بشري حقونه

طالبان هزاره بزګران باسي او ځمکه ځواکمنو پښتنو مشرانو ته ورکوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو هزاره کروندګر د کب په ۲۵مه د بامیان ښار په لمنو کې د شهر ضحاک تاریخي ښار له خرابو سره نږدې د غوایو په وسیله یو پټی قلبه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو هزاره کروندګر د کب په ۲۵مه د بامیان ښار په لمنو کې د شهر ضحاک تاریخي ښار له خرابو سره نږدې د غوایو په وسیله یو پټی قلبه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان په منځنیو برخو کې د اکثریت هزاره بزګرانو د سیمې اوسېدونکي وایي طالب جنګیالیو هغوی ته امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي او هغوی په دې توګه د پښتنو ځمکوالو دا غوښتنه پوره کوي چې غواړي د هغوی فصلونه او ذخیرې ونیسي.‌

یوه هزاره سیاسي مشر چې تېره میاشت د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې په تبعید کې وخت تېروي، د روانې اونۍ په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي یوه لیک کې خبرداری ورکړ.

هغه وویل، د کابل په جنوب لوېدیځ کې دایکندي او اروزګان ولایتونو تر منځ په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې له ۸۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته امر شوی چې له خپلو کورونو څخه وځي.‌

هغو ځایي خلک چې ای اېف پي ورسره تماس نیولی دی د دغه راپور پخلی کړی او له مقاماتو څخه یې غوښتي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

توپيري چلند او ترهګري

هزاره ګان چې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو تقریبا ۱۰ - ۲۰٪ جوړوي، او ډېر یې شیعه ګان دي یو اقلیت ګروپ دی چې له پېړیو راهیسې په اکثریت سني افغانستان کې زورول کیږي.

په تېرو دوو لسیزو کې، هغوی په ځانګړې توګه د طالبانو او داعش اورپکو له خوا چې هغوی مرتد بولي، په نښه کیږي.

طالبانو لږ وروسته له هغه چې یو ځل بیا یې قدرت ترلاسه کړ، د یوه هزاره مشر چې هغوی په ۱۳۷۵ کې وژلی وو، یوې مجسمې ته انفجار ورکړ.

د غوایي په میاشت کې، یوه ترهګریز بمي برید په کابل کې له ۸۰ څخه ډېرې د ښوونځیو نجونې ووژلې، چې دا په وروستی کالونو کې د هزاره ګانو د په نښه کولو لپاره د داسې ډېرو بریدونو له ډلې څخه یو وو.‌په دغو فجایعو کې د کابل په یوه زېږنتون کې د میندو له وژلو څخه نیولې په هغو بسونو کې چې د تلاشۍ په پوستو کې درول کېدل د مسافرو وژلو پورې شامل وو.

وروسته له هغه چې طالبانو د تېرې میاشتې په نیمایي کې ، د خپل حکومت کابینه اعلان کړه او د افغانستان د ډېرو شیعه او هزاره وګړو استازي یې په کې شامل نه کړلاندېښنې زیاتې شوي چې دغه ډله به په هېواد کې ټولنیز درزونه ژور کړي.‌

یوه ځایي مشر ای اېف پي ته وویل چې طالب جنګیالي په پیک آپ موټرونو کې ګیزاب ولسوالۍ ته راغلل او خلکو ته یې د وتلو امر وکړ، او ورته یې وویل چې هغوی هلته په غیر قانوني توګه اوسېږي.‌

هغه وویل، اوسېدونکیو هڅې وکړې چې داسې څوک ومومي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، «په کلي کې مخابرات کار نه کوي.»

تبعید شوي هزاره مشر د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو د نوي والي امین الله زبیر له خوا لاسلیک شوی یو لیک خپور کړی، چې وایي دغه ځمکه د حاجي ظاهر په نامه یوه مشر ملکیت دی.‌

په لیک کې راغلي چې که څوک په دې ځمکه باندې شخړه کوي محکمې ته دې مراجعه وکړي.

فوري اېستنه

محقق وویل، د طالبانو له خوا د اېستنې امر داسې یو حکم وه چې محکمې یې فیصله نه ده کړې.

ځایي کلیوال وایي چې د دې مسئلې ریښې د ځواکمنو ځمکوالو یوې هڅې ته رسېږي چې غواړي هغوی له خپلو کورونو او فصلونو څخه محروم کړي.

یوه کلیوال چې غوښتل یې نوم یې یاد نشي وویل، هغوی ۴۰ کاله مخکې دغلته راغلل او شاړه ځمکه یې اباده کړه او توليدي پټي او باغونه یې ترې جوړ کړل چې غنم او بادام ترې اخلي.

هغه وویل، طالبان او د ځمکې مدعیان تېره اونۍ راغلل او هغوی ته یې امر وکړ چې د هغوی د اېستنې د حکم له اعلانولو څخه مخکې دې د هغوی په احترام یوه غوا حلاله کړي.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، د افغان ملي اردو د پخوانیو کارمندانو د استوګنې د یوې مېنې په زرګونو اوسېدونکیو په کندهار کې د طالبانو د هغو پلانونو پر ضد لاریون وکړ چې غوښتل یې هغوی د هغوی کورونو څخه وباسي.‌

د زړې فرقې، چې له کورونو او څپرو څخه جوړه د استوګنې یوه حکومتي مېنه ده، اوسېدونکیو وویل طالبانو هغوی ته امر کړی چې خپلې کډې دې بار کړي، لاکن هغوی بل داسې ځای نه لري چې ورشی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په ایران او د ایران په فاشستي نظریه. دا د افغانستان په ګټه نه ده چې سلام ټایمز په افغانستان کې قومي اختلافاتو ته لمن ووهي. په افغانستان کې قومونه سره ګډ او نژدې ژوند لري او داسې خبرونه د اختلافاتو سبب کیږي. حقیقت دا دی چې یو شمېر خلکو د تېرو شلو بلکې څلویښتو کالونو په ترڅ کې د زور له لارې د نورو خلکو ځمکې ونیولې او کورونه یې پرې جوړ کړل. په کار دی چې د هر چا ملکیت هغه ته بیرته ورستون کړای شي البته دا کار باید د محکمې له لارې وشي نه دا چې څو وسله وال لاړ شي او پوره کلي پسې واخلي. په افغانستان کې ایران د شیعه او سني، هزاره او پښتون، تاجک او پښتون تر منځ اختلافاتو ته ډېره لمنه وهي. حتی ویل کیږي چې د کابل په غربي برخه کې هغه مرګوني بریدونه چې شیعه هزاره ګان په کې مړه شول هم ایران پلان کړې وې او غوښتل یې چې د هزاره ګانو او پښتنو تر منځ اختلافات راپورته کړي. په عین حال کې ایران په خپل هیواد کې سنیانو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي، دومره په سپکه سترګه ورته ګوري چې حتی د مسجدونو د ترمیم اجازه هم نه ورکوي. مرګ په ایران، تل دې وي افغانستان

ځواب ورکړئ