اقتصاد

لوږه او وېره افغانان د بامیانو په تاریخي دره کې ځوروي

د سلام ټايمز او اې اېف پي راپور

په دې عکس کې چې د تلې په ۳مه اخیستل شوی، هزاره ماشومان په بامیان کې، هغو ګړنګونو ته نږدې چې افغانان د پیړیو پخوا په څیر اوس هم پکې ژوند کوي، له خپل کلي څخه سین ته روان دي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۳مه اخیستل شوی، هزاره ماشومان په بامیان کې، هغو ګړنګونو ته نږدې چې افغانان د پیړیو پخوا په څیر اوس هم پکې ژوند کوي، له خپل کلي څخه سین ته روان دي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

بامیان -- دوی له اوږدې مودې راهیسې ډېر په فقر کې ژوند کړی دی، خو له هغه وخت راهيسې چې طالبانو د بامیان دره نیولې، کلیوال افغانان چې د غره په غارونو کې اوسیږي د لوږې او ویرې که کبله کمزوری شوي دي.

دغه دره چې د افغانستان د خورا ښکلو سیمو څخه ده، يوه غرنۍ، مرکزي سیمه ده او څو سوه کورنۍ پکې په غارونو کې اوسیږي. دا غارونه په پنځمه پیړۍ کې د بودایي راهبانو لخوا د تیګو په ګړنګونو کې کیندل شوې ول.

دا ټولنه د هیواد ترټولو په بې وزله خلکو کې ده، او د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د قدرت نیولو د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې، پداسې حال کې چې د نړیوالو مرستې شتون نلري، د خوراکي توکو بیې لوړېږي او بیکاري په ډیریدو ده.

دوی له هغه ځایه څخه چې د بودا لوې مجسمې مخکې لدې چې د اسلامي ډلې له خوا، کله چې تیر ځل په قدرت کې ول ړنګې شي،ولاړې وې.

د تلې ۳مه، یوه هزاره جينۍ د بامیان په یوې غونډۍ کې د یوه غار له کړکۍ څخه ګوري. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د تلې ۳مه، یوه هزاره جينۍ د بامیان په یوې غونډۍ کې د یوه غار له کړکۍ څخه ګوري. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

فاطمې وویل، هغه مغاره چې دا پکې ژوند کوي یو نیم کال مخکې د سختو بارانونو له کبله په جزوي توګه را وغورځیده، چې دا ۵۵ کلنه ښځه او د کورنۍ درې غړي یې مجبور کړل ترڅو یو ۶ مربع متره کوچني غار کې ژوند وکړي .

هغې، چې خپل مخ يې په تور حجاب کې پټ کړی و، وويل، «موږ به نن شپه څه ونه خورو. او ژمی تقریبا پيل شوی دی. موږ ځان د ګرم ساتلو لپاره هیڅ نلرو.»

«موږ په ستونزو او بدبختۍ کې ژوند کوو.»

'زه بیرته خالي لاس راغلم'

روزمزدوران او جواليان کور ته هومره لږ پیسې چې یو وخت به یې ګټلې کورته نشي وړی چې خپلې ګیډې ډکې کړي.

یواځې د کچلو راټولول دوام لري -- دا یواځینی بوټی دی چې په دغه سيمه کې د ۲۵۰۰ مترو په لوړوالي کې کرل کیدی شي.

۴۲ کلن محرم چې د خښتو کاریګر دی، وويل، «زه هر سهار د بامیانو بازار ته ځم، خو بیرته خالي لاس راځم.»

«کله چې کار و، نو ما به هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ (۳.۳۳ آمريکايي ډالره) ګټلې.»

اوس کورنۍ خپل ماشومان لیږدوي ترڅو د کچلو په راټولولو کې مرسته وکړي او له دې لارې ګزاره کوي.

محرم وویل، «بزګران دوی ته د مزد پرځای یو څه کچالو ورکوي. دا هغه څه دي چې موږ یې د لږې ډوډۍ ترڅنګ لرو.»

«خو په ۱۰ ورځو کې، فصل به پای ته ورسیږي، او موږ به واقعیا وږی پاتې شو. خلک به مړه شي.»

په سیمه کې د ډیری نورو خلکو په څیر، دا کورنۍ هزاره دي، چې په ټولیزه توګه شیعه توکمیز اقلیت دی چې په افغانستان کې د پیړیو راهیسې محروم پاتې او ځورول شوي دی.

د طالبانو له خوا د هیواد نیولو، چې له سني سخت دریځو څخه تشکیل دي او دغه ټولنې ته د کافرو په سترګه ګوري، ویره رامنځته کړې ده.

آمنې، چې د پنځو ماشومانو ۴۰ کلنه مورده، وويل، «دا خورا د ویرې خبره ده.»

«خو دوی لا تراوسه ندي راغلي، او کیدی شي چې دومره جګ ځای ته رانشي چې موږ يو.»

آمنې خپلې مغارې ته په ننوتلو سره پرده پورته کړه ترڅو خپل د ژوند ځای وښیي چې په کاڼو کې جوړ شوی دی او دوه بالښتونه، ښکاره غالۍ او د لرګیو سوځولو بخارۍ لري چې چت یې د لوګو د غټ پرت سره پوښلی دی.

دروازې ته نږدې د کچلو د څانګو بنډل ایښودل شوی، چې د کورنۍ یواځینې خشاک دی.

هغې وویل، «لرګي خورا ګران دي.»

په سیمه کې هیڅکله برق موجود نه وه، او د اوبو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ په دره کې سیند ته درېو اوږدو مزلونو ته اړتیا لري.

د سیمه ییزې شورا مرستیال سیف الله اریا، چې ۲۵ کاله عمر لري وویل چې وضعیت خورا نازک دی.

هغه وويل، «دلته خلک بې وزله دي. ډېر بې وزله دي.»

«دوی معمولا په ورځ کې ۱۰۰-۲۰۰ افغانۍ (۱.۱۱-۲.۲۲ آمريکايي ډالره) ګټي، مګر د تېرو شپږو اونیو راهيسې، چې طالبانو قدرت ترلاسه کړی، دوی هیڅ نه دي ګټلي.»

هغه وویل، زياتره پکې د ورځې یواځې یو ځل د کچلو او وچې ډوډۍ سره خواړه خوري.

آریا زیاته کړه چې هغه هیڅکله ندي لیدلي چې غیر دولتي سازمانونه د دې درې ته راغلي وي، او دا چې د بامیانو له ځایي چارواکو څخه د مرستې لپاره د هغه غوښتنې بې ځوابه پاتې شوي.

«د یخنۍ په ژر راورسیدو سره، دلته ترټولو ضعیف کسان به مړه شي، دا حتمي خبره ده.»

د طالبانو مسؤلیت

یواځې بامیانو کې خلک خطر سره مخ ندي.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق (يو اېن اېف پي ای) اجرایه ریسې ناتالیا کانیم له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د ژمي په رارسیدو سره او د طالبانو لخوا واک ته په راستنيدو سره د «لوږې» له خطر سره مخ دی.

کانیم د وږي په مياشت کې وویل، «دا به مبالغه نه وي چې ووایو» چې د افغانستان د شاوخوا ۳۸ ملیونه نفوس لږترلږه دریمه برخه «حتمي لوږې» متضضر کړي.

هغې زیاته کړه، سخت ژمې به د هیواد غرنیو لیرې پرتو سیمو ته د اکمالاتو وړتیا ټکنۍ، او د کورونا ویروس ناروغي به له مخکې نه خراب وضعیت لا پسې خراب کړي.

کانیم په نیویارک کې د يو اېن اېف پي ای مرکزي دفتر څخه ای اېف پي ته وویل، «پدې اړه ډېره اندیښنه شتون لري چې موږ به څنګه روغتیایي خدمات وړاندې کړو، خواړه به له کوم ځایه راشي."

د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې سیاسي فعال فیض محمد احراري وویل، له دې وروسته د کارونو برابرول او د ټولنیزو ستونزو حل د طالبانو مسؤلیت دی.

هغه وویل، «که طالبان له نړۍ والې ټولنې سره خپلې اړیکې عادي نه کړي او له افغانانو سره د نړۍ والې ټولنې د مرستو بیا پیل ډاډمن نه کړي، هیواد به له بشري آفت سره مخ شي.»

هغه وویل، په افغانستان کې بیکاري او فقر لا دمخه ډېر شوی، او خطر باید جدي ونیول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وايي چې حضرت عمر فاروق رض به د خپل خلافت پر مهال ویل: که د دجلې او فرات د سیند په غاړه یو سپی د تندې له لاسه هلاک شي زه به یې د الله ج پر وړاندې مسؤل یم؛ خو نن د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک له لوږې مري، ماشومان سوی تغذي کېږي، خلک د کور اسباب خرڅوي، له ښارونو لرې پرتې سیمې خو پرېږده پرېږده چې هلته هېڅ هم نه رسېږي، مګر طالب چې ځان ته سوچه مسلمان وايي د هېچا په کیسه کې نه دی چې په خلکو څه تېرېږي، له کومو حالت سره مخامخ دي؟ د دوی او د جمهوریت وخت کې چې ګن شمېر داړه ماران هلته هم و او وطن یې چور کړ، هېڅ فرق نشته، دوی هم د څوکۍ خلک دي او هغوی هم د څوکۍ خلک و. که څوک له لوږې مري یا له تندې او که د چا حیا او عزت لوټ کېږي د طالب یې څه. هغه واک ته ورسېد نور د هېچا په کیسه کې هم نه دی.

ځواب ورکړئ