امنیت

په یرغلګرو اورپکو باندې د طالب مشرانو د کنټرول په هکله شکونه ډېر شوي دي

د دسلیمان راپور

د طالبانو د مرکچي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر (منځ کې) او نور اورپکي مشران د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د مرکچي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر (منځ کې) او نور اورپکي مشران د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- د طالب مشرانو له خوا د هغوی د جنګیالیو په کارونو باندې، چې د خپلو مشرانو د غوښتنو پر خلاف د عامه شتمنیو ویجاړولو او د ملکي خلکو پر ضد د جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي، شکونه په ډېرېدلو دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د چنګاښ په ۲۷مه په خپل اختریز پیغام کې خپلو قوماندانانو ته حکم وکړ چې د ښوونځیو او پوهنتونونو کار ته اجازه ورکړي، له ملکي خلکو سره د درناوي چلند وکړي، او روغتیایي کلینیکونه، تأسیسات او بېخبناوې خوندي وساتي.

د هغه په پیغام کې راغلي وو، «مجاهدینو [طالب اورپکو] ته زموږ پیغام دی چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې سیمو کې د دیني او عصري زده کړو ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ښوونځي او پوهنتونونه پرانستي وساتي... او د بریدونو د ترسره کولو پر وخت ملکي خلک خوندي وساتي.»

پیغام زیاتوي، «د طالبانو روغتیایي کمېسیون ته لارښوونه کیږي چې په ټول هېواد، په ځانګړې توګه په نویو فتحه شویو سیمو کې کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه فعال وساتي.»

د افغان ملي اردو د کومانډو یو عسکر د زمري په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه په داسې حال کې پیره کوي چې د افغان ملي اردو او طالبانو تر منځ‌ نښتې روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو د کومانډو یو عسکر د زمري په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه په داسې حال کې پیره کوي چې د افغان ملي اردو او طالبانو تر منځ‌ نښتې روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

دا پیغام وروسته له هغه راغی چې د طالبانو د مرکچي د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه په ایران کې د افغان حکومت له لوري له خپلو سیالانو سره خبرې وکړې او هوکړه یې وکړه چې عامه شتمنۍ به نه په نښه کوي او د ملکي خلکو وژل به دروي.

د خبرو په پای کې خپره شوې یوه اعلامیه کې، دواړو لوریو داسې بریدونه چې کورونه، جوماتونه او روغتونونه ویجاړوي، وغندل.

تاوتریخوالی زیاتېږي

طالب اورپکو د هغوی د مشرانو له غوښتنو سره سره، په نیول شویو سیمو کې د ملکي خلکو بې رحمانه ژوبلولو او د عامه تاسیساتو ویجاړولو ته دوام ورکړی دی.

د افغان حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري د چنګاښ په ۲۴مه وویل، دغه کمېسیون وموندل چې د طالبانو له خوا په نیول شویو ولسوالیو کې مهم حکومتي خدمتونه درول شوي دي.‌

هغه وویل، یو ګڼ شمېر ملکي مامورین یا ټپیان شوي یا ولایتي مرکزونو ته بې ځایه شوي دي.

هغه وویل،‌ طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ حکومتي ودانۍ او ملکیتونه ویجاړ کړل او په تخمینی توګه ۵۰۰ میلیونه ډالر تاوان یې ورساوه.

نادري وویل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دیارلس میلیونو افغانانو ټولنیز خدمتونه له لاسه ورکړل، او د ښځو په ګډون ۵۰ زره کارکوونکي د طالبانو د کارونو له امله متاثر شول.‌

نوموړي وویل، «طالبان په هغو ولسوالیو کې چې هغوی په وروستیو اونیو کې نیولي دي، د عامه اسانتیاوو د ویجاړولو او هلته د لوټلو مسؤلیت پر غاړه لري.»

هغه زیاته کړه، داسې نښې نښانې نشته چې طالبان د یوه نېکمرغه افغانستان د جوړولو لپاره سولې ته ژمنتیا لري.

په ورته وخت کې، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د دوشنبې په ورځ‌ /د زمري په ۱۲مه/ یوه پېښه چې په کې طالبانو ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل، وغندله، او هغه یې یو ممکن جنګي جنایت وباله.‌

سفارت په یوه ټویټ کې وویل، «طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې په انتقامي وژنو کې په لسګونو ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل. دغه وژنې کېدی شي جنګي جنایتونه وګڼل شي؛ هغه باید وپلټل شي او له هغو طالب جنګیاليو یا قوماندانانو څخه چې د دغو پېښو مسؤل دي پوښتنه وشي.»

سفارت زیاته کړه، «د طالبانو مشران باید د هغوی د جنګیالیو له خوا د ترسره شویو جنایتونو مسؤل وګڼل شي. که تاسو نشئ کولی چې اوس خپل جنګیالي کنټرول کړئ، بیا تاسو نشئ کولی چې وروسته حکومت وکړئ.»

د طالبانو منافقت

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي مقصود حسن زاده سلام ټایمز ته وویل، «د طالب مشرانو خبرې د یادې ډلې د اورپکو له عملونو سره غټ توپیر لري.»

هغه وویل، د نه انکار وړ بېلګې د عامه تاسیساتو او شتمنۍ پر وړاندې د طالبانو دښمني تاییدوي.‌

هغه زیاته کړه، افغانانو په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لیدلي چې ښيي چې څنګه طالبان د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ ودانۍاو د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې یوې بلې ودانۍ ته د هغو له نیولو څخه وروسته چاودنې ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن سلام ټایمز ته وویل، طالبان د د بشریت، اسلام یا افغاني ټولنې هېڅ اصولو ته ژمن نه دي.‌

هغه زیاته کړه، طالبانو په کندهار، هرات، فراه، فاریاب او تخار ولایتونو کې حکومتي ودانۍ ویجاړې کړې او په لسګونو ملکي خلک یې ووژل.

روشن وویل، «هغوی په سلګونو ملکي خلک مجبور کړل چې له خپلو کورونو څخه وځي او یواځې په کندهار کې یې په لسګونو بې ګناه خلک په ډله ییز ډول ووژل

هغه وویل، طالبان د جګړې هېڅ اصولو ته ژمن نه دي.‌ هغوی د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي، او بالاخره هغه ویجاړوي.

د غیبت الله په نامه د فاریاب یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي وویل،‌ د هغه څه تر منځ چې د طالبانو مشران یې وایي او جنګیالي یې ترسره کوي، غټ توپیر موجود دی.‌

مثلا،‌ هغه په وروستیو کې د طالبانو له خوا د قیصار ولسوالۍ د پولیسو د مرکز د څو امنیتي پوستو، په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د یوه پله او په لسګونو دوکانونو ویجاړول یاد کړل.

هغه زیاته کړه، د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې طالب جنګیالیو په میمنه ښار باندې د هاوان ډزې وکړې چې د یوه جومات امام او څو ښځې او ماشومان یې ووژل.

په طالبانو باندې باور ناشونی دی

غیبت الله وویل، افغانان طالب اورپکو ته د داسې جنګیالیو په سترګه ګوري چې د خپلو مشرانو خبرو ته غوږ نه نیسي، او ټینګار یې وکړ چې افغانان باید هېڅکله هم د طالب مشرانو په اعلامیو باندې باور ونه کړي.

د پوځي چارو یوه شنونکي زلمي افغانیار وویل، طالب مشرانو په مکرر ډول ادعا کړې چې د داسې ملي پروژو ملاتړ کوي او هغه خوندي کوي چې عامو افغانانو ته ګټه رسوي او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې چې د پرمختیایي پروژو د پلیتابه مخه ونه نیسي.

هغه وویل، خو حقیقت بل ډول دی، ځکه چې د طالبانو د ډلې غړي د خپلو مشرانو په حکمونو باندې هېڅ عمل نه کوي.‌

افغانیار وویل،‌ طالب اورپکي هغه څه کوي چې هغوی یې غواړي، د ملي پروژو مخه نیسي، عامه تاسیسات ویجاړوي او ملکي خلک په نښه کوي.

هغه وویل، د طالب اورپکو له خوا د هغوی د مشرانو د خبرو نه منلو د طالب مشرانو په شعارونو او اعلامیو باندې باور کولو ته ځای نه دی پرېښی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

#په پاکستان باندې باید د ملګرو ملتونو له خوا بندیزونه ولګول شي #په پاکستان باندې بندیز ولګوئ #نیابتي جنګ پای ته ورسوئ #ترهګري ودروئ #افغانستان وژغورئ #طالبان ودروئ #په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جنګ #دامنیت شورا #د افغانانو ژوند ارزښتناک دی

ځواب ورکړئ

ټول دروغ دي. طالبانو هېڅکله هم زمونږ د ملت په خیر کار نه دی کړی او هغوی به هېڅکله داسې کار ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

نه د طالبانو مشران کوم صلاحیت لري او نه هم طالبان، او اکثر وختونه هغوی هغه څه کوي چې پنجابیان او چټلستان (پاکستان) یې ورته وایي.

ځواب ورکړئ

په طالبانو باندې یې مشران او په مشرانو باندې یې د پاکستان استخبارات او پوځ او په پاکستاني ادارو باندې انګریزان تسلط لري. هر څه چې انګریزان پاکستان ته وایي او هغوی یې د طالبانو مشرانو ته وایي د طالبانو مشران یې خپلو افرادو ته وایي او د هغوی د حکمونو په اساس طالب ترهګر افغان عوام وژني. سره له دې چې امریکایانو له افغانستان سره د تاسیساتو او بیخبناوو په جوړولو کې مرسته وکړه لاکن انګریزان د امریکایانو په څېر دي. انګریزان په سیمه کې خپل مامور مملکت لري او لکه څنګه چې د افغانستان د ملي امنیت مشر په یوه نړۍ وال امنیتي کانفرانس کې وویل له پاکستان نه یوازې د هندي سمندرګي ماهیان شکایت نه لري نور درې واړو خواوو ته ګاونډیان ترې په اور کې ناست دي.

ځواب ورکړئ