بنسټګران او کارمندان په هرات ښار کې د دغې موسسې له دارالمساکین څخه بهر د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [ای اېف پي او]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د ای اېف پي او بنسټګران او کارمندان په هرات ښار کې د دغې موسسې له دارالمساکین څخه بهر د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [ای اېف پي او]

هغه وویل، «دا وخت موږ هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ غریبو ماشومانو، سړیو او ښځو ته د غرمې ډوډۍ تیاروو،» او زیاته یې کړه چې سم چې پیسې پیدا شي دا موسسه به د ګټه اخیستونکیو شمېر زیات کړي.

انوري وویل، «موږ به د هرات ښار په پنځو غریبو ناحیه کې دارالمساکینونه جوړ کړو څو هغو خلکو ته چې ډېر اړ وي خواړه برابر کړو.»

هغه وویل، «ماشومانو ته د ډوډۍ برابرولو تر څنګ، موږ د ټولنیزو آدابو، ښاري فرهنګ او د ژوند د روزنې په هکله درسي ټولګي ترتیبوو.»

د دې پروژې هدف دا دی چې ماشومان او نور غریب افغانان له سختې لوږې او خوارځواکۍ څخه وژغوري او هغوی ته د لوست زده کولو ټولګي برابر کړي.

هغه وویل، «دا کاریګر ماشومان اکثر له ښوونځي څخه محروم دي،‌ او موږ داسې لارې چارې لټوو چې د ښوونځي د مضامینو ټولګي ورته برابر کړو.»

انوري روښانه کړه چې، «د پروژې د لومړۍ مرحلې په ترڅ کې به موږ کاریګرو ماشومانو ته د ورځې یو ساعت د ښوونځي مضامین تدریس کړو.»

هغه وویل، «موږ غواړو چې هغوی ته حرفوي مهارتونه او مسلکونه ور وښیو څو هغوی وکولی شي چې په راتلونکي کې یو مسلک زده کړي او له خیر غوښتلو او د سرک پر غاړه کار کولو څخه وژغورل شي.»

د هرات ډېرو کم وسه ماشومانو ته خواړه ورکول

نوید چې ۹ کاله عمر لري له ۷ کلنۍ راهیسې د هرات ښار په کوڅو کې پلاستیکي کباړي توکي ټولوي.

هغه د میثم په نامه یو ۵ کلن ورور او یوه ۴ کلنه خور لري چې ځینې وختونه یې له ځان سره بیایي ترڅو کثافات راټول کړي.

ای اېف پي او د تېرې میاشتې په بهیر کې هره ورځ نوید ته په وړیا توګه د غرمې ډوډۍ ورکړې ده.

هغه به ټوله ورځ په وږې خېټه کار کاوه، خو اوس هغه هره ورځ په غرمه کې متغذي خواړه چې وریژې، غوښه، الوګان، نخود او تازه مېوه په کې شامل دي، خوري.

نوید وویل چې د وړیا خوراک له برکته د تېرې میاشتې په بهیر کې د هغه وزن درې کیلوګرام زیات شوی دی.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې هغوی ماته هره ورځ په وړیا توګه یو وخت ډوډۍ راکوي. ما به ټوله ورځ په لوږه تېروله ځکه چې ما پیسې نه لرلې چې خواړه پرې واخلم.»

نوید وویل، «زما خوښېږي چې ښوونځي ته لاړ شم او زده کړه وکړم، خو زما کورنۍ ما کار ته لېږي.»

هغه زیاته کړه، «زه د ورځې له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ افغانیو (۰.۷۰ – ۱.۱۴ ډالر) ګټم او ګټه مې خپلې کورنۍ ته ورکوم. زما پلار ناروغ دی او نشي کولی چې کار وکړي.»

عایشه چې ۱۱ کاله عمر لري، ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوې او پرځای یې په هرات کې د سرک پر غاړه بوټان بورسوي ترڅو د ژوند لګښت ترې وګټي.‌

هغې وویل، «زه ډېرې ورځې وږې وم، او لږو خلکو به راسره مرسته کوله. ما پیسې نه لرلې چې خواړه پرې واخلم، او ځان به مې مجبوراوه چې لوږه تېره کړم.»

عایشې وویل چې د هغې په څېر ډېر ماشومان له لوږې څخه ژغورل شوي ځکه چې اوس هغوی داسې یو ځای لري چې هغوی ته ډوډۍ ورکوي.

هغې د کب په ۱۰مه وویل، «زه له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې دلته راځم چې د غرمې ډوډۍ وخورم. زه ډېره خوشحاله یم چې هره ورځ په وړیا توګه یو وخت خواړه خورم. په دې کې شک نشته چې زه په خپل ژوند کې بهترین خواړه خورم ځکه چې موږ په کور کې صحیح خواړه نه لرو.»

ویس احمد چې ۱۲ کاله عمر لري، هم په هرات ښار کې له کوڅو څخه کثافات راټولوي.

هغه وویل، «زه به نانوایانو او دوکانونو ته ورتلم او د خوړو سوال به مې کاوه، خو لږو خلکو به مرسته کوله. ما به پرته له دې چې ټوله ورځ په لوږه تېره کړم بله لاره نه لرله.»

درې اونۍ مخکې، ویس په ای اېف پي او کې په وړیا توګه د غرمې ډوډۍ خوړل پیل کړل.

هغه وویل، «هر کله چې زه وږی شم، دلته راځم او خوراک کوم. سم چې زه خوراک پای ته ورسوم، بېرته کار ته ځم او د شپې خپلې ټولې پیسې کور ته وړم.»

د فقر او لوږې له منځه وړل

په هرات ښار کې د عبدالناصر اسودي په نامه یوه اقتصادپوه او د ای اېف پي او یوه بنسټګر وویل، د بهر مېشتو افغانانو مرسته حیاتي‌ ارزښت لري څو د هغو سلګونو ماشومانو او افغان سړیو او ښځو ژوند وژغوري چې د روان اقتصادي بحران له امله مجبور شوي چې د سرک په سر خیر وغواړي.

هغه وویل، دا چې اکثر افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، د سلګونو غریبو او اړمنو خلکو لپاره د تیارو خوړو برابرول د لوږې پر ضد د مبارزې یوه مؤثره طریقه ده.‌

اسودي‌ وویل، «روان حالات ډېر سخت دي او ډېر خلک د ورځې له یو وخت څخه د ډېر ځلې خوړو د اخیستلو وس نه لري. اکثر غریب خلک حتی یوه مړۍ ډوډۍ نه لري چې ویې خوري او مجبور دي چې لوږه تېره کړي.»

هغه زیاته کړه، «هغو ماشومانو ته چې له لوږې سره مخامخ دي د صحي خوړو برابرول د خلکو تر منځ د خوارځواکۍ په کمولو کې مرسته کوي. دا له هغو کورنیو سره چې نشي کولی خپلو ماشومانو ته خواړه ورسوي یوه غټه مرسته ده.»

خدیجه چې ۳۵ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده له څلورو کالونو راهیسې د هرات ښار په کوڅو کې خیر غواړي.

هغې وویل له هغه وروسته چې مېړه یې د یوې ناروغۍ له امله مړ شو، هغه مجبوره وه چې بهر وځي او خیر وغواړي څو خپل ماشومان ماړه کړي.

له دوو اونیو څخه ډېر وخت کیږي چې هغې په هرات کې په ای اېف پي او کې د غرمې ډوډۍ خوړل پیل کړي دي.

هغې وویل، «ما به ټوله ورځ په کوڅو کې خیر غوښت او وږې به وم، خو اوس زه کولی شم چې هره ورځ دلته راشم او د غرمې ډوډۍ وخورم. پخوا ما ایله دومره کولی شوای چې د شپې ډوډۍ وخورم، خو څو ورځې کېږي چې زه د غرمې ډوډۍ په شمول د ورځې دوه وخته ډوډۍ خورم.»

خدیجې وویل، «پخوا ځینو خلکو له ما سره مرسته کوله خو یو کال کیږي چې نور چا دومره پیسې نه لرلې چې له ما سره مرسته وکړي. زه ټوله ورځ په ښار کې خیر غواړم، خو نشم کولی چې د ورځې له ۵۰ افغانیو (۰.۰۶۰ ډالرو) څخه ډېرې پیدا کړم. هغه خلک چې پخوا به یې له ما سره مرسته کوله اوس پخپله غریب شوي او په نورو متکي دي او له بل چا سره مرسته نشي کولی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا اوس مې د ازادي راډیو یو خبر لوست چې په کې د بېلا بېلو ولایتونو د نجونو د زده کړو حال رااخیستل شوی دی او نجونو په کې د خپلې ناچارۍ کیسې کړي چې سختې خفه دي په دې حالت چې طالبان ورته د زده کړو اجازه نه ورکوي. اخوا بیا د همدې نجونو کورنۍ هم سختې خفه دي چې ښخینه اولادونه یې د نارینه وو په څېر زده کړو ته نه پرېښودل کېږي په داسې حال کې چې پوره افغاني او اسلامي حجاب مراعت کوي خو طالبان یې نه پرېږدي چې زده کړې وکړي. زه وایم کله چې ښوونځی نه وي، کورس نه وي، پوهنتون نه وي هغه ځای هیڅ رڼا نه‌شته او د یوې تیاره راتلونکې خبرداری انسان ته ورکوي، چې دا ډېرې بدې پایلې لري، نو په دې اړه د خلکو اندېښنې بیخي زیاتې دي ،باید ژر تر ژره ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانيستل شي او ښځو ته د کار اجازه ورکړل چې په دې سره به نړیوال بنسټونه هم طالبانو ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او هر وخت چې وايي که نجونو او ښځو ته د کار اجازه ورنکړي افغان حکومت سره به مرستې بندې کړي، نو زما په نظر طالبان هم باید نور د نړیوالو د دغې بهانې له وجې هم خپل مسیر سیده کړي او پرېږدي چې هر څوک په ازاد افغاني او اسلامي دود له مخې کار وکړي. او که اجازه ورنکړي نو بهرني بنسټونه هسې بهانې لټوي څو خپل فعالیتونه په افغانستان کې بند کړي چې هم د ولس او هم د طالبان په زیان ده. تازه په تازه د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن ویلي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي. له بې وزلۍ یې ښکاره هدف دا دی چې خپل فعالیتونه به بند کړي نو که لږ عقل هم وي نور باید دغه کیسه پای ومومي او نجونې زده کړو او ښځې کار ته پرېښودل شي.

ځواب ورکړئ

معمول دا دی چې د غریبو هېوادونو وګړي غواړي چې د ژوند د ښه والي په موخه بډایه هېوادونو ته مخه کړي. له دغه ډول غریبو هېوادونو څخه یو هم افغانستان دی. د نورو هېوادونو د وګړو په څېر، ډېری افغانان هم له مختلفو لارو هغه که قانوني دي او که غیر قانوني، ځان یې تر اروپا، امریکا، اسټرالیا... رسولي. دا په داسې حال کې ده چې د خپل خوږ وطن پرېښودل څه اسان کار نه دی. هغه افغانان چې خپل اولادونه یې په خپل هېواد کې پریښي او دوی په نورو هېوادونو کې د مسافرۍ شپې ورځې سبا کوي، په یقین سره لویه قرباني ورکوي. دوی په ځان سختې تېروي، د خپلې ځوانۍ انرژي د نورو هېوادونو په ابادۍ کې مصرفوي خو برعکس اورم چې د کوربه هېوادونو ځینې وګړي ورسره تعصبي چلند کوي. دا په داسې حال کې ده چې بډایه هېوادونه د انساني قوې له کمښت سره مخ دي. دوی ته همدا یوه لاره ور پاتې چې د غریبو هېواونو له وګړو څخه د خپلو هېوادونو په ابادۍ او ترقۍ کې استفاده وکړي. البته سناریو یې داسې جوړه کړې چې غریب هېوادونه د همدې بډایه هېوادونو د ناسمو سیاستونو له امله په جنګ او غربت کې راګېر دي. تاسو وګورئ؛ ایران د سوريې د جنګ ګټلو لپاره له افغانانو کار اخلي خو په مقابل کې له افغانانو سره کوم چلند کوي، پاکستان به د کشمیر د جنګ لپاره له افغانانو کار اخیسته، روسان غواړي چې د اوکراین د جنګ ګټلو لپاره له افغانانو کار واخلي... خو برعکس همدې هېوادونو له افغانانو سره کوم چلند کړی او کوي یې. نو اخر تر څو؟ راځئ په ګډه د لوږې پر وړاندې مبارزه وکړو، راځئ د جنګونو مخنیوي وکړو، راځئ ژوند وکړو.

ځواب ورکړئ

که په سمه توګه او امانتدارۍ او ایماندارۍ سره کار شوی وی ولې به نن د سرکو په سر ماشومانو ته خواړه ورکول کېده. که سمه حکومتولي شوې وی نن به دغه ماشومان پر زړه کړو بوخت وو او پر ځای به یې پلار، مشر ورور او یا هم د کورنۍ یوه بل غړي په منظم ډول کار کاوه او دغه ماشومان به سیوري ته ناست وی. خو متاسفانه دوه لسیزې یا هم له دې زیات وخت واک د هغه چا لاس کې وو چې پیسې یې واخیستې او د تېښتې وخت چې راغی بهر ته یې انتقال کړې اوس بې غمه ژوند کوي خو دلته په وطن کې ماشومان د سرکونه په سر خوراک کوي او بیا ټوله ورځ یې په عبث شیانو تېرېږي. کاش چې په پوره ایماندارۍ کار شوی وی. د دې بهر مېشتو کور ودان او ډېره شکریه چې بیا هم د خپل وس مطابق په یو نه یو ډول یې د همکارۍ لاس رااوږد کړی او دې ماشومانو ته یې ورکړی دی. اوس هم سر وخت دی چې لاس په کار شو او د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړو. هسې نه راتلونکي نسلونه موږ ته د ملامتۍ ګوته ونیسي څنګه یې چې موږ تېرو ته نیسو. د داسې یوې ورځې په هیله چې بوجۍ په شا ماشوم نه؛ بلکې د کتابونو بکس په شا ماشومان وګورو او په لیدو یې له زړه ورته خوشاله شو.

ځواب ورکړئ

دا یو ډیر دروند کار دی. د دې خبر په اوریدو ډیر خوښ شوم. کله چې مونږ دا ماشومان ګورو زه ډیر دردېږم. ډیری خلک چې دا ماشومان ترې پیسې غواړي، له دوی سره انساني چلند نه کوي. که یو ماشوم له چا څخه ډوډۍ وغواړي، تقریباً ۱٪ له دې ماشومانو سره مرسته کوي او پیسې ورکوي، او دا ماشومان کولی شي په هغو پیسو د ځان لپاره ډوډۍ واخلي او وخوري. دا ماشومان نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به څه پیښ شي. تر ټولو مهمه دا ده چې د دې ماشومانو د روزنې لپاره یو بنسټ جوړ شي.

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې زمونږ په خلکو رحم وکړي. په دوه لسیزو کې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو له افغانستان سره مرستې وکړې. بدبختانه چې حکومتي چارواکو چې اکثر یې پخواني جنګسالاران ول د دې پرځای چې بېخبناوې جوړې کړي، فابریکې جوړې کړي، برق جوړ کړي، دومره وکړل چې پیسې یې ولوټلې او په خارجي بانکونو کې یې ذخیره کړلې. د دې راپور هر لفظ د یوه باوجدانه انسان زړه پرې کوي. د یوه هیواد ماشومان چې په سرکونو خیرات غواړي، ځوانې ښځې چې خیرات غواړي او حاکمان یې د اسلام تر نامه لاندې حکومت کوي دا د بدبختیو اوج دی. حقیقت دا دی چې اسلام مونږ ته نه دی پاتې، اسلام له مونږ نه غرب ته تللی دی. زه چې ګورم د افغانستان اسلامي جمهوریت/امارت، د پاکستان اسلامي جمهوریت، د ایران اسلامي جمهوریت... دا دروغ دي. د اسلام د حقیقي تعریف او اساساتو په اساس د امریکا حکومت اسلامي حکومت دی، یعنې د امریکا اسلامي جمهوریت، د جرمني اسلامي جمهوریت، د فرانسې اسلامي جمهوریت، د ایټالیا اسلامي جمهوریت، د ناروی اسلامي جمهوریت، د برتانیا اسلامي جمهوریت... دا صحیح دي. دوی د اسلام احکام صحیح تطبیق کړي دي. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْ نِفَاقٍ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ". که د نبی (ع) دا حدیث وکتل شي، په غربي نړۍ کې اکثر خلک دا څلور صفتونه نه لري، لاکن که همدا بیا په افغانستان، پاکستان، ایران... کې وکتل شي، له ۷۰٪ نه ډېر خلک دا منفي صفتونه لري. اوس مقایسه کړئ چې اسلام په غرب کې دی که

ځواب ورکړئ