امنیت

طالبانو د افغانستان د حکومت ویاند وواژه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان حکومت ویاند دواخان مینه پال په دې عکس کې چې د وري په ۱۹مه په کابل کې د خبرو کولو پر مهال اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. طالبانو هغه د زمري په ۵مه وواژه. [دواخان مینه پال/فیسبوک]

د افغان حکومت ویاند دواخان مینه پال په دې عکس کې چې د وري په ۱۹مه په کابل کې د خبرو کولو پر مهال اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. طالبانو هغه د زمري په ۵مه وواژه. [دواخان مینه پال/فیسبوک]

کابل -- د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې طالبانو د افغان حکومت ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ /د زمري ۵مه/ په کابل کې په یوه جومات کې په ډزو وواژه.

مینه پال د حکومت د رسنیزو معلوماتو د مرکز مسؤلیت پر غاړه درلود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوي یوه پیغام کې وویل، «هغه [مینه پال] په یوه ځاګړي برید کې چې مجاهدینو ترسره کړ،‌ ووژل شو.»

هغه څو ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې طالبانو خبرداری ورکړ چې هغوی به د زیاتو شویو هوایي بریدونو په بدل کې جګپوړي حکومتي چارواکي په نښه کړي.

د سې شنبې په ورځ، طالبانو هڅه وکړه چې د دفاع وزیر بسم الله محمدي د هغه په کور کې ووژني خو بریالي نشول. په هغه برید کې اته کسان ووژل شول.

په عین ورځ طالبانو په اداري چارواکو باندې د نورو بریدونو خبرداری هم ورکړ.

د پولادو غر

افغان حکومت چې د مینه پال وژنه یې «یو بزدلانه ترهګریز برید» بللی، وویل چې د حکومت ویاند د دولت یو قوي ملاتړی وو او د حکومت ضد تبلیغاتو پر وړاندې یې «د پولادي غره» په توګه مقاومت کاوه.‌

مینه پال چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوی وو یو لیکوال وو او په کندهار کې د ازادۍ راډېو د خبریال په توګه یې کار کړی وو.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند میرویس ستانکزي د هغه د مړینې په هکله وویل، «له بده مرغه چې، وحشي ترهګرو یو ځل بیا یو ډارن عمل ترسره کړ او یو هېوادپال افغان یې شهید کړ.»

په افغانستان کې له اوږده وخت راهیسې روانه جګړه د غوایي میاشتې راهیسې،‌ چې بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستی پړاو پیل کړ او په پام کې ده چې د را روانې میاشتې په لومړیو کې بشپړ شي، زیاته شوې ده.

طالبان د هېواد د کلیوالي سیمو ډېره برخه تر واک لاندې لري او اوس په څو لویو ښارونو کې افغان حکومتي ځواکونه ننګوي.‌

د ازادۍ راډېو ژورنالست فرود بیژن د جمعې په ورځ په ټوېټر خپاره کړي یوه پوسټ کې ولیکل، «طالبان د دې لپاره د وژنو کمپاین پرمخ بیایي چې خپل منتقدین له مخې لیرې کړي. ډېر قربانیان چې ژورنالستان، د حقونو فعالان، فرهنګي شخصیتونه او په دولتي دندو کارکوونکې ښځې په کې شامل دي، ملکي وګړي دي.»

د پاکستان د پارلمان یوه غړي محسن داوړ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د دوا خان مينه پال کورنۍ او ملګرو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوو.‌ د دې نه جبران کیدونکې ضایعې له امله ژور غمجن او خواشینی شوو. طالب ترهګر هغه افغانان په نښه کوي چې د دوی پر وړاندې مقاومت کوي. د دغو وژنو په وینو د طالبانو او د هغوی د ملاتړ کوونکیو لاسونه سره دي.»

د طالبانو دروغ

طالبانو مخکې ویلي وو چې هغوی به غیرنظامیان نه په نښه کوي، خو د هغوی له خوا د مینه پال وژنې د هغوی ادعا دروغ وګرځوله.

د بي بي سي ورلډ نیوز تلوېزیون کوربنې یلدا حکیم د جمعې په ورځ‌ په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دوحه کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په وروستیو کې ماته وویل چې دغه ډله په افغانستان کې د هدفي وژنو تر شا لاس نه لري. هغه وویل چې موږ یواځې هغه کسان وژنو چې د جنګ په میدان کې جنګ کوي. مینه پال یو ژورنالست وو.»

په دفاع وزیر باندې بمي او د توپکو د ډزو برید څو میاشتې وروسته په لومړي ځل جنګ پلازمېنې ته راوړ او د طالبانو د تېر وخت هغه ژمنه یې بې ارزښته کړه چې ویلي یې وو په ښارونو باندې به برید ونه کړي.

د افغان حکومت او متحده ایالاتو پوځونو په یو شمېر ښارونو کې د یاغیانو پر ضد جنګ کې هوایي بریدونه زیات کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه ولې د افغانستان د وضعې په هکله خبر نه دی؟ د دغو ټولو وژنو عاملان وحشي طالبان او د هغوی ناولي حامیان دي. خدای دې دغه ځوان ته بخښنه وکړي او کورنۍ ته دې یې صبر ورکړي.

ځواب ورکړئ

د مینه پال وژنه د غني او د ولسمشرۍ د ټیم لپاره یو جدي خبرداری دی. دا ښیي چې طالبان د غني د تسلیمۍ او د حکومت د پرېښودلو په هکله جدي دي. ښایي چې د هغه په وژنه کې له طالبانو څخه پرته ځینې نورې ډلې ښکېلې وي.

ځواب ورکړئ