امنیت

د دفاع وزیر باندې د طالبانو برید د تاوتریخوالی ډېر سختوالی په ګوته کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې د یوه موټر بم په ساحه باندې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې د یوه موټر بم په ساحه باندې پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۳مه/ په کابل کې د یوه لوی برید، چې د دفاع وزیر یې په نښه کړی وو، مسؤلیت پر غاړه واخیست، چې دا په تاوتریخوالي کې ډېر سختوالی او د اورپکو له خوا سولې ته نه ژمنتیا په ګوته کوي.‌

د سې شنبې په ورځ د دفاع وزیر بسم الله محمدي باندې د بم او توپک د ډزو برید په څو میاشتو کې په کابل کې یو له ډېرو لویو بریدونو څخه وو، چې د هېواد په جنوب او لوېدیځ کې د جنګ له سختوالي څخه وروسته یې په پلازمېنه کې تاوتریخوالی رامنځته کړ.‌

په برید کې محمدي ته څه زیان ور ونه رسېد.

طالبانو له متحده ایالاتو سره د عسکرو د وتلو په هکله د خبرو له پیلولو څخه وروسته په وروستیو کالونو کې په پلازمېنه کې له پراخو بریدونو څخه تر ډېره ډډه کړې وه.

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه یوه ورځ وروسته ساحه معاینه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه یوه ورځ وروسته ساحه معاینه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي شهاب الدین دلاور د چنګاښ په ۱۶مه په تهران کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ به په ښارونو باندې برید ونه کړو او نه به د کابل په ګډون د ۳۴ واړو ولایتونو په مرکزونو کې نظامي عملیات ترسره کړو.»

د طالبانو د مشر امیرخان متقي ویاند د چنګاښ په ۲۲مه په ټوېټر ادعا وکړه چې یادې اورپکې ډلې نه غوښتل ښارونه په نښه کړي، او دا د دغې ډلې له خوا د ولایتي مرکزونو د نیولو لپاره د مکررو هڅو په هکله ښکاره دروغ دي.

د طالبانو جنګ فتنه دی

د ای اېف پي د راپور له مخې، لومړی بم د سې شنبې په ورځ د کابل په مرکز کې وچاودېد، چې د لوګي یوه غټه غوړسکه یې د اسمان په لور پورته شوه.

له دوو ساعتونو څخه لږ وروسته، له زرغون زون سره چې ټینګ امنیت یې نیول شوی او د متحده ایالاتو د سفارت په ګډون ګڼ شمېر سفارتونه په کې مېشت دي، نږدې یوه بله غټه چاودنه او ورپسې کوچنۍ چاودنې او سمدلاسه د توپکو ډزې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل، وزیر خوندي دی او افغان ځواکونو ترهګر په شا وتمبول، خو لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.‌

محمدي وروسته وویل چې د هغه په کور یو ځانمرګی موټربم برید شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې وویل، له موټربمي برید څخه وروسته څو بریدګر د یوه وکیل کور ته ورننوتل او له هغه ځای څخه یې د وزیر په استوګنځي باندې ډزې پیل کړې.‌

د بحران نړۍ وال ګروپ یوه سلاکار ابراهیم بحیس ای اېف پي ته وویل، د برید له ممکنو دلایلو څخه یو دا وي چې «طالبان د افغانستان په ښاري مرکزونو کې د طالب ضد احساساتو ډیروالي دغه ډله غافلګیره کړې ده.»

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې د کابل برید وغانده.‌

هغه وویل، «د طالبانو جنګ فتنه دی او د خدای (ج) د لارښوونو په اساس، دا ضروري ده چې د فتنو پر ضد هغسې قیام وشي لکه څنګه چې خلک په نورو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ودرېدل.»

پولیس وایي، په کابل کې د چارشنبې په ورځ وختي د یوې چاودنې په نتیجه کې د درې کسانو له ټپي کېدلو څخه وروسته خلک د لږ وخت لپاره ټکني شول.‌

د طالبانو له خوا تاوتریخوالی

په پلازمېنه کې تاوتریخوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې افغان اردو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یاغیانو پر ضد یو متقابل برید پیل کړ.‌

پوځ د سې شنبې په ورځ‌ د خپل برید لپاره د چمتووالي پر وخت له ملکي خلکو څخه وغوښتل چې له ښار نه ووځي.

د ښار یوه اوسېدونکي حلیم کریمي ای اېف پي ته وویل، «هغو کورنیو چې پیسې یا موټر یې درلودل هغوی خپل کورونه پرېښودل.‌ هغه کورنۍ چې د وتلو وس نه لري هغوی مجبور دي چې زموږ په څېر په خپلو کورونو کې پاتې شي.»

کریمي وویل، «موږ نه پوهېږو چې چېرته لاړ شو یا څنګه لاړ شو.»

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار ادارې په طالبانو باندې تور ولګاوه چې هغوی په هغو سیمو کې چې په وروستیو کې یې نیولی دي، نیول شوي عسکر، پولیس او هغه ملکي خلک چې له افغان حکومت سره په اړیکو لرلو تورن وو، په سملاسي توګه وژلي دي.

د حقونو ادارې وویل چې هغوی د هغو ۴۴ کسانو یو لست هم ترلاسه کړی دی چې طالبانو په سپین بولدک ښار کې وژلي دي. یاغیانو هغوی تېره میاشت د پاکستان د پولې په اوږدو کې نیولي وو.‌

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا د څانګې د رییس مرستیالې پتریشیا ګاسمین په یوه اعلامیه کې وویل، «هغه طالب قوماندانان چې د دغه ډول ظلمونو څارنه کوي هغوی هم د جنګي جنایتونو مسؤل دي.»

واشنګټن او لندن تور لګولی چې یاغیانو داسې ظلمونه ترسره کړي چې ښایي «جنګي جنایتونه» وبلل شي.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې په انتقامي وژنو کې په لسګونو ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل. کېدی شي چې دغه وژنې جنګي جنایتونه وګڼل شي؛ هغه باید وپلټل شي او له هغو طالب جنګیاليو یا قوماندانانو څخه چې د دغو پېښو مسؤل دي پوښتنه وشي.»

سفارت زیاته کړه، «د طالبانو مشران باید د هغوی د جنګیالیو له خوا د ترسره شویو جنایتونو مسؤل وګڼل شي. که تاسو نشئ کولی چې اوس خپل جنګیالي کنټرول کړئ، څنګه کولی شئ چې وروسته حکومت وکړئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما د دفاع وزير په کور د حملې ویډیو وکتله، واقعا چې زوروره چاودنه شوې ده. که د پاکستان د استخباراتو لاس په کې نه وي طالبان هیڅکله هم نه داسې کار کولی شي نه داسې پلان جوړولی شي. پاکستان نه یوازې له افغانستان بلکې له امریکا او نورې نړۍ سره هم دوه مخې لوبه کوي. له امریکا نه یې په میلیاردونو ډالر واخیستل. هغه امریکا چې واقعا د نړۍ یو زبرځواک هیواد دی او نه پریږدي چې واړه او نااهله هیوادونه اتومي ځواک ترلاسه کړي لاکن له پاکستان سره یې دومره ښه وکړل چې د اتوم د جوړولو اجازه یې ورکړه، ایف ۱۶ الوتکې یې ورکړې، په وروستیو شلو کالونو کې یې له دېرش میلیارد ډالرو نه ډېرې پیسې ورکړې خو پاکستان یې په مقابل کې څه وکړل؟ اسامه یې پنځه کاله خوندي وساته، هغه اسامه چې امریکا او نورې نړۍ د هغه پر ضد عملیاتو کې په میلیاردونو ډالر تاوانونه کړي وو، ملا عمر یې وساته، ملا اخترمحمد منصور یې وساته، په لسګونو نور د طالبانو مشران یې ژوندي وساتل، هغه پیسې چې پاکستان له امریکا نه ترلاسه کولې هغه یې بیرته د ترهګرو په روزنه لګولې او بیا یې دغه ترهګر افغانستان ته لیږل او افغان او ایتلافي عسکر یې پرې وژل په داسې حال کې چې په ښکاره یې ځان د نړۍ وال ائتلاف حامي باله. مونږ له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا نه غواړو چې پاکستان د ترهګرو او ترهګرۍ د ملاتړ په تور لست کې واچوي. پاکستان د نړۍ لپاره د ایران په نسبت ډېر مضر دی. باید د ایران په څېر اقتصادي بندیزونه پرې ولګول شي او یوازې په رسمي توګه د ترهګرو له ملاتړ نه د لاس اخیستلو په شرط پرېښودل شي، او تر ټولو اسانه لاره یې دا ده چې د پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب په څلورو برخو وویشل شي. د امنیت شورا مشر معید یوسف سره یې د امریکا چلند د ستاینې وړ دی.

ځواب ورکړئ