دین

د کوچني اختر د اوربند له امله د خونړي تاوتریخوالي په درېدلو سره افغانان د سولې راتګ ته هیله لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ هوکړه شوی درې ورځنی اوربند په ټول هېواد کې د څو اونیو له سختو شخړو څخه وروسته د غوایي په ۲۳مه نافذ شو. عکسونه عبادت کوونکي په داسې حال کې ښيي چې د اختر د لمانځه لپاره چمتو کیږي او موټر د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې کتل کیږي. [نورالله شېرزاد/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغانانو د کوچني اختر لومړۍ ورځ د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ له دې هیلې سره پيل کړه چې درې ورځنی اوربند چې په جنګ کې ښکېلو طالبانو او افغان حکومت پرې هوکړه کړې وه، نافذ شو.

په دغه اوربند سره د امریکایي او ناټو ځواکونو د روان خروج په ترڅ کې د څو اونیو له سخت تاوتریخوالي څخه وروسته افغانانو د ارام ساه واخیستله.‌

که دغه اوربند عملي شي، دا به په نږدې ۲۰ کلن جنګ کې یواځې څلورمه دغه ډول دمه وي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان سړي، ښځې او ماشومان د پنجشنبې په ورځ وختي جوماتونو ته ورټول شول یا په پرانستو میدانونو کې سره ټول شول چې د خوښیو په پیل کې چې تر شنبې پورې به دوام ومومي، د اختر لمونځونه وکړي.

مسلمانان د غوایي په ۲۳مه د جلال اباد په لمنه کې په یوه جومات کې په پرانستې فضا کې د طالب جنګیالیو او افغان ځواکونو له خوا د هوکړه شوي درې ورځني اوربند په ترڅ کې کوچنی اختر پيلوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

مسلمانان د غوایي په ۲۳مه د جلال اباد په لمنه کې په یوه جومات کې په پرانستې فضا کې د طالب جنګیالیو او افغان ځواکونو له خوا د هوکړه شوي درې ورځني اوربند په ترڅ کې کوچنی اختر پيلوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواک یو غړی د غوایي په ۲۳مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل په عبدالرحمان جومات کې په پيره ولاړ دی.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواک یو غړی د غوایي په ۲۳مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کابل په عبدالرحمان جومات کې په پيره ولاړ دی.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

د کورنیو غړي په داسې حال کې چې د غوایي په ۱۸مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې له یوه ښوونځي څخه بهر په یوه چاودنه کې د وژل شویو قربانیانو له جسدونو سره نږدې ناست دي په یوه روغتون کې دننه ماتم کوي.‌ دغې چاودنې له ۵۰ څخه ډېر کسان، چې ډېر یې تنکۍ پېغلې نجونې وې، ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د کورنیو غړي په داسې حال کې چې د غوایي په ۱۸مه د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې له یوه ښوونځي څخه بهر په یوه چاودنه کې د وژل شویو قربانیانو له جسدونو سره نږدې ناست دي په یوه روغتون کې دننه ماتم کوي.‌ دغې چاودنې له ۵۰ څخه ډېر کسان، چې ډېر یې تنکۍ پېغلې نجونې وې، ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

مقاماتو د کابل په غټو جوماتونو باندې امنیتي کسان توظیف کړل. هغوی د اختر لمونځونو ته د ورتلونکو کسانو بدني تلاشي اخیستله.‌

وروسته د کابل اوسېدونکيو له خپلو کورنیو او دوستانو سره د اختر د لمانځنې لپاره د پلازمېنې لوی ژوبڼ او پارکونو ته مخه کړه.

معراج الدین چې له خپلو پنځو ماشومانو سره چې ټولو نوي کالي اغوستي او د کابل ژوبڼ ته راغلی وو، وویل، «زه نن ډېر د ارام او امن احساس کوم خکه چې اختر دی او جنګ نشته.»

د کابل اوسېدونکي محمد صادق وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره نور د جنګ لپاره هېڅ توجیه نشته.

هغه وویل، «نور جهاد نشته. اوس ورونه خپل ورونه وژني ځکه چې طالبان او امنیتي ځواکونه دواړه افغانان دي.»

جنګ د حل لاره نه ده

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي امیرجان سلیمانخېل وویل، طالبان او حکومت باید په یوه تلپاتې اوربند باندې هوکړه وکړي.‌

هغه وویل، «دا کار به موږ ډېر خوښ کړي ځکه چې د ډېرو خلکو ژوند به وژغورل شي.»

ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې اوس چې نړۍ وال ځواکونه وځي په یوه تلپاتې اوربند باندې هوکړه وکړي.

هغه وویل، «موږ نه غواړو چې تاسو تسلیم شئ، بلکې موږ غواړو چې تاسو یو سیاسي حل ومنئ. جنګ د حل لاره نه ده.»

د جګړې په ترڅ کې په لسګونو زره افغانان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي.‌

اورپکو او افغان حکومت د تېر کال په وږي میاشت کې د سولې خبرې پیل کړې، لاکن د مذاکراتو د پيلولو لپاره له نړۍ والو هڅو سره سره پرمختګ نه دی شوی.

په تېر وخت کې اوربندونه تر ډېره عملي شوي دي او داسې فکر کیږي چې دا د طالبانو د مشرتابه له خوا یو تمرین دی چې غواړي ثابته کړي چې هغوی په ټول هېواد کې د سخت دریځي خوځښت په مختلفو ډلو باندې کنټرول لري.‌

افغان چارواکو او طالبانو وویل، سمدلاسه له اوربند څخه د کومې سرغړونې په هکله راپورونه نه دي ورکړل شوي.

له اختر څخه مخکې په تاوتریخوالي کې زیاتوالی

واشنګټن او ناټو ژمنه کړې چې خپل ځواکونه د وږي تر ۲۰مې پورې وباسي چې پرځای به یې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع مسؤلیت پر غاړه واخلي.

پنتاګون د سې شنبې په ورځ وویل، د متحده ایالاتو پوځ تر اوسه پورې د خپل وروستي خروج ۶ - ۱۲٪ بشپړ کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوی د مورهیډ کمپ کنټرول ترلاسه کړی دی. دا په کابل کې د متحده ایالاتو یوه اډه وه چې امریکایي عسکرو په کې افغان پوځ ته روزنه ورکوله.

نور به له دغې اډې څخه افغان ځانګړي ځواکونه ګټه اخلي.

په داسې حال کې چې اورپکو له امریکایي سرتېرو سره له نښتو څخه ډډه کړې، هغوی په افغان حکومتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.‌

په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالي څو ولایتونو ته ټکانونه ورکړي، او د سې شنبې په ورځ یاغیانو یوه ولسوالۍ چې له کابل څخه لیرې نه ده، ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ای اېف پي ته وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ له امنیه قوماندانۍ څخه تکتیکي په شاتک وکړ.»

د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ وویل هغه به د دغې ولسوالۍ، چې له کابل څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیرې په ګاونډي میدان وردک ولایت کې پرته ده، د بېرته نیولو لپاره برید وکړي.

د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، «کمانډو ځواکونه هلته ور روان دي.»

تېره شنبه په کابل کې د نجونو له یوه ښوونځي څخه بهر یو لړ بریدونو له ۵۰ څخه ډېر خلک ووژل چې ډېر یې تنکۍ پېغلې نجونې وې.

د قربانیانو کورنۍ د خپلو عزیزانو له مرګ څخه وروسته اوس هم په ټکان خوړلي حالت کې دي.

رحیمې چې د ښوونځي په چاودنو کې یې دوه لوڼې وژل شوي دي، وویل، «موږ هغوی ته سترګې په لاره وو چې له ښوونځي څخ کور ته راشي.»

هغې په داسې حال کې چې په لسګونو خپلوانو یې د پنجشنبې په ورځ تسلیت ورته وایه، وویل، «هغوی دواړه له کور نه یوځای ووتلې، او وروسته د دواړو مړي راوړل شول.»

چارواکو پړه پر طالبانو ور واچوله، خو هغوی د کابل په دغې سیمه کې په برید کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500