امنیت

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو ترلاسه کولو هڅه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

image

ماشومان په کابل کې د سړک پر غاړه له یوه لګېدلي نل څخه اوبه ډکوي. [سجاد حسین/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سې شنبې په ورځ /د وږي ۹مه/ په افغانستان کې د راتلونکې «بشری فاجعې» خبرداری ورکړ او له هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د طالبانو له خوا د هېواد د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته حالت د قابو کولو لپاره دې سملاسي مرستې برابرې کړي.

ګوتریش «په هېواد کې د ژورېدونکي بشري او اقتصادي ناورین په هکله اندېښنه» څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې اساسي خدمتونه د «بشپړ» سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه په یوه اعلامیه کې چې نوموړي په کې له هېوادونو څخه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه، وویل، «افغان ماشومان، ښځې او سړي اوس د بل هر وخت په پرتله ډېر، د نړۍ والې ټولنې ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري».‌

عمومي منشي وویل، «زه له ټولو غړو هېوادونو څخه غواړم چې د افغانستان خلکو سره دې د هغوی د اړتیا په سخت ساعت کې هر اړخیزه مرسته وکړي.‌ زه په هغوی باندې ټینګار کوم چې پر وخت، د انعطاف وړ او هر اړخیزه مرسته دې برابره کړي.»

image

یوه نرسه د وږي په ۱۰مه د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې د یوه ناروغ اېکسری ګوري. [عامر قریشي/ای اېف پي]

ګوتریش اعلان وکړ چې ملګري ملتونه به راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د بشري غبرګون یوه ستراتیژي اعلان کړي.

هغه وویل، دغه معلومات به «د ډېرو عاجلو بشري اړتیاوو او د تمویل د شرایطو» په هکله چې د راتلونکیو څلورو میاشتو په ترڅ کې ورته اړتیا ده، جزیات وړاندې کړي.‌

ګوتریش زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ادارې د بشري چارو او عاجلو مرستو منتظم مارتین ګریفیتس به د غوښتنې په چمتو کولو کې «د ملګرو ملتونو ټول سیستم» سره همغږی کړي.‌

هغه وویل، نږدې نیمایي؛ ۱۸ میلیونه افغان وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره سملاسي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګوتریش وویل، «په هرو درېو افغانانو کې یو نه پوهېږي چې هغوی به د بل وخت خواړه له کومه کړي. داسې وېره شته چې له پنځه کلنۍ څخه د کم عمر له نیمو څخه ډېر ماشومان به راتلونکی کال په سخته سوء تغذي اخته شي،»

نوموړي وویل، «له یوې ورځې څخه بلې ته اساسي توکو او خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پرې کېږي. یو بشري ناورین را روان دی.»

هغه زیاته کړه، سخته وچکالي او د را روان ژمي سخت شرایط دا ایجابوي چې افغانستان ته «باید په عاجل ډول د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیایي توکو اضافي تأمینات برابر شي.»

هغه وویل، «زه له ټولو خواوو څخه غواړم چې د ژغوروونکیو او حیاتي لوازمو د انتقال او دغه راز د ټولو نارینه او ښځینه بشردوستو کارکوونکیو لپاره مصؤن او بې خنډه بشردوستانه لاسرسی اسان کړي.»

ګوتریش وویل، په افغانستان کې د پاتې کېدلو او د مرستو رسولو لپاره د بشري مرستو د ادارو ژمنتیا «به تغیر ونه خوري».

ښځو ژورنالستانو کارونه پرېښودل

په ورته وخت کې، د طالبانو له خوا د واک بیا ترلاسه کولو په نتیجه کې، ژورنالستانې مجبورې شوې چې خپلې وظیفې پرېږدي.

د رسنیو د څار یوې ادارې د چارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې په کابل کې د کارکوونکیو ښځو ژورنالستانو شمېر له ۱۰۰ څخه راکم شوی دی، په داسې حال کې چې دغه شمېر پخوا ۷۰۰ تنه وو.

د بې سرحده خبریالانو ادارې (آر اېس اېف) وویل، دغه شمېرې «په پلازمېنه کې د ښځو ژورنالستانو تقریبا ورکېدلو» سره برابرې ګڼل کیږي.

آر اېس اېف وویل، د طالبانو له خوا د کابل په نیولو سره، ډېرو ښځو ژورنالستانو ته وویل شول چې په کور کېني، و ځورول شوې، او د راپور جوړونې دندو ته له تګ څخه منع کړای شوې.

آر اېس اېف وویل، د طالبانو له خوا له دې ډاډېینو سره سره چې هغوی به د رسنیو د ازادۍ درناوی وکړي او ښځو ژورنالستانو ته به د کار کولو اجازه ورکړي، «د رسنیو داسې یوه منظره په جوړېدلو ده چې هغوی به په کې نه وي».‌

یادې ادارې د افغانستان په نویو واکمنو باندې غږ وکړ چې په ژورنالیزم کې د کارکوونکیو ښځو ازادي او خوندیتوب دې تضمین کړي.

د آر اېس اېف عمومي منشي کریستوف دیلایر په یوه اعلامیه کې وویل، «دا مهمه ده چې ښځې ژورنالستانې وکولی شي چې له ځورول کېدلو څخه پرته خپلو کارونو ته چې د هغوی تر ټولو ډېر اساسي حق دی، ستنې شي.»

د تاوتریخوالی تاریخچه

داسې تاوتریخوالی چې ښځې ژورنالستانې په نښه کوي له ډېر وخت راهیسې د افغانانو په ژوند باندې سیوری غوړولی دی.

د زمري په ۲۴مه د کابل له سقوط څخه مخکې میاشتو کې، ترهګرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ژورنالستانې ووژلې.

د کب په میاشت کې، وسله والو سړیو په جلال اباد کې د انعکاس راډېو درې کارکوونکې ووژلې. د تېر مرغومي په میاشت کې، وسله والو سړیو په غزني ولایت کې رحمت الله نېکزاد او د لیندۍ په میاشت کې په ننګرهار ولایت کېملالۍ میوند ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. آیا تاسو کولی شئ ماته لارښوونه وکړئ چې زه هغو هېوادونو ته چې کډوال اخلي څه ډول عریضه وسپارم؟ زه په انګلیسي نه پوهېږم. زه په کابل کې ژوند کوم.‌

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید د اسلامي امارت حکومت سره نغده مرسته وکړي څو هغوی وکولی شي چې د حکومتي چارواکو او معلمانو معاشونه ورکړي. دوه میاشتې کېږي چې حکومتي چارواکیو، ښوونکيو او د حکومت د نورو ادارو کارمندانو خپلې تنخاګانې نه دي اخیستي. یو له هغو غټو دلایلو څخه چې خلک له افغانستان څخه وځي دغه اقتصادي ستونزې دي، او هغوی فکر کوي چې ښایي نړۍ واله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او هغوی به ونشي کولی چې د پخوانیو حکومتي کارمندانو تنخاګانې تادیه کړي.‌

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي، ځکه چې په افغانستان کې فقر او لوږه په ډېرېدلو دي او په افغانستان کې خواوشا ۲۰ میلیونه خلک له اقتصادي بحران سره مخامخ دي.‌

ځواب ورکړئ

دا د جنګ ځپلي افغانستان لپاره ډېر ښه خبر دی. مونږ له ملګرو ملتونو څخه مننه کوو چې د افغانستان په بې وزلو خلکو پام ساتي او هیله لرو چې هغوی به ژر تر ژره له افغانستان سره خپلې بشري مرستې بیا پیل کړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک په نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو باندې غږ کوي چې د افغانستان د خلکو سره خپلې مرستې جاري وساتي. که هغوی افغانستان پرېښود، مرستې یې باید دوام ومومي. د طالبانو له خوا په افغانستان کې له واک ترلاسه کولو راهیسې فقر او بې کاري زیات شوي، او په سلګونو زره خلک مجبورشوي چې هېواد پرېږدي. نړۍ واله ټولنه، امریکا او د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه باید له افغانستان سره خپله بشري همکاري جاري وساتي او په دې هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي. په سلګونو هغه ملکي موسسات او نهادونه چې په افغانستان کې یې فعالیتونه کول د لوېدیځو هېوادونو له خوا تمویل کېدل، خو د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو راهیسې یې خپل عملیات درولي، او په زرګونو هغو خلکو چې په هغو موسساتو کې یې کارونه کول خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.‌ دغه موسسات باید خپل کارونه بېرته پیل کړي. دا موسسات د افغانانو د اقتصاد لپاره ډېر ګټور ول ځکه چې یو طرف ته، هغوی د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیتونه کول، په زرګونو خلک هلته په کار ګومارل شوي وو، او هر یو یې د یوې کورنۍ غړی وو چې له دې لارې په زرګونو کورنیو د ژوند تېرولو څوری ترلاسه کاوه. له دې امله، نړۍ واله ټولنه باید د افغانستان خلکو سره خپله مرسته بیا پیل کړي او په دې هېواد کې د فقر د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک له ملګرو ملتونو څخه د نورې همکارۍ تمه نه لري. یوازې دا کافي ده چې هغوی افغانستان ته د افغانانو هغه پیسې بېرته راولېږي چې هغوی کنګل کړي دي، ځکه چې د ټولو حکومتي چارواکو، ښوونکیو او نورو حکومتي کارمندانو معاشونه دغو پیسو پورې تړاو لري. حکومتي چارواکو خپلې د تېرې میاشتې تنخاګانې نه دي ترلاسه کړي، او که هغوی په دې میاشت کې خپلې تنخاګانې ترلاسه نه کړي، هغوی به مجبور شي چې خپل د کور سامانونه واخلي او د خپلو کورنیو لپاره د خوړو اخیستلو په پار یې په بازار کې وپلوري. په امریکا کې د افغانستان د پیسو کنګل کېدا د دې سبب شوه چې خلک خپلې هغه پیسې چې په بانکونو کې یې لرلې ونشي اېستلی. هغه پیسې چې د ملګرو ملتونو موسسې کنګل کړي دي هغه طالبانو پورې تړاو نه لري، بلکې هغه د افغانستان د خلکو پیسې دي، او باید له کنګل حالت نه را واېستل شي.‌

ځواب ورکړئ