امنیت

په هلمند کې د نښتو په زیاتېدلو سره افغان ځواکونو په ټول هېواد کې له ۲۰۰ څخه ډېر اورپکي ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

داخلي بې ځایه شوي افغانان د تلې په ۲۱مه په هلمند ولایت کې د طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې له خپلو شتمنیو سره یو ځای له نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته تښتي. [ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغانان د تلې په ۲۱مه په هلمند ولایت کې د طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې له خپلو شتمنیو سره یو ځای له نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته تښتي. [ای اېف پي]

کندهار -- د افغانستان د دفاع وزارت وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روانې اونۍ په ترڅ کې د القاعدې د ۲۲ غړو په ګډون له ۲۰۰ څخه ډېر اورپکي وژلي دي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۴مه/ په ټوېټر وویل چې، «د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې ۱۸۱ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۸۷ نور ټپي شوي دي.»

اعلامیې د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو او افغان ملي اردو د هشټاګونو په کارولو سره، زیاته کړې ده چې، «دغه راز، #افغان ملي اردو ۹۴# په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې چې طالبانو په عامو سرکونو ښخې کړې وې، شنډې کړې.»

وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې «د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې د افغان ملي اردو د عملیاتو په نتیجه کې د القاعدې ۲۲ پاکستاني غړي ووژل شول.»

د طالبانو ډلې د تېر کال د عسکرو د وتلو په هوکړه کې منلې وه چې په امریکایي عسکرو باندې به بریدونه نه کوي، خو اورپکو یې په افغان ځواکونو باندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو تدریجي وتلو داسې وېرې زیاتې کړي دي چې که بهرني ځواکونه خپل خروج بشپړ هم کړي طالبان به په بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه بیا پیل کړي، یا دا چې افغان سرتېري به د هغوی له ملاتړ څخه پرته به آسیب پذیره وي.

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو جګپوړي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د تېرې جمعې په ورځ وویل، «موږ پوځي امکانات او وړتیا لرو چې د وتلو په ترڅ کې خپل ځواک په بشپړ ډول خوندي کړو او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»

په هلمند کې د جنګ زیاتوالی

د تېرې شنبې په ورځ د امریکایي عسکرو د وتلو له رسمي پیل راهیسې د هلمند ولایت په ګډون په څو ولایتونو کې د جنګ راپور ورکړل شو.‌

افغان ځواکونو په دغه ولایت کې، چې امریکایي عسکرو په کې د یکشنبې په ورځ د وتلو د برخې په توګه حکومتي ځواکونو ته یوه اډه وسپارله، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تلاشۍ په ګڼو پوستو باندې د یاغیانو بریدونه په شا وتمبول.

یوه ځایي حکومتي چارواکي عتیق الله د ولایت مرکز ته په اشارې سره وویل، «د طالبانو د سنګرونو پر ضد درنو امریکایي هوایي بریدونو هغوی د لښکرګاه په لور له پرمختګ څخه ایسار کړل.»

هغه وویل، «دغه بمبار ډېر سخت وو. ما په څو کالونو کې داسې بمبار نه وو لیدلی.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه چارواکي تایید کړه چې له حکومتي ځواکونو سره هوایي ملاتړ مل دی.‌

دغه چارواکي ای اېف پي ته وویل، د متحده ایالاتو پوځ په هلمند او د هېواد په نورو سیمو کې د افغان ځواکونو «په ملاتړ د دقیقو هوایي بریدونو ترسره کولو ته» دوام ورکوي.‌

د دفاع وزارت وویل، د سې شنبې په شپه د افغان ملي اردو په عملیاتو او هوایي بریدونو کې د یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۵ تنه طالب اورپکي په نهر سراج ولسوالۍ او د لښکرګاه په لمنو کې ووژل شول.

دغو عملیاتو وسلې او مهمات هم ویجاړ کړل.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان ای اېف پي ته وویل، طالب ځواکونو پرمختګ کړی وو، خو حکومتي ځواکونو «له هغو سیمو څخه ځینې بېرته نیولي» دي.

افغان ای اېف پي ته وویل،‌ «اوس دښمن ټولې هغه سیمې چې هغوی نیولې وې له لاسه ورکړي او درانه تلفات ور اوښتي دي.»

هغه وویل، «څلور ورځې کېږي چې طالبانو د هلمند په تقریبا ټولو ولسوالیو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.»

ملکي خلک اغېزمن شول

چارواکي او اوسېدونکي وایي، په زرګونو افغانان له خپلو کورونو څخه راوتلي او لښکرګاه ته یې پناه وړې ده.‌

په سیمه کې د کډوالو د ادارې رییس سید محمد رحیم وویل، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له هغه جنګ څخه چې د لښکرګاه په لمنو او د ولایت په نورو برخو کې پیل شو تښتېدلې.‌

رحیم وویل، هغو کورنیو چې په تېرو دوه ورځو کې د جنګ له سیمو څخه راوتلې وې لښکرګاه ته پناه وېوړله.‌

رحیم ای اېف پي ته وویل، «موږ به سبا [پنجنشنبه] د هغوی اړتیاوې وارزوو، خو ډېر هغه چې لا تر اوسه یې هم په ښار کې سرپناه نه ده موندلې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.»

د روغتیایي پاملرنې د عاجلو مرستو ادارې، ایمرجنسي چې مرکز یې په برتانیا کې دی، وویل چې په لښکرګاه کې د هغوی د جراحۍ مرکز ته په ډېر شمېر «ناروغان چې په جګړه کې ټپي شوي دي» ورځي، ځکه چې له تېرې شنبې راهیسې په سیمه کې جنګ روان دی.

ایمرجنسۍ وویل،‌ د هغوی روغتون ته ۱۰۶ ناروغان ورغلي چې ۶۵ یې اړتیا لرله چې بستر شي.

د ایمرجنسي له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې د دغه روغتون د روغتیایي چارو منتظم ویکټور یوروسیویک وویل، «دا په لښګرګاه کې ډېرې سختې ورځې دي... موږ د فزیوتراپۍ په خونه کې هم چپرکوټه اچولي چې ټول ټپیان ځای کړای شو.»

په افغانستان کې د ایمرجنسي منتظم مارکو پونتین وویل، تاوتریخوالی یواځې په هلمند کې نه دی رامنځته شوی.

هغه وویل، «موږ وینو چې په ټول افغانستان کې شخړې زیاتې شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان دولت او خیره بنسټونه باید دې دغو بی ځایه شویو کورنیو سره عاجله مرسته وکړي ځکه له یوې خوا روژه ده او اختر را روان ده او له بلې خوا اکثر دغه وګړي بی وځله دي په خپله روزمره عاید خپل ژوند پر مخ بیایي.

ځواب ورکړئ

کله چې سړي روژه نیولې وي دا ډېره سخته وي چې له کوره وځي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، د هلمند د خلکو ژوند ډېر زیات له کړاوونو ډک وو، ځکه هغه جنګونه چې په هلمند ولایت کې پېښ شول په نورو ولایتونو کې هومره عام نه ول. دا بې ځایه شوې کورنۍ په دې ګرم موسم کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. حکومت او مرستندویې موسسې باید د جنګ له امله بې ځایه شویو کورنیو ته په عاجله توګه مرستې ورسوي.‌

ځواب ورکړئ

وروستیو جګړو د هلمند خلک سخت زیانمن کړي دي. د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې، په هلمند او غزني ولایتونو کې په زرونو کورنیو د جنګ په نتیجه کې خپلې کورنۍ پرېښودلې. په هغوی باندې نه طالبانو او نه هم حکومت رحم وکړ.‌ هغوی باید د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې جنګ ودرولی وای او خلک یې پرېښي وای چې روژه او اختر تیر کړي او بیا یې جنګ بېرته پیل کړی وای.‌ خدای (ج) دې په دغو مظلومو خلکو باندې رحم وکړي.‌ امین

ځواب ورکړئ