امنیت

په هلمند کې د تازه نښتو په ترڅ کې د سړک د غاړې بم ۹ ملکي کسان ووژل

د ای اېف پي او سلام ټایمز راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی، یو افغان پولیس افسر د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالب جنګیاليو پر وړاندې را منځته شوې یوه پوسته کې څار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی، یو افغان پولیس افسر د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالب جنګیاليو پر وړاندې را منځته شوې یوه پوسته کې څار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کندهار -- چارواکو وویل، په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۹ افغانان د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۳۰مه/ هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې یوه بم وواهه. دا په داسې یوه سیمه کې چې له څو اونیو راهیسې په کې سخته جګړه روانه ده تر ټولو وروستی تاوتریخوالی دی.

د هلمند د والي مرستیال بریالي نظري ای اېف پي ته وویل، په چاودنه کې چې د ولایت په مرکز لښکرګاه کې وشوه، ښځې او ماشومان ووژل شول.‌

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان د تلفاتو شمېر تایید کړ.‌

هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی، خو طالبان او افغان حکومتي ځواکونه د غوایي له ۱۱مې راهیسې چې متحده ایالاتو د خپلو عسکرو د اېستلو وروستی پړاو پیل کړ، د لښکرګاه په لمنو کې پرله پسې نښتې کوي.‌

د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهیر کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۱۷۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل.

د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ولیکل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ‌ کې په ننګرهار، میدان وردک، غزني، لوګر، خوست، کابل،‌ کندهار، بادغیس، فراه، هرات، بلخ، کندوز، هلمند، بدخشان، بغلان او کابل ولایتونو کې ۱۷۶ تنه طالب ترهګر ووژل شول او ۱۱۲ نور ټپیان شول.»

د کوچني اختر له درې ورځنۍ لمانځنې څخه وروسته، د یکشنبې په ورځ سهار د وخته د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جنګ بیا پيل شو.‌ دغه اوربند له پنجشنبې څخه د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړ.‌

افغان مخکې وویل، نښتې د یکشنبې په سهار هغه وخت پیل شوې چې طالبانو د لښکرګاه په لمنو کې په امنیتي پوستو باندې بریدونه وکړل.‌

د متحده ایالاتو د هوایي ملاتړ دوام

له دې سره سره چې امریکایي او ناټو ځواکونه وځي او مهمې اډې سپاري،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس هم د متحده ایالاتو هوایي ملاتړ ترلاسه کوي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د غوایي میاشتې په نیمایي کې وویل، له یوه کال راهیسې پوځي عملیات د هغوی تر مشرۍ لاندې پلان او ترسره کیږي او هغوی کولی شي چې د طالبانو پر ضد په مستقله توګه جنګ وکړي.‌

هغه وویل، په وروستیو اونیو کې طالبانو هڅه وکړه چې هلمند، کندهار، بغلان، هرات، فراه او غزني ولایتونه ونیسي.

هغه وویل، هغوی نه یواځې د کوم لوی ښار یا ولایت په نیولو کې پاتې راغلي، بلکې درانه تلفات هم ور اوښتي دي، ځکه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په دغې موده کې د هغوی له ۱۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي، قوماندانان او مهم غړي ووژل.

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ماتې ورکړي او په مطلق ډول هغوی نشي کولی چې د جنګ له لارې قدرت ترلاسه کړي،» او زیاته یې کړه چې څومره چې طالبان خپل بریدونه زیاتوي هومره هغوی خپل غړي له لاسه ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لعنت په هغو چې د افغانستان خلک وژني.

ځواب ورکړئ

جنګ بس دی ځکه چې د دې جنګ اصلي قربانیان غریب او بې وزلي خلک دي. هره ورځ دا جنګ ملکي خلک قرباني کوي.

ځواب ورکړئ

په عامو ځایونو کې ماینونه اېښودل او ملکي خلک په نښه کول مذهبي او انساني توجیه نه لري. جنګي لوري باید هڅه وکړي چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي. په افغانستان کې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د جنګي لوریو د تلفاتو په نسبت د ملکي خلکو تلفات زیات ول. له دې امله، د هېواد ټول خلک دا غواړي چې دا خونړی جنګ باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي او نړۍ واله ټولنه باید په مخالفینو باندې فشار واچوي چې تاوتریخوالی ودروي او د یوه سیاسي حل په هکله فکر وکړي. د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري. دا ستونزه باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.

ځواب ورکړئ