امنیت

طالبانو خپله وعده ماته کړه او د افغانستان په ښارونو باندې یې بریدونه وکړل

د نجیب الله راپور

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۹مه د لوی اختر د لمانځه پر وخت د هرات له جامع جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۹مه د لوی اختر د لمانځه پر وخت د هرات له جامع جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي وایي، د افغانستان د ښارونو د نیولو لپاره د هڅو په لړ کې د طالبانو روان بریدونه د یادې ډلې دروغ افشا کوي، او زیاتوي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یاغیان سخت په شا تمبولي دي.

د طالبانو د مشر یوه ویاند امیرخان متقي د چنګاښ په ۲۲مه د ټوېټر په یوه پوسټ کې ادعا وکړه چې دغه اورپکې ډله نه غواړي چې ښارونه په نښه کړي.

چارواکي وایي، خو کله چې د زور له لارې د افغانستان د نیولو خبره کېږي، بیا د تېرو څو اونیو په ترڅ کې د طالبانو عملونه د یادې ډلې اصلي هدفونه په ګوته کوي.

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند احمد ضیأ ضیأ وویل، د طالبانو ادعا غټ دروغ دي.

هغه د بغلان او بادغیس د ولایتي مرکزونو د نیولو په موخه د طالبانو وروستیو هڅو ته، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په شا وتمبولې او درانه تلفات په کې پېښ شول، اشاره وکړه.

هغه وویل، طالبان دا وړتیا یا ځواک نه لري چې په ښارونو باندې بریدونه وکړي.‌

ضیأ وویل،‌ «موږ خپلو خلکو ته بیا ډاډ ورکوو چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دا وړتیا او ژمنتیا لري چې د هر ډول تخریبي ترهګریزو عملیاتو پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.»

افغانانو طالبان رد کړل

په ولسي جرګه کې د دایکندي ولایت یوې استازې شیرین محسني هم د طالبانو ادعاوې رد کړې.

هغې د سرپل،‌ غزني او فاریاب ولایتونو په مرکزونو باندې ترسره شویو ناکامو بریدونو ته په اشارې وویل، «موږ په یو شمېر ښارونو او ولایتي مرکزونو باندې د طالبانو وروستي بریدونه ولیدل چې شنډ کړای شول.»

هغې وویل، طالبان د ښارونو په نیولو کې ناکام شول، او زیاته یې کړه چې دا په یوه حساب له دې امله وو چې حکومت هوډ لري ترڅو له ولایتي مرکزونو څخه دفاع وکړي او بل دا چې خلکو له خپلو ښارونو څخه د دفاع لپاره چمتووالی ښودلی دی.‌

هغې وویل،‌«د هغو ظلمونو په پام کې نیولو سره چې دې ډلې ترسره کړي دي، خلک پوره چمتو دي ترڅو پر ضد یې ودرېږي. موږ باید محتاط اوسو، ځکه چې که طالبان خپله وړتیا جوړه کړي، زه باوري یم چې هغوی به حتما بریدونه ترسره کړي.»

شیرین محسني وویل، د ښارونو اوسېدونکي نه غواړي چې د طالبانو رژیم بیا را وګرځي، او زیاته یې کړه چې دغه اورپکې ډله «خلکو ته د منلو وړ نه ده، او هغه خلک به چې په ښارونو کې اوسېږي مقاومت وکړي.»

هغې وویل،‌ افغانانو له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او پخپله د طالبانو د په شا تمبولو لپاره درېدلي دي.

د طالبانو پروپاګند

په کابل کې د امنیتي چارو یوه شنونکي او متقاعد پوځي افسر عتیق الله امرخېل وویل، طالبان دا وړتیا نه لري چې ښارونه ونیسي، او د هغوی دا ادعا چې نه غواړي په ښارونو باندې بریدونه وکړي یواځ پروپاګند دی او د دې لپاره یې کوي چې د هغوی په هکله د خلکو ذهنیتونه بدل کړي.

هغه وویل، «یو شی چې روښانه شوی دی دا دی چې طالبان به هېڅکله هم هغه څه ترسره نه کړي چې ځانونه یې ترسره کولو ته ژمن بولي.»

هغه وویل،‌ طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د جوزجان، تخار او بادغیس ولایتي مرکزونه ونیسي خو مات شول.‌

امرخېل وویل،‌ د هغوی کارونه ۲۰ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ له وخت سره توپیر نه لري، او زیاته یې کړه چې هغوی غواړي افغانان هماغه له تمدن څخه لیرې طریقه باندې ژوند وکړي.

هغه وویل، طالبان بې پروا دي، په داسې حال کې چې د ښارونو اوسېدونکي نه غواړي چې جمهوریت له منځه لاړ شي، د طالبانو په مطلقې واکمنۍ سره د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې ضایع شي یا د هغوی ازادۍ سلب شي.‌

هغه وروستیو ولسي پاڅونونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې ملکي خلک هوډ لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وویل، «موږ په وروستیو کې په ځانګړې توګه په شمال کې پاڅونونه او د هغوی فعالیتونه ولیدل چې د ولسي پاڅون ځواکونه په کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شول او په څو ښارونو باندې د طالبانو بریدونه یې په شا وتمبول.»

تیارو ورځو ته ستنېدل نشته

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل، افغانان او په ځانګړې توګه ځوانان غواړي چې د افغانستان پرمختګ وګوري.

هغه د پوهنتونونو، ښوونځیو او خپلواکو رسنیو جوړېدلو ته په اشارې، چې د علم او پوهې په پراختیا کې یې مرسته کړې ده، وویل، «موږ په تېرو دوه لسیزو کې د لمس وړ لاسته راوړنې لرلي دي.»

هغه وویل،‌ افغان ځوانان د انټرنټ له برکته د نړۍ وال پرمختګ په هکله خبر دي. هغوی غواړي چې افغانستان پرمخ لاړ شي، خو هغوی پوهېږي چې طالبان اوس هم له هغې افراطي ایډیالوژۍ سره چې پخوا یې درلودله ژوند کوي.

د یوې حکومتي ادارې ویاندې او د کابل اوسېدونکې مسعودې ضیأ وویل، د طالبانو راستنېدل به یو ډاروونکی خوب وي چې په نتیجه کې به یې بېخبناوې ویجاړې شي او افغانستان به بیا د ۲۰ کاله مخکې وخت تیارو ورځو ته ور وګرځوي.

هغې وویل، «ما ډېرې هڅې وکړې چې د پوهنتون په سویه خپلې زده کړې بشپړې کړم،» او زیاته یې کړه چې هغه هیله لري چې خپلو افغان هېوادوالو ته د خدمت کولو لپاره د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړي.

هغې وویل، د طالبانو احتمالي راستنېدل به د یوه روښانه راتلونکي لپاره د هغې خوبونه په سیند لاهو کړي.

ضیأ وویل، «هیڅوک هم نه غواړي چې د طالبانو تر وحشیانه واکمنۍ او بیرغ لاندې ژوند وکړي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې، د افغانستان خلکو له پرمختګ څخه پرته د بل هېڅ شي په هکله هم فکر نه دی کړی. مونږ خپل ماشومان دې ته هڅولي چې علم ترلاسه کړي او افغانستان جوړ کړي او مونږ اوس هم دغه کار کوو. هیڅوک هم طالبان نه غواړي.‌

ځواب ورکړئ