امنیت

افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعدې ۳۰ غړي چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه ووژل

د سلام ټایمز راپور

په عکس کې چې د غوایي په ۲۶مه په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د ۲۱۵ میوند قول اردو غړي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تګ په حال کې لیدل کیږي. [تورن جنرال سید سمیع سادات/ټوېټر]

په عکس کې چې د غوایي په ۲۶مه په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د ۲۱۵ میوند قول اردو غړي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تګ په حال کې لیدل کیږي. [تورن جنرال سید سمیع سادات/ټوېټر]

لښکرګاه -- د افغان ملي اردو یوه قوماندان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه باندې د طالبانو په بریدونو کې د یوې زورورې څپې پر وړاندې د غبرګون د برخې په توګه د القاعدې لږ تر لږه ۳۰ غړي ووژل.

طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۰مه/ راپور ورکړ چې، د تېرو درې اونیو په ترڅ کې، طالبانو په لښکرګاه باندې شاوخوا ۷۰۰ بریدونه ترسره کړي چې ډېر یې د ښار په لمنو کې د پولیسو په حوزو باندې کړي دي.

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سید سمیع سادات وویل، له دغې ډلې سره «د القاعدې جنګیالیو مرسته» کوله.

هغه طلوع نیوز ته وویل، «د القاعدې جنګیالیو په لومړیو کرښو کې زموږ د عسکرو پر ضد جنګ کاوه. په وروستیو درې اونیو کې په نښتو کې د هغوی لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.»

یو پولیس د غوایي په ۱۵مه په داسې حال کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه کې د سړک پر غاړه پوسته کې پیره کوي چې یوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې څخه په تېښته روانه ده. چارواکو وویل، له دې سره سره چې د متحده ایالاتو پوځ ټینګار کاوه چې عسکر یې په وتلو دي، لاکن امریکایي جنګي الوتکو د هېواد په جنوبي برخه کې د طالبانو د یوه لوی یرغل پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

یو پولیس د غوایي په ۱۵مه په داسې حال کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه کې د سړک پر غاړه پوسته کې پیره کوي چې یوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې څخه په تېښته روانه ده. چارواکو وویل، له دې سره سره چې د متحده ایالاتو پوځ ټینګار کاوه چې عسکر یې په وتلو دي، لاکن امریکایي جنګي الوتکو د هېواد په جنوبي برخه کې د طالبانو د یوه لوی یرغل پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د القاعدې د غړو د هویت پاڼو او اسنادو شواهد راټول کړي دي.

سادات خپلواک ژورنالست بلال سروري ته په یوه غږیز پیغام کې چې د غبرګولي په ۴مه په ټویټر خپور شو، وویل،«په هلمند کې د جګړې ډګر ... ډېر شدید دی، او د سږ کال په غوایي میاشت کې وروسته له هغه لا نور سخت شو چې د طالبانو - متحده ایالاتو هوکړه پای ته ورسېدله او طالبانو په لښکرګاه ښار باندې، ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې پراخ بریدونه پيل کړل.»

هغه وویل، «په تېرو اوو ورځو کې، طالبانو له ۳۹۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کړل، چې ډېر یې په لښکرګاه ښار باندې وکړل، او له ټول هلمند او د افغانستان له جنوب لویدیځو سیمو څخه یې شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي راټول کړي وو.»

نوموړي وویل، «خو هغوی په خپلو هدفونو کې هېڅ بریا ترلاسه نه کړه، او ډېر تلفات هم ور واوښتل.»

سادات وویل، طالبانو غوښتل چې لښکرګاه ونیسي، دغه ښار له کندهار څخه جلا کړي او ډېرو لویو لارو ته لاسرسی پرې کړي.

هغه وویل، «هغوی په درې واړو هدفونو کې ډېر بد ناکام شول.»

سادات د غبرګولي په ۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، د غوایي له ۱۱مې راهیسې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۶۵۳ طالبان وژلي او له ۲۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي.

هغه ولیکل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی ۱۴ تش په نامه سره واحدونه له منځه وېوړل، او د تش په نامه والي د مرستیال په ګډون ۳۱ جنګي قوماندانان یې ووژل شول.»

دغه راز هغه د غبرګولي په ۵مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د لښکرګاه له جګړې څخه درې لاسته راوړنې: ۱) طالبانو د دوحې له خبرو څخه د دې لپاره استفاده وکړه چې د پوځي یرغل لپاره تیاری وکړي او له دغو خبرو څخه د اورپکۍ د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.۲) افغان ځواکونه به طالبانو ته ماتې ورکړي. ۳) محلي خلک له طالبانو څخه کرکه کوي.

دغو نښتو په لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې یې لږ تر لږه ۴۵۰۰ کورنۍ له خپلو ځایونو څخه بې ځایه کړي، چې ځینو یې د ښار په خوندي برخو کې پناه اخیستې ده.

د لښکرګاه یو تنکی ځوان اوسېدونکی چې د کورنۍ د وتلو پر وخت یې له هغوی څخه پاتې شوی وو، دغه تاوتریخوالی وغانده.‌

هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل، «ستونزې په دې طریقه نه حل کیږي. موږ دعا کوو چې خدای پاک سوله راولي.»

له القاعدې سره اړیکې

په هلمند ولایت کې د طالبانو بریدونه وروسته له هغه زیات شول چې امریکایي او ناټو ځواکونو د غوایي په میاشت کې په رسمي توګه له افغانستان څخه وتل پیل کړل. چارواکي وایي، د عسکرو وتل روان دي او په پام کې ده چې د وږي ۲۰مې څخه مخکې بشپړ شي.

په ورته وخت کې، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په تېر وږي کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، خو د خبرو اترو د پیلېدلو لپاره له نړۍ والو هڅو سره سره هم پرمختګ په کې نه دی شوی.

طالبانو په افغانستان کې د خپل جهاد د توجیه کولو لپاره د بهرنیو پوځیانو حضور بهانه کاوه.‌

دغه راز، دغه ګروپ د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې له واشنګټن سره لاسلیک کړې یوه هوکړه کې ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي

خو کتونکي وایي چې، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي‌ زیاتوالی، له القاعدې سره د دغې ډلې دوامدار اتحاد او په ملکي افغانانو باندې د داعش د بریدونو پر وړاندې زغم د طالبانو دوه مخي په ګوته کوي.

د مشرانو جرګې یوه غړي محمد آصف صدیقي د غوایي په نیمایي کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه او ادارې، ملګري ملتونه او متحده ایالات ټول تاییدوي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي.‌

هغه وویل، پرځای یې، طالبانو له القاعدې سره اړیکې ساتلي او لا نورې یې پیاوړې کړي دي.‌

صدیقي وویل،‌«طالبان او القاعده شریک هدفونه او ګټې لري...او هغوی د خپلو دښمنانو پر وړاندې یو د بل له تخنیکي، نظامي، مالي او استخباراتي ظرفیتونو څخه کار اخلي.‌»

د ملي امنیت ریاست رییس احمد ضیأ سراج په پوځي عملیاتو کې د القاعدې د څو جګپوړو غړو د وروستیو مړینو په استناد، د غوایي په ۷مه خبریالانو ته وویل، «دا د لمر په څېر روښانه ده چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې په فردي [د قوماندانانو] یا په محلي سطحه پرې کړي نه دي.»

هغه وویل، «طالبانو په افغانستان کې ټولو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه برابر کړي... د طالبانو له ملاتړ څخه پرته، هېڅ ترهګره ډله عملیات نشي کولی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو د وړم کال د تاریخي هوکړې په یوه برخه کې چې د هغه کال د کب په میاشت کې یې لاسلیک کړه، د ډېرو نورو شیانو تر څنګ دا ومنله چې هغوی به د القاعدې په څېر ترهګرو ډلو ته پناه ورنه کړي،‌ او هغوی به له دغه نړۍ وال ترهګر ګروپ سره، چې په متحده ایالاتو کې د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو له امله مشهور دی، ټولې اړیکې پرې کړي.‌ د طالبانو د دې ژمنې په بدل کې متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د عسکرو دغه وتل، لکه څنګه چې ډېر خلک باور لري، کولی شي چې واک ته د طالبانو بیا رسېدلو ته لاره هواره کړي، په داسې حال کې چې طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکې لري.‌

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، القاعده او داعش د افغانستان او نورې نړۍ امنیت ګواښي. په افغانستان کې د دغو ډلو حضور یوه غټه اندېښنه ده.

ځواب ورکړئ

که مونږ د دوحې هوکړې ته وګورو، دا روښانه ده چې طالبان به هغو ډلو او کسانو ته په خپلو لیکو کې ځای ورنه کړي چې هغوی د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد عمل کوي، لاکن طالبان په دې ژمنه باندې عمل نه کوي.‌

ځواب ورکړئ

له دې سره سره چې طالبانو د دوحې تړون کې د امریکا متحده ایالاتو سره ژمنه وکړه چې هغوی به د القاعدې شبکې غړو او نورو ترهګرو ګروپونو سره خپلې اړیکې پرې کړي،‌ لاکن اوس هم د القاعدې شبکې له غړو سره اړیکې ساتي. افغان ملي امنیتي ځواکونو د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې په یو لړ عملیاتو کې د هند د نیمې قارې لپاره د القاعدې شبکې مرستیال ابو حسن المصري وواژه.

ځواب ورکړئ