ټولنه

محرومیت افغانان مجبور کړي ترڅو د خپلو لوڼو د خرڅولو وحشتناکې پرېکړې وکړي

د عمر راپور

د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته،‌ د زیاتېدونکې لوږې او د خدمتونو د نشتوالي په ترڅ کې، هغه افغانان چې جګړې بې ځایه کړي دي له لوږې څخه د خپلې کورنۍ د نورو غړو د ژغورلو لپاره د خپلو لوڼو د خرڅانه په هکله معلومات ورکوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- له هرات ښار څخه ۳۵ کیلومتره ختیځ ته د کروخ ولسوالۍ په جلیل اباد کلي کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په یوه خټین کور کې ژوند کوي.

هغوی دوه کاله مخکې جګړې مجبور کړې وه چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې خپل کور پرېږدي، او اوس د یوې دښتې په لمنه کې له هر ډول اسانتیاوو څخه پرته په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د کورنۍ د سختې غریبۍ له امله ماشومان چې ۷ نجونې او یو هلک دي د شپې په لوږه ویده کیږي. د هغوی پلار بې کاره دی او د ناروغۍ پر مهال هغوی دا وس نه لري چې ډاکتر ته لاړ شي.

د څو اونیو له اوږدې لوږې او سختۍ څخه وروسته، ۵۵ کلن سخیداد دا سخته پرېکړه وکړه چې خپله ۴ کلنه لور فاطمه خرڅه کړي.‌

image

۵۵ کلن سخیداد د لړم په ۹مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې له خپلو ماشومانو او مېرمنې سره لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

image

دوه کوچنۍ نجونې د لړم په ۹مه د هرات ښار په ختیځه برخه کې په شیدایي کمپ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

سخیداد درې ځلې فاطمه هرات ښار ته بوتلله چې پیرودونکی ورته پیدا کړي. بالاخره، هغه یو کس پیدا کړ او معامله ورسره پر مخ بیایي.

سخیداد وویل، «ما خپله لور فاطمه ښار ته بوتلله او یوه دوکاندار هوکړه وکړه چې هغه واخلي. ما د ۱۰۰ زرو افغانیو (۱۰۹۹ ډالرو) غوښتنه وکړه خو دوکاندار غواړي‌ چې لږې پرې راکړي.‌ هغه به د فاطمې په سر ۷۰ زره افغانۍ (۷۶۹ ډالر) راکړي.»

سخیداد وویل، که څه هم چې هغه د ډېرو پیسو هیله لرله، لاکن تصمیم لري ترڅو فاطمه خرڅه کړي او خپل نور بچیان پرې له لوږې څخه وژغوري.‌

هغه وویل، «موږ اوړه، وریژې او غوړي نه لرو او د خوراک لپاره هېڅ هم پاتې نه دي. موږ ټول وږي یو او زموږ ماشومان په لوږه ویده کیږي.»

د فاطمې مور شهزادې وویل، دې سختۍ افغانان مجبوروي چې خپل ماشومان خرڅ کړي.

هغې وویل، یوه مور حتی دا نه غواړي چې خپلې لویې کړې لوڼې واده کړي او ترې لاړې شي، د یوې ماشومې خرڅول خو بېخي لیرې خبره ده.

هغې وویل، «په داسې حال کې چې فاطمه ماشومه ده او زما لپاره دا ډېره سخته ده چې له هغې لیرې اوسم، لاکن لوږې موږ مجبور کړي یو چې هغه خرڅه کړو.»

شهزادې وویل چې هغه شپه او ورځ د خپلې لور لپاره ژاړي او ډارېږي چې ښایي له خرڅېدلو څخه وروسته یې بیا هېڅکله هم ونه ویني.‌

دفاطمې مشرې خور عایشې چې ۱۲ کاله عمر لري، وویل چې هغې ته خپله خور ډېره ګرانه ده او نه غواړي چې هغه خرڅه شي.‌

هغې وویل، «حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي ترڅو د فاطمې د خرڅلاو مخه ونیول شي. موږ د خوراک لپاره هېڅ هم نه لرو. موږ څو شپې په لوږه ویده شوو.»

زیاتېدونکې لوږه او بې وزلي

په افغانستان کې د تېر حکومت په نسکورېدلو سره، په هېواد کې د هغو افغانانو شمېر ډېر شوی چې له لوږې او بې وزلۍ څخه کړېږي. تر ټولو ډېر بیا هغه کسان اغېزمن شوي چې جګړې او وچکالۍ بې ځایه کړي او د خوراک لپاره څه نه لري.

د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم د جګړې له امله له تېرو دوو کالونو راهیسې په هرات کې ژوند کوي.

ابراهیم له بدې ورځې او بې وزلۍ څخه خپله ۷ کلنه لور جمیله د ۷۰ زرو افغانیو (۷۶۹ ډالرو) په بدل کې میړه ته ورکړه.

هغه وویل چې هغه د جمیلې له راتلونکې خسرګنۍ سره هوکړه وکړه چې هغه به درې کاله وروسته ودېږي.‌

هغه وویل، «په کور کې د خوراک لپاره هېڅ هم نشته، او موږ ټول د شپې له مخې په لوږه ویده کیږو. زه مجبور شوم چې له لوږې څخه د خپلو پاتې درې ماشومانو د ژغورلو لپاره جمیله ورکړم.»

هغه وویل چې نه یې غوښتل چې خپله کوچنۍ لور په نکاح ورکړي لاکن لوږې او بې کارۍ هغه په دې کار کولو مجبور کړ.

ابراهیم وویل، ، «کار نشته. زه پلاستیکونه او کثافت راټولوم او هر کیلو ګرام په ۱۰ افغانۍ (۰.۱۱ ډالر) خرڅوم. زما ورځنی عاید له ۳۰ څخه تر ۴۰ افغانیو (۰.۳۳ - ۰.۴۴ ډالرو) دی. زه نشم کولی چې په دې پیسو حتی وچه ډوډۍ واخلم.»

د هرات ښار په ختیځه برخه کې په شېدایي کمپ کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو یوه استازي فضل احمد وویل، د حکومت په نسکورېدلو سره مرستندویو ادارو له داخلي بې ځایه شویو خلکو سره مرستې کمې کړي او طالبان هم هغوی ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

هغه وویل، «لوږې افغانان سوال کولو ته مجبور کړي دي. د خوراک لپاره هېڅ نشته او ټول وږی دی.»

هغه وویل، «پخوا حکومت او مرستندویو ادارو له مونږ سره مرستې کولې او د فقر سطحه ټیټه وه، لاکن اوس ... داخلي بې ځایه شوي خلک هېر کړای شوي دي.»

فضل احمد وویل، ځینې میندې او پلرونه مجبور شوي چې خپلې کوچنۍ لوڼې ان په ۵۰ زرو افغانیو (۵۴۹ ډالرو) خرڅې کړي او نور بچیان له لوږې او مرګ څخه وژغوري.‌

په داخلي بې ځایه شویو خلکو باندې سوړ ژمی را روان دی

ډېری داخلي بې ځایه شوي خلک د هر ډول وسایلو څخه پرته چې ځان پرې ګرم کړي په خېمو کې ژوند کوي چې د هوا له سړیدو او د سخت ژمي په را نږدې کېدلو سره د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ دی.‌

په هرات کې د قمرګلې په نامه یوه داخلي بې ځایه شوې ښځه چې اصلا د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، کونډه او د اتو بچیانو مور ده.

هغې وویل چې د ژمي لپاره د هېڅ چمتووالي نیولو وس نه لري.‌

هغې وویل، «زه حتی دومره پیسې نه لرم چې ډوډۍ پرې واخلم. زه وس نه لرم چې په ژمي کې د خپلو بچیانو لپاره تاوده کالي او خس واخلم چې هغوی پرې تاوده کړم.»

هغې وویل، «موږ نهه واړه ټول تر یوې نازکې خېمې لاندې چې یوې غیر حکومتي موسسې راکړې، ژوند کوو. د شپې ډېر ساړه وي. زما ټول ماشومان په زکام اخته دي، او زه پیسې نه لرم چې د ناروغۍ پر وخت د هغوی علاج وکړم.»

هغې زیاته کړه، «زه نه پوهېږم چې څه وکړم.»

د متحده ایالاتو حکومت د لړم په ۶مه اعلان وکړ چې هېواد به یې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله ځپل شویو خلکو سره نږدې ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړي، چې په دې سره به په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغنستان کې او ورسره سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د بشري مرستو ټوله کچه نږدې ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته ورسوي چې د بل هر هېواد د مرستې د اندازې په پرتله ډېره ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دې حالت ته چې یو څوک دې راپورته کېږي او د خپلې ماشومې لور په حق کې دې داسې پرېکړه کوي، که په نوم انسان وي اندېښمن کېږي. موږ افغانان د ژوند تر ټولو سختې شپې ورځې تېروو، ناهیلي یو، ارمانونه مو یو یو ورژېدل، د راتلونکي په هکله هم څه ته هیله نشته چې څه به کېږي، د افغانانو او په ځانګړي ډول د افغان ماشومانو برخلیک به څه وي سخت ورته اندېښمن یو او په دې برخه کې د مسؤلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو او د ټالب چارواکو څخه چې هېڅ د افغانستان په خیر نه دي د پاملرنې غوښتنه کوو. د یونیسف د معلوماتو له مخې داسې راپورونه یې هم تر لاسه کړي چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپلې ۲۰ ورځنۍ لوڼې راتلوونکي واده ته وړاندې کړي دي. دا افغانستان ته د طالب خدمت چې ځان په ټولو اسلامي قوانینو اګاه ګڼي خو په دیني برخه کې په الف هم نه پوهېږي مګر خپله داعیه د اسلام په نوم چلوي او په ټول نظام کې یې د انسانیت یوه نښه هم نه ښکاري، ځینو خو یې آن لا اوس په پردیو مېرمنو جنسي تېري شروع کړي او لواطت خو یې لا پخوا خپله پېشه ګرځولې وه. اوس خبره داده چې نه یوازې په کم عمر کې د نجونو د خرڅلاو موضوع ده بلکې د کرونا ویروس پراختیا، د غذايي ناورین دوام او سوړ ژمي ګڼ شمېر نورې کورنۍ په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ځواب ورکړئ