جرم او انصاف

د طالبانو له خوا د ولایتي مرکزونو په نیولو سره متحده ایالات د هوایي بریدونو له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

امریکایي چارواکو وویل پوځ یې د هغو طالب اورپکو پر ضد، چې غواړي هېواد ونیسي، جنګ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د افغانستان دپاسه بي -۵۲ ګرځوي. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

امریکایي چارواکو وویل پوځ یې د هغو طالب اورپکو پر ضد، چې غواړي هېواد ونیسي، جنګ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د افغانستان دپاسه بي -۵۲ ګرځوي. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۸مه/ وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، د اونۍ په پيل کې د طالب یاغیانو له خوا د سختې حملې په ترڅ کې د شپږو ولایتونو د مرکزونو له نیولو څخه وروسته، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګ کوي.

د دفاع وزارت وویل، د راپورونو په اساس په کندهار او هلمند ولایتونو کې چې د طالبانو سخت مرکزونه دي، د نښتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهیر کې په سلګونو یاغیان وژل شوي یا ټپي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل، طالبانو ته «درانه تلفات» ور اوښتي او امنیتي وضعیت د ښه کېدلو په لور روان دی.

هغه وویل، «افغان امنیتي ځواکونه په ښارونو کې ګزمې کوي.»

کندوز ښار د زمري په ۱۷مه د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته لیدل کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

کندوز ښار د زمري په ۱۷مه د طالبانو له برید څخه یوه ورځ وروسته لیدل کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۱۰مه اخیستل شوی د افغان ملي اردو کومانډو ځواکونه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د روانې جګړې په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې په پیره ولاړ دي. د افغان اردو ځانګړي ځواکونه چې د متحده ایالاتو د ګرین بیریټس ځواکونو له خوا روزل شوي او په عصري وسایلو سمبال دي د طالبانو پر ضد د لومړۍ کرښې وسله ده. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۱۰مه اخیستل شوی د افغان ملي اردو کومانډو ځواکونه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د روانې جګړې په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې په پیره ولاړ دي. د افغان اردو ځانګړي ځواکونه چې د متحده ایالاتو د ګرین بیریټس ځواکونو له خوا روزل شوي او په عصري وسایلو سمبال دي د طالبانو پر ضد د لومړۍ کرښې وسله ده. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ټایمز ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د متحده ایالاتو پوځ‌ د طالبانو پر ضد جنګ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مرسته کوي او په دې لړ کې یې په قطر کې له یوې هوایي اډې څخه بي - ۵۲ او ای سي - ۱۳۰ ګن شیپ الوتکې ورلېږلي دي.‌

سرچینو ورځپاڼې ته وویل، بي - ۵۲ الوتکې د کندهار، هرات او لښکرګاه شاوخوا هدفونه په نښه کوي.‌

د ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې متحده ایالات دغه راز په وسلو سمبالو ریپر ډرون او ای سي - ۱۳۰ سپېکټر ګن شېپ الوتکو څخه کار اخلي او په ورځ‌ کې لږ تر لږه پنځه ماموریتونه ترسره کوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ ویاند جګړن نیکول فیرارا د شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «امریکایي ځواکونو په وروستیو ورځو کې زموږ د افغان شریکانو په دفاع کې ګڼ شمېر هوایي بریدونه ترسره کړي دي.»

یاغیانو له څو اونیو راهیسې هڅه کوله چې کندهار او لښکرګاه،‌ چې د دواړو اوسېدونکي اکثریت پښتانه دي او طالبان ترې خپل قوت اخلي، ونیسي، لاکن حکومت وایي چې تر اوسه پورې هغوی توانېدلي دي چې یواځې د ښارونو لمنې یا یو شمېر سیمې ونیسي.

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سید سمیع سادات له لښکرګاه څخه ای اېف پي ته وویل، «موږ هغه کورونه، سړکونه او ودانۍ چې طالبانو نیولي دي تصفیه کوو.»

په ورته وخت کې یونیسف د ماشومانو تر منځ د مرګ پېښې وغندلې. یونیسف په کندهار کې د ۲۰، خوست کې د ۲ او پکتیا ولایت کې د ۵ ماشومانو د مړینو په استناد سره د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په ۷۲ ساعتونو کې د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ماشومان وژل شوي دي.

دغې ادارې وویل، «یونیسف د دې راپورونو په هکله هم سخته اندېښمنه ده چې ماشومان په زیاتېدونکي ډول د وسله والو ډلو له خوا په جنګ کې استخدام کیږي.»

ګډوډي او لوټل

طالبانو د جمعې ورځې راهیسې د شپږو ولایتونو مرکزونه نیولي چې د ځایي اوسېدونکیو په منځ کې یې وېره رامنځته کړې او ډېر یې د ځان د خوندي کولو لپاره تېښتې ته اړ کړي دي.‌

د نیمروز مرکز زرنج لومړنی ښار وو چې د جمعې په ورځ‌ د طالبانو لاس ته ولوېد.

دغه ښار چې د ایران سرحد سره نږدې پروت دی له ستراتیژیک پلوه مهم نه دی، خو چارواکو وویل چې طالب یاغیانو زرنج ته په ننوتلو سره د ښار د زندان دروازې پرانستلې او طالب بندیان او د هغوی تر څنګ نور جنایتکاران یې خوشې کړل.

په ټوېټر خپرو شویو ویډیوګانو وښودله چې خلک حکومتي ادارې لوټي او مېزونه، د دفترونو چوکۍ، المارۍ او تلوېزیونونه غلا کوي.‌

د دغو ویډیوګانو ریښتنولي لا نه ده تایید شوې.

د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو ویاند تایید کړه چې په عین ورځ، طالب اورپکو د افغان حکومت ویاند دواخان مینه پال په کابل کې په یوه جومات کې وواژه.

هغه څو ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې طالبانو هڅه وکړه د دفاع وزیر بسم الله محمدي ووژني خو بریالي نشول او خبرداری یې ورکړ چې هغوی به د یادې ډلې پر ضد د متحده ایالاتو د زیاتو شویو هوایي بریدونو په بدل کې جګپوړي حکومتي چارواکي په نښه کړي.‌

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه ای اېف پي ته وویل، د شنبې په ورځ طالبانو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ځایي ملېشه ځواکونو له خوا له مقاومت سره له مخامخ کېدلو څخه وورسته د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ستانکزي ټینګار وکړ چې یاغیان یواخې د ښار په یو شمېر برخو ولکه لري.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه چې د ملاتړو ځواکونو او د پاڅون ځواکونو له خوا یې ملاتړ کیږي به یو ځل بیا ښار له ترهګرو څخه پاک کړي.»

د شبرغان یوه اوسېدونکي وویل، د ښار اوسېدونکي د تړلو دروازو شاته پاتې دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ای اېف پي ته وویل، «طالبان په هرځای کې موجود دي او خپل بیرغونه یې پورته کړي، خو زه چې له کړکۍ نه ګورم په کوڅو کې هیڅوک هم نه ښکاري.»

دغه ښار د ولسمشر د پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم پلرنی ټاټوبی دی. نوموړی دا اونۍ په ترکیه کې له علاج څخه وروسته افغانستان ته راستون شو او اوس په کابل کې دی.

دفتر یې وویل چې هغه د شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل ترڅو د ملاتړو ځواکونو غوښتنه ترې وکړي.

د هغه د ګوند ویاند احسان نیرو وویل، «موږ له حکومت څخه غوښتي چې لږ تر لږه ۵۰۰ کومانډویان ځای پر ځای کړي ترڅو موږ د ښار د بېرته نیولو لپاره کار وکړو.»

د دفاع وزارت وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه جنګ کوي ترڅو مهم تاسیسات بېرته ونیسي.‌

ستانکزي وویل، په سرپل او شبرغان کې د ځانګړیو ځواکونو په ګډون ملاتړي ځواکونه توظیف شوي دي.‌

هغه وویل،‌ «دا ښارونه چې طالبان یې غواړي ونیسي ډیر ژر د هغوی په هدیرو باندې بدل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500