چاپیریال

سختې وچکالۍ افغان شپانه د نهیلۍ ګامونو اخیستلو ته مجبور کړل

ای اېف پي

افغان مالداران او قالین اوبدونکي وایي چې د هغوی معیشت د هوا د سختې خرابۍ له امله له ګواښ سره مخامخ دي.‌ اقلیم پوهان وایي، که څه هم چې افغانستان د نړۍ د شین کوریزو ګازونو یواځې ۰.۱٪ تولیدوي، خو بیا هم دا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې ډېر زیات نازک دی. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

مزارشریف -- د بلخ ولایت د وچکالۍ ځپلیو غونډیو په اړخ کې نورالدین په بې وسۍ سره کتل چې د هغه د ۱۰۰ پسونو په رمه باندې د لوږې او تندې له امله مرګ برید وکړ.

هغه پرې نښودل چې دغه قېمتي مالونه په خپل مرګ ومري، نو پرېکړه یې وکړه چې ډېر یې پخپله حلال کړي.

دغه ۶۵ کلن مالدار وویل، «ما د هغوی سرونه پرې کړل،» او زیاته یې کړه چې د هغوی سؤ تغذي هډوکو ښودله چې د هغوی غوښه «بې ګټې» ده.

نورالدین ای اېف پي ته وویل، «موږ هغه سپیو ته ور واچوله.»

په عکس کې، شپانه د لیندۍ په ۷مه د مزارشریف په لمنو کې پسونه پیایي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په عکس کې، شپانه د لیندۍ په ۷مه د مزارشریف په لمنو کې پسونه پیایي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په عکس کې، شپانه د لیندۍ په ۷مه خپل پسونه په مزارشریف کې نخاس ته راولي. ډېر شپانه مجبور شول چې خپل وچکالۍ ډنګرکړي مالونه په لږه بیه په قصابانو باندې خرڅ کړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په عکس کې، شپانه د لیندۍ په ۷مه خپل پسونه په مزارشریف کې نخاس ته راولي. ډېر شپانه مجبور شول چې خپل وچکالۍ ډنګرکړي مالونه په لږه بیه په قصابانو باندې خرڅ کړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

قالین اوبدونکی غلام سخي د لیندۍ په ۷مه د مزارشریف په لمنه کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ناست دی. هغه وویل چې وچکالۍ او د وړیو د قېمت ډېرښت د دې مخه نیولې چې هغه په خپل مسلک کې کار وکړي. [فرشاد عصیان]

قالین اوبدونکی غلام سخي د لیندۍ په ۷مه د مزارشریف په لمنه کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ناست دی. هغه وویل چې وچکالۍ او د وړیو د قېمت ډېرښت د دې مخه نیولې چې هغه په خپل مسلک کې کار وکړي. [فرشاد عصیان]

نوموړی یو له هغو ګڼو کسانو څخه دی چې د هوا د حالاتو په سخت خرابي سره د هغوی دودیز معیشت -- له مالدارۍ څخه تر قالین اوبدنې پورې -- تر ګواښ لاندې دي.

«د افغانستان د تجارت او صنایعو د وزیر له خوا د وړاندې شویو ارقامو په اساس، د افغاني قالینو د اوبدنې صنعت سره د مرستې لپاره، حکومت د مرغومي په میاشت کې د قالینو په شمول ۵۴۰ مټریک ټنه توکي د هوایي دهلېزونو له لارې اروپایي او اسیایي هېوادونو ته صادر کړل.»

اقلیم پوهان خبرداری ورکوي چې، که څه هم چې افغانستان د نړۍ د شین کوریزو ګازونو یواځې ۰.۱٪ تولیدوي، خو بیا هم دا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون په مقابل کې ډېر زیات نازک دی، له دې امله کیدای شي چې وضعه له بد نه بدتره شي.

د خلکو په یادښت تر ټولو بده وچکالي

ډېر خلک وایي چې وروستۍ وچکالي د هغوی په یاد تر ټولو بده وچکالي ده.

۴۵ کلن مالدار میرزا وویل، «ما پخوا وچکالي لیدلې خو هېڅکله هم دومره سخته نه وه.»

هغه وویل، «ډېر زیات پسونه او نور حیوانات په غرونو او دښتو کې مړه شول.»

یوه ۱۹ کلن شپانه محمد عارف چې قره قل پسونه روزي، وویل، شپنو خپل وچکالۍ ډنګر کړي مالونه د لږې بیې په بدل کې په قصابانو باندې خرڅ کړل. قره قل پسونه د هغوی د ګوړګوتي وېښتانو له امله چې دودیزې خولۍ یا قره قلۍ ترې جوړول کیږي، مشهور دي.

عارف د ژمي په یوه وچ او وختي سهار له مزارشریف څخه بهر د مالونو منډه يي کې چې شور په کې جوړ وو ای اېف پي ته وویل، «موږ ډېرو خلکو غټ تاوان وکړ.»

«زموږ اکثر خلک دا وس نه لري چې نور مالونه واخلي، او اوس زموږ ژوند ویجاړ شوی دی.»

عارف او د بلخ نور اوسېدونکي د اقلیم د بدلون په هکله خبر نه دي ځکه چې په دې هکله په هغو ځایونو کې خلک پوهېږي چې معلوماتو ته ښه لاسرسی لري،خو ټولو دا منله چې حالات په بدلېدلو دي.

هغوی وویل، وروستۍ غټه وچکالي چې د هغوی په یاد ده یوه لسیزه مخکې راغلې وه. له هغې څخه مخکې، په شاوخوا ۵۰ کالونو کې داسې وچکالي نه وه راغلې.

د قره قل پسونو یوه بل مالدار عین الدین چې ۶۸ کاله عمر لري، وویل، «۱۲ کاله مخکې موږ وچکالي لرله، خو د تېر کال وچکالي تر ټولو بده وه.»

دېره ګرمي، لږ باران

د ملګرو ملتونو پرمختایي پروګرام (یو اېن ډي پي) وایي، شاوخوا ۸۰٪ افغانان د خپلو عوایدو لپاره په للمي یا باراني فصلونو او د حیواناتو فارمونو باندې متکي دي.

د ملګرو ملتونو پرمختایي پروګرام (یو اېن ډي پي) وایي، ساینسپوهان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به د راتلونکیو څلورو لسیزو په ترڅ کې بارانونه کم شي او د هوا تودوخه به د ۱۳۷۸ کال په نسبت په اوسط ډول ۴ سانتي ګراد زیاته شي.

د یادې ادارې په یادښت کې راغلي، کیدای شي چې وچکالۍ ډېر ژر په یوه معیار باندې واوړي، چې دښتي سیمې به پراخې او د کرنې ځمکې به خرابې کړي.

کله چې بارانونه راوځي بیا ستونزه لا پسې پېچلې شي. په تېر پسرلي کې، سېلاوونو ټول کلي او پټي په اوبو لاهو کړل.

ملګرو ملتونو د تېر کال د مرستندویو عملیاتو په هکله په بیاکتنه کې وویل، اوس په افغانستان کې سم نیمایي کلیوال په یوه نه یوه سطحه د خوړو له کمښت سره مخ دي.

په داسې حال کې چې په مني کې لږو بارانونو د ځینې خلکو اندېښنې کمې کړې، خو له هغه وروسته اوس بیا هوا وچه شوې ده.

کله چې له بزګرانو څخه وپوښتل شول چې آیا هغوی راتلونکي کال ته وارخطا دي، د هغوی اکثرو یو ډول ځواب ورکړ.

عین الدین وویل، «که وچکالي وي، د خدای رضا به وي، نو زه وارخطا نه یم.»

د اوبدونکیو لپاره راتلونکی بحران

د تطابق د نړۍ وال نوښت، د حساب له مخې، چې په متحده ایالاتو کې د نوتر دام پوهنتون له خوا پر مخ وړل کیږي، افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې د تطابق په برخه کې په کمزورتیا کې د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو په لړ کې ۱۷۳م ځای لري.

بشري زیان څرګند دی او له مزارشریف څخه بهر د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په کمپ کې ښه لیدل کیږي. دغلته، د ملګرو ملتونو د سپینو خېمو کتارونه ولاړ دي چې په کې په سلګونو کورنۍ ژوند کوي او د هغوی د اوبو غټه سرچینه یوه شریکه ټانکۍ ده.

د شمایل په نامه د یوې ۳۵ کلنې مور او د فاریاب ولایت اوسېدونکې وویل چې د هغې کورنۍ دغه کمپ ته په دې نیت راغله چې له جنګ او وچکالۍ څخه سرپناه ومومي.

هغې رنګه دودیز ټغرونه اوبدل خو د وړیو د قېمتونو لوړوالي ورته دا کار ناشونی کړ.

هغې وویل، پخوا ۷ کیلوګرامه وړۍ په ۱۴۸۰ افغانۍ (۱۹ ډالر) کېدلې، خو په تېر یوه یا دوه کالونو کې دغه قېمت ۲۴۱۰ افغانیو (۳۱ ډالرو) ته پورته شو.

البته حیرانوونکې دا ده چې د وړیو د بیو په زیاتېدلو سره د افغاني قالینو او ټغرونو بیې نه دي لوړې شوي.

په مزارشریف کې سوداګرو شکایت وکړ چې، د ټاکنو د نتایجو او د طالبانو او د متحده ایالاتو د مرکچیانو تر منځ د خبرو په ځنډېدلو سره نا څرګند حالت او تشویش ډېر شوي او بازار یې سوړ کړی دی.

په کمپ کې مېشت یوه بل پخواني اوبدونکي غلام سخي چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل، هغه هم مجبور شو چې دغلته په راتګ سره خپل کسب ته شا کړي.

هغه د خپل کړي کار په هکله د معلوماتو ورکولو پرمهال په موسکا سره وویل، «زه غواړم چې اوبدل وکړم؛ زما یادېږي. اوس زه ځان بې فایدې ګڼم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وچکالي کولی شي هیواد ته لوی زیان ورسوي. زمونږ حکومت باید د کلیوالو د ژوند او مال د ژغورلو لپاره یو څه وکړي. که څه هم دا یوه الهي پیښه ده، خو دولت مکلف دی چې خپل هیواد له وچکالۍ څخه وژغوري او خلک هم مکلف دي چې د اوبو ساتنه وکړي، څو زموږ راتلونکی نسل له دې ستر بشري ناورین سره مخامخ نشي. د افغانستان مخکني حکومت باید دې ته زیاته پاملرنه کړې وای، ځکه افغانستان ته د بې وزلۍ او وچکالۍ د مخنیوي په خاطر په ملیونونو ډالر ورکړل شول، خو له بده مرغه حکومت دغه ټولې پیسې ضایع کړې او دې بې وزله هېواد او د دې بې وزله خلکو ته یې هېڅ توجه ونه کړه. همدا لامل دی چې نن ورځ زموږ هېواد له داسې ستونزو سره مخامخ دی.

ځواب ورکړئ

آیا کوم څوک کولی شي راته ووایي چې حکومت د افغانستان د وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره څه کړي دي؟ یا یې د راتلونکي د وچکالۍ لپاره څه پلانونه نیولي دي؟

ځواب ورکړئ

دې هېواد ته په میلیونونو ډالر راغلل خو بیا هم په افغانستان کې فقر او وچکالي له منځه نه لاړل. افغانستان ډېر سیندونه او اوبه لري؛ خو داسې ښه حکومت او ولسمشر نه دی راغلی چې د دې هېواد لپاره د وچکالۍ ستونزې ختمې کړي. حتی اشرف غني چې ځان یو اقتصادپوه او ښه مدیر بولي، نشي کولی چې له کلیوالو سیمو څخه فقر او وچکالي ختم کړي. خدای دې د افغانستان په غریبو او بې ګناه خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

راتلونکی حکومت باید د وچکالۍ لپاره د حل لارې د موندلو په خاطر یو منظم او اساسي پلان جوړ کړي. په افغانستان کې ۸۰٪ خلک د زراعت او مالدارۍ له لارې خپل معیشت تأمینوي. د ویجاړوونکې جګړې او وچکالۍ له امله، د کلیو اوسېدونکي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي. همدارنګه، جګړې او وچکالۍ خلکو ته اقتصادي ستونزې جوړې کړي دي.‌ د افغانانو اقتصاد واقعاً د اندېښنې وړدی.‌ که حکومت د وچکالۍ ستونزې حل نه کړي، او له مالدارانو او بزګرانو سره مرستې ونه کړي، هېواد به په راتلونکو کلونو کې له یوه بحران سره مخامخ شي.‌ ځوانان هره ورځ د بې کارۍ له امله د حکومت ضد ناراضیانو له لیکو سره یوځای کیږي.‌ په دې کار سره هم د دښمن لیکې پیاوړې شوي او هم ورسره جګړه زیاته شوې ده.‌

ځواب ورکړئ