امنیت

اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه او د طالبانو بریدونه یې وغندل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه یوه ورځ وروسته د یوې ودانۍ پلټنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان امنیتي منسوبینو یو غړی د زمري په ۱۳مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه یوه ورځ وروسته د یوې ودانۍ پلټنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بروکسل -- اروپایي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۴مه/ د طالبانو وروستي مرګوني بریدونه وغندل او «د یوه عاجل، هر اړخیز او تلپاتې اوربند غوښتنه یې وکړه».

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزېف بوریل او د اروپایي اتحادیې د مرستو او د بحران د مدیریت کمېشنر یانېز لینارچیچ په یوه اعلامیه کې، په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د خبرو اترو له لارې د سولې کولو په برخه کې یې خپلې ژمنې ماتې کړي دي.

هغوی وویل، «دغه بې مفهومه تاوتریخوالي افغانان له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي او د خوندیتوب او سرپناه په لټه کې د راوتلیو داخلي بې ځایه شویو خلکو شمېر یې زیات کړی دی.»

اعلامیه زیاتوي، «د طالبانو نظامي یرغل د خبرو اترو له لارې د شخړې د حلولو او د دوحې د سولې د پروسې پر وړاندې له بیان شوې ژمنتیا سره مستقیما په ټکر کې دی.»

اعلامیه وایي، «د بشري حقونو د نړۍ وال قانون له اساساتو او بشري حقونو څخه سرغړونې هېواد او په ځانګړې توګه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې د ملکي خلکو د خپلسرو او غیرقانوني وژنو، په عام محضر کې د درو په وسیله د ښځو وهلو او د بېبخبناوو د ویجاړولو په څېر تباهۍ سره مخامخ کوي.»

په اعلامیه کې راغلي، «د دغو کارونو له جملې څخه ځینې کېدی شي جنګي جنایتونه وګڼل شي او په کار دی چې پلټنه یې وشي. له مسؤلو طالب جنګیاليو یا قوماندانانو سره باید حساب وشي.»

په اعلامیه کې درې وروستیو بریدونو په ځانګړې توګه په هرات کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر باندې برید، په لښکرګاه کې یوه یرغل ته چې ۴۰ ملکیان یې ووژل او په کابل کې د دفاع وزیر په کور باندې برید ته اشارې شوي دي.

د اروپایي اتحادیې چارواکو وویل، «اروپایي اتحادیه د یوه عاجل،‌ هر اړخیز او تلپاتې اوربند غوښتنه کوي ترڅو سولې ته فرصت برابر کړي.»

د طالبانو دروغ

طالبان اوس په ګڼ شمېر لویو ښارونو کې افغان حکومتي ځواکونه ننګوي چې دا د اورپکو له خوا له هغې ادعا څخه په شاتګ ښیي چې پخوا یې کړې وه او ویلي یې وو چې ښارونه به نه په نښه کوي.‌

د طالبانو د مرکچي ټیم یوه غړي شهاب الدین دلاور د چنګاښ په ۱۶مه په تهران کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ به په ښارونو باندې برید ونه کړو او نه به د کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې نظامي عملیات ترسره کړو.»

او د طالبانو د مشر امیرخان متقي یوه ویاند د چنګاښ په ۲۲مه په ټوېټر په یوه پوسټ کې ادعا وکړه چې اورپکې ډلې نه غوښتل چې ښارونه په نښه کړي، چې دا د ولایتي مرکزونو د نیولو لپاره د مکررو هڅو په ترڅ کې ښکاره دروغ دي.

د سې شنبې په ورځ د دفاع وزیر بسم الله محمدي باندې د بم او توپک د ډزو برید په څو میاشتو کې په کابل کې یو له ډېرو لویو بریدونو څخه وو، چې د هېواد په جنوب او لوېدیځ کې د جنګ له سختوالي څخه وروسته یې په پلازمېنه کې تاوتریخوالی رامنځته کړ.‌

په برید کې محمدي ته څه زیان ور ونه رسېد.

ملکي تلفات په ډېرېدلو دي

ملګرو ملتونو د زمري په ۴مه خبرداری ورکړ چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو یرغلونه ونه درېږي، کېدی شي چې په افغانستان کې له یوې لسیزې څخه په ډېر وخت کې تر ټولو ډېر ملکي کسان تلف شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د زمري په ۴مه د افغانستان په هکله راپور کې وویل، د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، شاوخوا ۱۶۵۹ ملکي کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان شوي دي، چې د تېر کال د عین مودې په پرتله ۴۷٪ ډېرښت په ګوته کوي.

په راپور کې راغلي، «په ځانګړې توګه دا ډېره ټکان ورکوونکې او د ژورې اندېښنې خبره ده چې د ټولو ملکي تلفاتو نیمایي ته نږدې شمېر متاثرین ښځې، هلکان او نجونې ول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500